taliban posing with wepon

د طالبانو د مالي چارو کمیسون وايي چي مسلمانان دي جهاد بالمال کي برخه واخلي

نن ټکی آسیا: د ملا ابو احمد په نامه د طالبانو د مالي کمیسیون مشر په یوه مرکه کي ویلي چي نن سبا طالبان د مالي اړخه د سختو مشکلاتو، موانعو او فشارونو سره مخامخ دي، او د نړۍ په مسلمانانو یې غږ کړی چي په جهاد بالمال کي برخه واخلي.

نوموړي په یوه اوږده مرکه کي د خپل کمیسون په اړه هم معلومات ورکړی، او خپل د مالي مرستو او د هغو د مصرف په اړه یې تفصیلي معلومات وکړي دي.

ملا ابو احمد هغه تبلیغات رد کړی چي وايي طالبان د یو ځانګړي هیواد او شبکې له خوا تمویلیږي، او زیاتوي چي د طالبانو مالي مصرفونه د سیمي د هیوادونو تر وس او توان ډیر زیات دي، هغه جګړه چي امریکا او د نړی ستر ستر اقتصادي هیوادونه یې مفلس کړل، دهغه تمویل یوازي او یوازي د نړی په ملیارد مسلمانان کولای سي.

نوموړي ویلي چي ددوی سره مالي مرسته د نړی له ګوټ ګوټ څخه کیږي، او په خصوصي توګه دوی په ټول اسلامي هیوادونو کي خپل نمایندګان لري چي ډیره په پټه او امنیت سره تر اقتصادي کمیسونه د مسلمانانو کومکونه رسوي.

دغه مرکه چي نن ورځ د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کي نشر شوي مونږ یی د خپلو کتونکو د لازیاتو معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو:

————————————-

داسلامي امارت دمالي چارو کمیسیون له مشر سره ځانګړې مرکه

پوښتنه : محترمه له هرڅه وړاندې درته ښه راغلاست وایو ، که لومړی داسلامي امارت داقتصادي چارو دکمیسیون په اړه معلومات راکړئ ، او په تشکیلاتو یې رڼا واچوئ ؟

ځـــواب :

الحمدلله رب العلمین ، والصلوة والسلام علی سیدالمرسلین محمد وعلی آله واصحابه اجمعین وبعد :

له هرڅه وړاندې له تاسو هم مننه کوم ، ستاسو دپوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې داقتصادي چارو کمیسیون داسلامي امارت په رسمي تشکیلاتو کې دمالي او اقتصادي امورو په برخه کې مسؤل او وظیفه دار کمیسیون دی ، چې دامارت اړوند دټولو مالي چارو نظم او اداره یې په غاړه ده .

دا کمیسیون په مرکزي اداره سربیره دافغانستان په ټولو ولایاتو کې خپل نمایندګان او تشکیلات لري ، دغه راز دمرستو دجلبولو لپاره دافغانستان په ټولو ولایاتو ، په ګاونډیو هیوادونو ، عربي نړۍ او داسلامي نړۍ په ډیری هیوادونو کې نمایندګان او تشکیلات لري ، چې دهمدې نمایندګانو له لارې دعام مسلمان امت هغه مرستې چې له مجاهدینو سره یې کوي او په مالي جهاد کې برخه اخلي ، داسلامي امارت تراقتصادي کمیسیون پورې رسیږي ، چې اقتصادي کمیسیون بیا دیوه شفاف او منظم پروګرام له مخې دغه مرستې په ټولو جهادي ضرورتونو باندې مصرفوي .

