ټکنالوژي

د سامسنګ کمپنۍ د ځیرک پتلون له ځانګړتیاو خبر شئ

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د انټرنیټ له عام کیدو وروسته لرې نده چې داسې ورځ به هم ورسیږي چې د انسانانو د استعمال ټول څیزونه له انټرنیټ سره وصل وي.

د سامسنګ کمپنۍ غواړي انټرنیټ سره اړیکه لروونکو توکو کې نوي تولیدات کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه کمپنۍ غواړي داسې یو پتلون چې له انټرنیټ سره وصل وي د انټرنیټ پتلون (Internet of Trousers) په نامه جوړ او کاروونکو ته وړاندې کړي.

انټرنیټ پتلون د هغو ځیرکو پتلونونو له جملې څخه دی چې هدف يي انسانانو ته د اسانتیاو برابرول دي. د مثال په ډول که چیرې له کور څخه بهر وتلو پر مهال کاروونکی خپل د پتلون ځنځیر نه وي بند کړی نو د سامسنګ ځیرک پتلون د وای فلای (Wi-Fly) ځانګړتیا په مرسته کاروونکی ته خبر ورکوي.

په دغه پتلون کې یوه بله ځانګړتیا د (حرکت وکړه) په نوم هم شتون لري. دغه ځانګړتیا کاروونکو ته یادونه کوي چې د اوږدې مودې لپاره فعالیت نه لرل د انسان پر روغتیا ناوړه اغیز کوي او انسان باید هرو ۶۰ دقیقو کې یو ځل حرکت وکړي.

د دغه ځیرک پتلون یو له ځانګړو ځانګړتیاو څخه یخچال کلپ (Fridge Lock) دی. کله چې د کاروونکو د ملا اندازه زیاته شي نو ځیرک پتلون د دغه ځانګړتیا په مرسته یخچال کلپ کوي تر څو د کاروونکو له اندازې څخه زیات خواړه خوړلو مخه ونیسي.

د سامسنګ کمپنۍ هیله څرګنده کړې چې د اغوستوونکو توکو تولیدوونکي کمپنۍ به د دغې پنځونې هرکلی وکړي او له ځنډ پرته يي تولید پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شومبړو خان

بیا هم پتلون پوشانوته یو نوی زیری

haqmalkhan

mashallah

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx