ټولنیزه برخه

زما ښځه

شيخ علي طنطاوي – رحمه الله

ژباړن: احمدالله احمدزی

زما يو ملګری دی، چې وچ کلک فکر لري، هېڅکله خپل ځان کې د بدلون اراده نه لري او نه هم د خپل فکر د ترميم او اصلاح منلو ته تيار دی.

دې ملګري راته يوه ورځ وويل، چې ته د خپلې ښځې په اړه ليکل کوې او وايي، چې دا د نړۍ تر ټولو غوره او عاقله ښځه ده؟ ايا تا کله دا اورېدلي، چې يو چا دې د خپلې ښځې په اړه رسنيو کې څه ليکلي وي؟ عربان د ښځو په اړه له څه ويلو ډډه کوي او دا عادت يې له پخوا راروان دی، تر دې، چې جرير د حيا له امله د خپلې ښځې په اړه مرثيه ونه ويله او په ښکاره به يې قبر ته هم نه ورته او نورو هم که ډېر زړه ژړا او غم ته شوی، نو په اشاره يې خبره کړې ده.

دا ملګری راته وايي، چې ته له دې ټولو سترګې پټوې او د هغوی پر ضد د خپلې ښځې په اړه په څرګنده ټکو خبرې کوې؟

ما ورته وويل: هو، نو نږدې و، چې له ډېرې غوسې وچوي، ما ورته بيا وويل، چې هو بلکل.

زه د خپلې ښځې په اړه ليکل کوم، دې کې د عيب او شرم څه خبره ده. يو مين ولې د خپلې محبوبې په اړه ليکل کوي، چې هغې سره يې اړيکې او خبرې هم ناروا وي او د خپلې ښځې په اړه ليکل نه کوي، چې په حلاله نکاح يې خپله ښځه ده. زه ولې حق له هغه پلوه ياد نه کړم، چې خلک حلالې نکاح لور ته وهڅوم، عاشقان خو، چې د خپلې محبوبې د حسن په اړه څه ليکي، نو دا خو ټولنه د بې لارۍ او ګناه پر لور بيايي. خلک هره ورځ د ژوند او ودنو د تريخوالي په اړه بې شمېره مقالې او کتابونه لولي، نو ولې دې د ژوند او واده د ښه والي او خوښۍ په اړه ونه لولي.

دا يوازې زه نه يم، چې د خپلې ښځې په اړه ليکل کوم، بلکې زه خو د هوګو په څېر يم، چې ويل به يې : «زه چې کله د پلار په توګه خپل احساسات بيانوم، نو دا د ټولو پلرونو استازيتوب هم کوم.»

تر اوسه مې له يو مېړه هم نه دي اوريدلي، چې دی له خپلې مېرمنې او ژونده ډېر خوښ دی اګر که دی ډېر خوشحاله هم وي؛ ځکه چې انسان په طبيعت کې ناشکره دی او د ژوند په حقيقت او نعمتونو يوازې هغه مهال پوهېږي، چې له لاسه يې ووځي. انسان په خپل طبيعت کې ناشکره او طامع دی او هر کله، چې کوم نعمت ورسره وي، دی د نورو نعمتونو په لټه کې وي او هېڅکله په شته نعمتونو شکر نه وباسي. له همدې امله سړي تل له خپلو مېرمنو سرونه ټکوي او د مينې او احترام درناوی يې نه کوي، مګر هغه مهال، چې دا مړه شي. له مرګ وروسته يې بيا د مينې، اخلاص او خدمتونو ستاينې کوي او زه هغه څوک يم، چې د خپلې ښځې په ژوند کې د هغې  د مينې او نعمت درناوی کوم او شکر ادا کوم، چې الله تعالی داسې يوه ښځه راباندې لورولې ده.

دغه خوښي او خوشحاله ژوند د يو شمېر کړنو او عادتونو له امله ما ته نصيب شوی، هر څوک، چې غواړي د ژوند له نعمتونو او خوښيو خوند واخلي زما له تجربو دې ګټه پورته کړي.