پوښتنه :

دمرستو دراټولولو په اړه که معلومات راکړئ ، مطلب داچې عام خلک په هیواد یا دنړۍ په بله برخه کې څرنګه کولای شي له اسلامي امارت سره مرسته وکړي ؟

ځـــواب :

لکه وړاندې مې چې وویل چې موږ په افغانستان ، ګاونډیو هیوادونو ، دخلیج هیوادونو او دنړۍ په نورو یو شمیر هیوادونو کې خپل نمایندګان لرو ، که هرڅوک هرځای وغواړي ، کولای شي له اسلامي امارت سره مرسته وکړي په دې برخه کې د اعتماد لپاره دوی کولای شي زموږ په مرکزي ایمیل ادرس (Financecm.iea@gmail.com ) باندې رابطه وکړی ، خپل اعتماد حاصل کړي ، او خپل مرسته زموږ نمایندګانو ته وسپاري ، دغه راز دافغانستان دننه زموږ دوه تیلفون شمیرې ۰۰۹۳۷۷۲۷۸۴۳۷۶—–۰۰۹۳۷۹۸۰۹۸۸۱۳    هم فعالي دي چې کولای شي له دې لارې هم رابطه وکړي او مرسته وکړي .

یوه خبره باید واضحه کړم ، هغه داچې ددښمن لخوا په لوړه سطحه کله داسې تبلیغات کیږي ، چې دمجاهدینو دپیسو په لیږد رالیږد یې مراقبت سخت کړی دی ، او اوس مجاهدین نه شي کولای دنړۍ له مختلفو سیمو نه مرستې راټولې کړي یا پیسې انتقال کړي ، باید ووایم چې دا خبرې یوازې تبلیغات دي ، مجاهدینو دمرستو راجلبولو او دپیسو او دانتقال لپاره خورا محفوظې لارې کاروي ، چې له هغه لارې نه مرسته کوونکو ته خطر متوجه وي او نه هم هغه چاته چې مرسته کوي ، نو باید په زغرده ووایم ددښمن مراقبت زموږ په فعالیت هیڅ اغیز نه دی کړی او که دنړۍ په هره برخه کې څوک وغواړي ، خپلې مرستې اسلامي امارت ترمجاهدینو ورسوي له موږ سره درابطې په صورت کې یې په ډیره محفوظه توګه رسولی شي .

پوښتنه :

تاسو داقتصادي کمیسیون د تشکیلاتو او دمرستو دجلبولو خبره وکړه ، که داقتصادي کمیسیون په مصرفي امورو او مراجعو هم رڼاواچوئ ، چې اقتصادي کمیسیون خپلې پانګې په کومو برخو کې څرنګه مصرفوي ؟

ځـــواب :

اقتصادي کمیسیون چې داسلامي امارت دټولو مالي چارو مسؤله اداره ده ، دکار اودپیسو دمصرف ساحه یې خورا پراخه ده ، دبیلګې په توګه زموږ د کار عمده برخې دادي :

داسلامي امارت نظامي کمیسیون چې له دې لارې دافغانستان په لراوبر کې دجهاد په ټولو ضروریاتو باندې مالي مصارف کیږي .

داسلامي امارت ملکي کمیسیونونه – چې په دې کې فرهنګي کمیسیون ، معارف ، دعوت وارشاد اونورې مختلفې ادارې راځي ، چې دا ټولې برخې درانه مصارف لري .

دصحت کمیسیون ، چې په دې برخه کې دروان جهاد په زخمیانو باندې علاج کیږي ،او دپام وړ برخه پیسې ورباندې مصرف کیږي .

دغه راز د یتیمانو کفالت ، دجهاد دزخمیانو تداوي ، دبندیانو سره مرسته او معالجه ، دمعیوبینو سره مرسته او کفالت او نورې   هغه عمدي برخې دي چې داقتصادي کمیسیون لخوا یې مالي اکمال کیږي .

پوښتنه :

که داسلامي امارت داقتصادي مسؤل په حیث دا راته ووایاست چې داسلامي امارت اقتصاد په څه شي ولاړ دی ، یعني همدا اوس ستاسو مالي اکمال له کوم مدرک څخه کیږي ؟

ځـــواب :

داسلامي امارت اقتصاد دافغان مسلمان اولس او په عموم کې دنړیوال اسلامي امت په مخلصانه مالي ملاتړ باندې ولاړ دی ، لله الحمد اسلامي امارت دخپلې اوږدې ، شفافې او ثابت قدمه مبارزې په برکت په درسته اسلامي نړۍ کې دعامو مؤمنو پرګنوپه زړه کې ځانګړی ځای موندلی ، نه یوازې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ، بلکي دعربي هیوادونو په شمول دزیاترو اسلامي هیوادونو عام مسلمان وګړي ، چې له کلونو راهیسې دسوچه اسلامي واکمنۍ تږي دي ، داسلامي شریعت نفاذ ، د طاغوت په وړاندې برحق جهاد او اسلامي نظام یې یو ارمان دی ، له اسلامي امارت سره داسلامي عقیدت په بنسټ ځانګړې علاقه لري .

