selab awba

روزګان: دهراود او ګیزاب کې سیلابونو زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان چارواکي وايي چې د دې ولایت په ګیزاب او دهراود کې د ورښتونو له امله سیلابونه راغلي چې ځاني او مالي زیانونه يې اړولي دي.

د روزګان د والي وياند دوست محمد نایاب وايي چې په ټول روزګان کې ورښتونو شوي خو په ګیزاب او دهرواد کې يې زیانونه اړولي دي.

د نایاب په خبره په ګيزاب ولسوالۍ کې سیلابونو درې تنه مړه کړي او سلګونه جریبه ځمکه يې لاندې کړې ده.

نوموړي په دهراود کې د ځاني تلفاتو په اړه ناخبري وښوده خو ويې ویل چې د ګڼو کورونو او سلګونو جریبو ځمکې له خرابېدو خبر شوي دي.

نایاب نه دي ويلي چې له زیانمن شویو خلکو سره يې تر اوسه کومې مرستې کړې دي، خو ويې ویل چې دوی ورسره د مرستې هوډ کړی دی.

له څو ورځې وقفې پرته له نږدې دوواوونیو راهیسې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې بارانونه اوري چې پر زیان سربېره ځينې خلک د وچکالۍ له ويرې ورته خوښ دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د