لومړنۍ خبره خو دا ده، چې ما داسې يو چا ته د نکاح بلنه نه ده لېږلې، چې قوم يې نه پېژنم، له هغې کورنۍ سره مې واده کولو ته زړه نه دی ښه کړی، چې اړيکه او تګ راتګ مو سره نه شته، چې بيا وروسته عملا هغه څه راته څرګند شي، چې ما د دوی په اړه اورېدلي وو. پرديو او ناشنا خلکو کې د واده کولو يوه ستونزه دا ده، چې عملي ژوند کې به د دوی هغه پټه څېره راڅرګنده شي، چې د دوی له ظاهرې څېرې ډېر مخالف وي. بلکې ما داسې يوې کورنۍ کې واده کړی، چې زما دوستان او خپلوان دي، هم ما پېژني او هم يې زه پېژنم. زه د دوی په کورني ژوند پوره خبر يم او دوی زما د کورني ژوند او اخلاقو په اړه پوره معلومات لري؛ ځکه ډېر وخت داسې پېښېږي، چې يو سړی دی له کوره د باندې ډېر ښه اخلاق ولري، ځان دې ډېر دروند او مهربانه ښيي، خلک دې يې په ظاهري اخلاقو تېروتلي وي او په حقيقت کې به دی ډېر بې کاره، بخيل او بد اخلاقه انسان وي، نو دغه وخت کې بيا سړی له ګڼو او تلپاتې ستونزو سره مخ وي.

ما له داسې يوې نجلۍ سره واده کړی، چې پلار يې زما د مور د تره زوی دی، هغه استاد صلاح الدين الخطيب دی، د سوريې د قضا شيخ او سلاکار و. مور يې د ستر محدث د سوريې ستر عالم او منلي شخصيت الشيخ بدرالدين الحسيني رحمه الله لور وه. زما د ښځې نسب له دواړو لوريو ډېر دروند او دينداره و او شجره يې دواړو لوريو کې رسېدلې وه.

دوهم: ما داسې یوه نجلۍ خوښه کړې وه، چې زموږ له طبقې او فکر څخه وه. پلار يې زما پلار سره د نقض محکمې کې کار کاو، هغه هم قاضي و، زه هم قاضي يم، د ژوند طريقه مو سره نږدې وه او د کامياب واده لپاره دا تر ټولو اړين شرط دی، چې د ښځې او مېړه د ژوند اصول او طريقه سره نږدې وي. له همدې امله فقهاوو، «چې د اسلامي شعريعت فلسفيان دي» د ښځې او مېړه ترمنځ کفاءت او مساوات شرط اښیئ دی.

درېيم: ما د خپلې نکاح لپاره ښايست شرط نه و ايښی، چې دا دې په کې لازمي شرط وي، زه پوهېږم، چې ښکلا او ښايښت د سيوري په څېر تلونکی دی.

څلورم: له خپلې خسرګنۍ سره له تېرو اتو لسيزو اړيکه لرم او دغه اړيکه تل د دوه اړخيز درناوي، احترام، مينې په چوکاټ کې ده او تر اوسه مې له خپلو خسرخېلو داسې يو کار نه دی ليدلی، چې ما يا زما کورنۍ لپاره د نيوکې او خفګان لامل وي او هېڅکله يې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې. موږ به هم د نورو مېړونو او ښځو په څېر لانجې او روغې کړي وي، مګر خسرخېلو مو هېڅکله زموږ په چارو کې مداخله نه ده کړې.

تر اوسه ما د ښځې او مېړه ترمنځ د شخړو او لانجو له شلو زرو زياتې قضيې څېړلي او زما تجربه دا ده او پر دې خبره ټينګار کوم، که د ښځې او سړي کورنۍ او دوستانو په دې شخړو کې مداخله نه وای کړې، نو درې برخه ستونزې به په سوله‌ييزه توګه حل شوې وای.

پنځم: موږ د خپل ژوند لومړنۍ ورځې «هني مون»  د عسلو مياشت نه ده ګرځولې، لکه څرنګه يې، چې نور خلک کوي، بيا پاتې نور ژوند يې د زهرو په څېر تريخ وي، بلکې زما نظر دا دی، چې د دې خلکو ژوند له اولې ورځې بې خونده او تريخ دی، له ډېرې مجبوري يې منلی، د خپلې مېړه پر ضد يې هره شېبه شمېرلې او ما د ژوند له پيله هڅه کړې، چې خپل ښه اخلاق عملا وروښيم، نو زموږ ژوند، چې څومره مخکې ځي، د ژوند خوښۍ مو نورې هم زياتېږي.

شپږم: هغه چارې، چې ښځې پورې اړه لري، هېڅکله مې په کې مداخله نه ده کړې، د ساري په توګه د کور داخلي مسايل، د اولاد تربيه او نورې چارې. همدا رنګه هغې زما په چارو کې مداخله نه ده کړې، چې د کور بهرنيو کارونو کې دې مداخله وکړي او يا دې زما د پګړۍ په سر کولو او زما د واک خپلولو هڅه وکړي. او ډېر وخت د کورنۍ خوږ ژوند د واک پر سر شخړو کې سره خرابيږي.