ددې لپاره چې دامسئله ښه واضحه شي غواړم یوڅه نور هم په دې موضوع خبره وکړم .

تاسو به اوریدلي وي چې دښمن تبلیغات کوي ، چې له اسلامي امارت سره ځانګړي حکومتونه او شبکې مالي کومک کوي ، او په همدې مالي کومک باندې مجاهدینو جهاد جاري ساتلی ، مګر که موږ وګورو دافغانستان روا ن جهاد دمالي مصرف له درکه بیساری دروند مصرف لرونکی او اوږد جنګ دی ، تردې چې امریکایي اقتصاد یې له پاللو عاجز شو ، او دنړۍ نور له اقتصادي اړخه قوي حکومتونه یې کمزوري او مفلس کړل ، مګر لله الحمد دمجاهدینو په خوا کې دهیڅ افلاس او مالي کمزورۍ اثار نه ترسترګو کیږي ،ددې بنیادي وجه داده چې داسلامي امارت اقتصاد د کوم معلوم هیواد یا سیستم په مرستو ولاړ اقتصاد نه دی ، او نه دسیمې وروسته پاتې هیوادونو دومره مالي امکانات لري چې دومره لوی جنګ له اقتصادي اړخه وپالي ، بلکي داسلامي امارت اقتصاد دیونیم ملیاردي اسلامي امت دمخلصو مسلمانانو په هغو مرستو او اعانو ولاړ دی ، چې په ډیر اخلاص متعهد مسلمانان وروڼه خپله دخولې ډوډۍ نیموي ، او نیمه برخه یې له مجاهدینو سره شریکوي .

په افغانستان سربیره دنړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کې موږ دمالي جهاد او قربانۍ داسې مثالونه لرو چې سړي ته دصدراسلام وقایع ور یادوي ، همدا اوس په مختلفو اسلامي کې ګڼ شمیر مسلمانان دخپلې سرمایې یوه برخه جهاد ته وقف کوي ، په ځانګړي توګه داسلامي امت ښځې په جهاد بالمال کې خورا مخکښ رول لري ، دلته به درته یودوه مثالونه ذکرکړم ترڅو تاسو وفهموئ چې مسلمانان په څومره اخلاص په جهاد بالمال کې برخه اخلي .

یومسلمان ورور چې نه غواړم نوم یې واخلم ، له مجاهدینو سره ناڅاپه د ډیرو پیسو مرسته وکړه ، کله چې ملګرو تردې ددومره پیسو دمرستې پوښتنه وکړه ، ده وویل چې دمجاهدینو دمالي ضرورتونو او احتیاجاتو په اړه چاراته بیان وکړ ، خو له ماسره دومره پیسې نه وې چې مرسته مې ورسره کړې وای ، نو دمجاهدینو ضرورت او زما بي وسي سخت اغیز راباندې وکړ ، په همدې حالت کې کور ته لاړم کله مې چې میرمنې ولیدلم ، چې ولې مې طبیعت خراب دی ، نو ما ورته وویل چې مجاهدین داسې په سختو حالاتو کې او مالي تنګسیا کې دي ، چې زما فکر یې ډیر خراب کړ ، په دې وخت کې مې ښځه چې کله دمجاهدینو له دې حالت نه خبره شوه ، نو لاړه خپل دغاړې امیل چې له زرو جوړ شوی وو او له ډیره وخت یې په ډیر احترام ساتلی وو ، راوایي خیست ماته یې راکړ ، چې دغه امیل مې دالله تعالی په لاره کې بښلی دی ، ورشه خرڅ یې کړه او پیسې یې مجاهدینو ته ورسوه ترڅو یې په خپلو ضروریاتو ولګوي .