اووم: زه له خپلې ښځې څه خبره نه پټوم او نه هم هغه له ما کومه خبره پټوي. هېڅکله درواغ نه ورته وايم او نه هم هغه ما ته درواغ وايي. زه تل د خپل مالي حالت په اړه ورته رښتيا وايم، هرې چېرې، چې ځم ځان سره يې بيايم او يا يې له خپل تګ څخه خبروم. هغه هم، چې هر ځای ته ځي، له ما پوښتنه کوي. موږ دواړه له خپلو اولادونو سره هم تل رښتيا وايو او له درواغو کرکه او نفرت کوو. والله، چې زه له دې کومه مينه، اخلاص او وفا وينم، دومره تمه مې هم نه وي ترې. دا له هغو شرقي ښځو څخه ده، چې ژوند د خپل کور لپاره کوي، نه د خپل ځان لپاره، د خپل مېړه او اولاد لپاره ژوند کوي، زموږ لپاره ځان وږی ساتي او موږ مړوي. د دې لپاره شپه ويښه تېروي، چې موږ ويده شو. د دې لپاره ځان ستړی کوي، چې موږ ارام وخت تېر کړو. زموږ په کور کې تر ټولو مخکې زما ښځه راپورته کيږي او تر ټولو وروسته ويده کيږي، ټوله ورځ د کور په پاکوالي، د جامو په ګڼدلو او د کور په منظم والي تېروی او ټوله هڅه يې دا وي، چې زه دې ارام وم، که زه ليکل کوم، يا ويده کيږم، زما اولادونه شور ته نه پرېږدي، ټول کور کې خاموشي وي او ما له هر ډول کړاوونو او مصيبتونو ساتي.

هغه څه سره مينه کوي، چې زما خوښيږي او څه مې، چې بد راځي، دا هم ترې کرکه کوي. ډېری وخت ښځې د کور کلي په خبرو او خوښۍ پسې ګرځي، مګر زما ښځه تل زما خوښي ته ګوري. که نورې ښځې د کاليو او فيشن په غم کې وي، نو زما ښځه زما او د کور په غم کې وي.

زما له کورنۍ سره مينه کوي او د دوی په اړه تل ما ته سمې او د خير خبرې کوي. که زما د کورنۍ په اړه له ما کمزوري کېږي، نو ښځه مې اړ کوي، چې بايد خپل کار ته متوجه شم او د کورنۍ په اړه سستي ونه کړم. هېڅکله داسې نه دي شوي، چې زما خور يا د کورنۍ بل غړي سره دې يې شخړه او لانجه کړي وي، بلکې تل د دوی ترمنځ هم د مينې، محبت او اخلاص اړيکه وي.

زما ښځه د شرقي ښځو يوه ښه الګو ده، چې په خپل ژوند او نړۍ کې يوازې خپل مېړه پېژني، د هغو ښځو په څېر نه ده، چې غرب ته د زړده کړو لپاره تللي وي او هغه ځايه د سند ترڅنګ يې د ښځې داسې يو فکر راوړی وي، چې د ښځې له خپل طبيعت سره هم مناسب نه وي، نه په کې طبعي ښکلا وي، نه هم مينه او اخلاص او دومره هم نه وي، چې د شرقي ښځې لپاره دې د خادمې په توګه کار وکړي، دا هر څه د ذوقونو او عقلونو د فساد له امله رامنځته کيږي. غرب ځپلي خلک ځانونه سپک او کمزوري بولي او غواړي، چې دغه کمزوري بايد د غرب په تقليد پرمختګ وکړي. ځينې يې داسې فکر کوي، چې دی بايد امريکايي ښځې سره واده وکړي. ښه نو امريکايی به څه ښځه وي، چې په سينما يا هوټل کې کار کوي.

زموږ د ټولنې ښځې د ځمکې پر سر تر ټولو غوره ښځې دي، خپل مېړه سره ډېرې وفادارې دي، خپل عزت نفس لري پاک لمنې دي، د خير او نصيحت هره خبره اوري او ما، چې د خپلې ښځې او ژوند په اړه کوم حقايق تاسې سره شريک کړل، نو   غواړم، چې مسلمان مېړه دغه رنګ د خپل ژوند شېبې هم رنګينې کړي، الله تعالی د ښه واده توفيق ورکړي او الله تعالی هدايت ورکړي، وروسته له هغې، چې ما ته يې هدايت وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x