دغه راز یوه بله پیښه زما دخپلو سترګو مشاهده ده ، په یوه لرې پرته سیمه کې موږ له څو تنو سرمایه دارو خلکو سره ناست وو ، او ددوی مرستې مو تسلیمولې ، په کوم ځای کې چې موږ ناست یو ، همدلته ددې ځای څښتن یوه څاه وباسي او مزدوران یې په کار اچولي دي ، په دوی کې یو سپین ږیری کارګر چې په ۲۰۰۰ روپۍ مزدور دی ، ستړی ستومانه له څاه څخه راوخوت ، په داسې حال کې چې سخت ستومانه وو او خولې ورباندې راماتې وې ، زموږ په خوا راغی ، کله چې پوه شو ، چې دغه خلک دمجاهدینو دمالي کمیسیون غړي دي ، او د جهاد لپاره مرسته ټولوي ، نوموړي سپین ږیري مزدورکار خپل دکار څښتن ته وویل چې زما ۲۰۰۰ حق الزحمه زه دالله تعالی په لاره کې بښم ، نو دغه پیسې دوی ته ورکړه چې په في سبیل الله جهاد کې یې مصرف کړي .

دغه مرستې چې زموږ مسلمان ورونو او خویندې یې په ډیر اخلاص ، په پټه او یوازې دالله تعالی دکلمې داعلاء لپاره ترسره کوي ، ډیرې له برکته ډکې وې ، چې الله تعالی ورباندې داسلامي امارت جهادي کار جاري ساتلی دی ، او دادی چې په برکت یې دنړۍ ترټولو مغرور اقتصاد د زوال حد ته رسیدلی دی .

پوښتنه :

ځیني خلک چې غواړي دالله تعالی په لاره کې مال صدقه کړي ، نو زیاتره وخت په دې کې متردد وي ، چې په کومه برخه کې مال صدقه کړي ، مثلا له فقیرانو سره مرسته وکړي ، له مدارسو او مساجدو سره مرسته وکړي ، یا په نورو برخو کې ، خو دوی چې بیا علماء کرامو ته رجوع کوي هغه ورته وایي چې په هره برخه کې ډیر ضرورت وي او ډیر خیر پرې مرتب وي ، په هغه برخه کې مال صدقه کړئ ، په دې اړه تاسو څه وایاست ؟

ځـــواب :

رښتیا هم ، نن سبا مسلمانان له خورابدحالت سره مخامخ دي ، او په هره برخه کې دمالي صدقې ضرورت محسوس دی ، زما په نظر مهمه داده چې مالي صدقه پرځای ولګیږي ، او دمظلومو او مستضعفو مسلمانانو حوائج ورباندې رفع شي .

موږ چې په کومو برخو کې راټولې کړي پیسې مصرفوو ، نو هغه دحق دلارې هغه بې بضاعته او مخلص مجاهدین دي ، چې خپل ژوند یې دالله تعالی ددین لارې ته وقف کړی دی ، دنړۍ دخورا ظالم جابر او دجالي زبرځواک په خلاف جنګیږي ، په مقابل کې یې دباطلو قوتونو خورا ستراقتصادي ځواکونه ولاړ دي ، خومجاهدینو په ډیر اخلاص دالله تعالی ددین په رسۍ پنجې ښخې کړي دي او مقابله ورسره کوي ، دوی له اقتصادي نګاه په سختو حالاتو کې دغه مبارزه په مخ وړي ، تاسو فکر وکړئ همدا اوس د PKA  ماشیندار یوه مرمۍ به ۳۰ روپۍ ده ، د آرپي جي راکت یوه مرمۍ په ۵۰۰۰ روپۍ ده ، یو ثقیل ماشیندار په پنځه لکه روپۍ دی ، نو له دې نه تاسو مصارفو ته سوچ وکړئ چې مجاهدین به په جګړه کې هره ورځ څومره مرمۍ مصرفوي او بیا به دا پیسې له کومه پوره کوي .

دغه راز موږ دجهاد دزرګونو شهیدانو په لسګونو زره یتیمان را پاته دي ، داقتصادي کمیسیون ملګري چې دهیواد له مختلفو ساحو ، کلیو او بانډو څخه یې دیتیمانو لستونه راټول کړي دي ، ددې ټولو یتیمانو کفالت او مرسته داسلامي امارت په غاړه ده ، دغه یتیمان چې پلارونه یې په کومه شخصي نزاع کې نه ، بلکې یوازې داسلام په ننګ شهیدان شوي دي ، یتیمان او کونډې یې بل هیڅ مدرک نه لري ، له دې پرته چې اسلامي امارت ورسره مرسته وکړي ، په دې سربیره زموږ لسګونه زره مجاهدین ددشمن په زندانونو کې بندیان دي ، له دې بندیانو سره موږ دبند په موده کې هم مرسته کوو ، چې راخلاص شي د شوي مصرف یوه معلومه فیصدي ورکوو او علاج هم ورباندې کوو ، ځکه اکثره بندیان دزندان دبدو شرایطو له امله په مختلفو ناروغیو مبتلا وي ، دغه رنګه دجهاد دلارې زخمیان او معیبوبین چې موږ ورباندې معالجه کوو ، او کوم معیوبین چې په داسې ډول معیوب وي ، چې کار نه شي کولای هم موږ ورسره د امرار معاش لپاره مرسته کوو ، په دې سربیره له ډیرو هغو مهاجرو مجاهدینو سره چې کوم مدرک نلري موږ ورسره دامکاناتو په صورت کې فوق العاده مرسته کوو .

که تاسو فکر وکړئ ، دغه کسان چې موږ ورسره مرسته کوو ، هغه که مجاهدین دي یا زخمیان ، بندیان ، مهاجرین ، معیوبین ، یتیمان او کونډې ټول زموږ داسلامي ټولنې هغه محتاج ، مستضعف او مستحق قشر دی ، دوی یوازې داعلاء کلمة الله لپاره خپل هوسا ژوند قرباني کړی ، دسر ، مال ، اعضاء او قریبانو قربانۍ یې ورکړي دي ، نو زما په فکر دغه خلک په ټولو مسلمانانو حق لري چې باید مرسته ورسره وکړي ، او که مسلمانان وروڼه له دوی سره مرسته وکړي الله تعالی به په جهاد کې دشرکت کامل کامل اجرونه ورکړي .

پوښتنه :

په پای کې که داسلامي امارت داقتصادي چارو دکمیسیون دمشر په حیث مسلمانانو ته څه پیغام لرئ ، هیله کوو چې راسره شریک یې کړئ .

ځـــواب :

تاسو له ماغوښتنه وکړه چې مسلمانانو وروڼو ته خپل پیغام ورسوم ، باید ووایم چې زه کوم شخصي پیغام دوی ته نه لرم ، زه غواړم د یوداسې ادارې دمشر په صفت چې دلسګونو زرو مجاهدینو ، معیوبینو ، زخمیانو ، بندیانو ، مهاجرینو ، یتیمانو ، کونډو او محتاجو خلکو کفالت او مالي اکمال ور له غاړې دی ، غواړم خپل مسلمان امت ته یوازې دالله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم پیغام ورپه زړه کړم ، چې الله تعالی دانفاق في سبیل الله په باره کې څه وایي او مسلمانان په داسې حالاتو کې په څه مأموروي .

الله تعالی په قرانکریم په بیا بیا د جهاد بالمال ذکر کړی دی ، او مسلمانان یې په دې مأمور کړي دي ، چې د ځان غوندې په خپل مال سره هم جهاد وکړي ، او حتی په اکثرو مواردو کې یې جهاد بالمال له جهاد بالنفس نه مقدم ذکر کړی دی ، لکه الله تعالی فرمایي (انْفِرُوا خِفَافاً وَثِقَالاً وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ) (التوبة:41 ) تاسو که سپک یاست یا درانه یاست دالله تعالی په لاره کې ووزئ او جهاد وکړئ په خپلو مالونو او ځانونو سره .

علماء کرام فرمایي چې دجهاد بالمال دتقدیم وجه په جهاد بالنفس باندې داده ، چې یو خو مال په اکثرو خلکو ډیر ګران وي ، نو ډیر ګران شی صدقه کول لوی اجر لري ، او بله داچې اکثره وخت مجاهدین مالي امکاناتو ته ډیر ضرورت لري او ډیر محتاج وي ، دهمدې ډیراحتیاج له امله الله تعالی خلک لومړی په جهاد بالمال مأمور کړي دي ، لکه وړاندې چې وویل شول نن سبا داسلامي امارت مجاهدین له مالي اړخه له ډیرو مشکلاتو ، موانعو او فشارونو سره مخامخ دي ، له همدې امله جهاد بالمال ته ډیر ضرورت شته ، او په هر وس لرونکي مسلمان دا لازمه ده چې یوه برخه مال داعلاء کلمة الله په لاره کې مصرف کړي .

د جهاد بالمال او انفاق في سبیل الله دفضائلو په برخه کې دومره زیات ایتونه او احادیث راغلي دي ، چې د ټولو ذکر شاید دلته ممکن نه وي ، الله تعالی فرمایي :

یا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون. . الصف – ۱۰ – ۱۱ آیتونه

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ آیا تاسو ته داسې تجارت درو ښیم چې تاسو له دردناک عذاب څخه خلاص کړي ، په الله تعالی او دهغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان راوړئ او دالله تعالی په لاره کې په خپلومالونو او ځانونو سره جهاد وکړئ ، دا ستاسو لپاره خیر دی که پوهیږئ !

دغه راز دانفاق في سبیل الله په باره کې الله تعالی فرمایي چې الله تعالی به د صدقه شوي مال په عوض صدقه کوونکي ته څو برابره اجر ورکړي الله تعالی فرمایي (مَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (261)﴾ (البقرة). هغه څوک چې دالله تعالی په لاره کې مال مصرفوي مثال یې داسې دی لکه یوه دانه چې اوه وږي راشنه کړي ، او په هر وږي کې سل دانې وي ، دالله تعالی چې چاته خوښه شي اجر یې زیاتوي ، الله تعالی پراخوونکی داجر او علیم دی .

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان دجهاد بالنفس او جهاد باللسان غوندې په جهاد بالمال هم مأمور کړي دي ، او په یوه حدیث شریف کې فرمایي ، چا چې یو مجاهد مجهز کړ ، یعني دجهاد اسباب یې ورته تیار کړل ، په حقیقت کې ده په خپله غزا وکړه .

نو مسلمانانو وروڼو ته باید ووایم ، چې په افغانستان دغربي کفري یرغلګرو حمله کوم عادي ددوو ملکونو جنګ نه دی ، غربیان خپله دا د تمدنونو ټکر بولي ، دوی غواړي ، ددې اسلامي هیواد په لاندې کولو سره د درستې اسلامي نړۍ په زړه کې سنګر ونیسي ، له همدې امله څرنګه چې دا دعقیدې جنګ دی ، په هرمسلمان باندې دمجاهدینو ملاتړ لازم دی ، لکه څنګه چي کفار دنړۍ له ګوټ ګوټ نه له مختلفو ممالکو څخه خپلې مالیې په دې جنګ کې لګوي ، دجنګ دمصارفو پوره کولو لپاره په رسمي کچه بسپنې کوی ، پیسې راټولوي او بیا یې په خپلو عسکرو او اجیرو غلامانو مصرفوي ، مسلمانان هم باید داسې احساس ولري ، باید دخپل مال یوه برخه ددین په لاره کې مصرف کړي ، ترڅو په دې توګه په جهاد کې دشرکت شرف وګټي ، هغه جهاد چې که څوک په کې په یوه شکل هم شرکت ونه کړي ، نو منافق بلل کیږي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ، من مات ولم یغزو ولم یتحدث به نفسه مات علی شعبة من نفاق .

څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې نه جهاد وکړي او نه یې احساس ولري ، نو داسړی په یو ډول دنفاق مړشوی دی .

نو مسلمانان وروڼه باید په اسلامي احساس راوړاندې شي ، او دخپلو مجاهدینو ، اسیرانو ، یتیمانو او نورو مستضعفینو مرسته وکړي .                                  

والسلام

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د