ټولنیزه برخه

غواړم پرمختګ وکړم خو… سریزه

لیکواله: ډیوه «همت لور»

مخکنۍ خبري

الْحَمد لله رب الْعَالمين وَالصَّلَاة وَالسَّلَام على سيدنَا مُحَمَّد وَآله وَصَحبه أَجْمَعِينَ أَمَّا بَعْدُ:

لکه  څنګه چي پوهيږو   اوسمهال  زياتره  د ځوانانو له خولې اورو چي  وايي: ” زه په  دې کار کي بريالى کېداى نه سم.  هيڅ مي کار نه جوړيږي. ورځ تر بلي  وروسته پاته کېږم. له ژونده خسته سوى يم. تر ماتي  وروسته ژوند راته  نفس تنګه سوى دى. زه پرمختګ نه سم کولاى. هرځل د ماتي سره مخامخ کېږم.کارکوم خو وړاندي نه ځم…؟“.

اما زه لومړى  د دې  ډول  ځوانانو  لپاره دا آيت شريف د دليل په توګه وړاندي کوم:

﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ﴾[ الرعد: ١٣/ ١١]

ژباړه: په تحقيق سره الله تعالى په يوه قوم کي بدلون نه راولي، تر څو چي هغوى په خپلو ځانونو کي بدلون نه وي راوستلى.

او بيا  ورته وايم: د اسلام سپېڅلى دين د لوى څښتن جل جلاله له خوا تر الى ماشاء الله پوري ساتلى او ورځ تر بلي لا  نور هم  پياوړى کيږي. څنګه چي ځوانان د انساني ټولني متحرک ځواک باله سي،  نو دا سپېڅلى دين تل د ځوانانو له خوا د هغه پرمنلو سربېره، خپور سوى هم دى.

که قرآن کريم ته ځېرسو، نو راته جوته به سي چي ابراهيم عليه السلام هم له ځوانانو څخه وو  چي د بتانو په ماتولو سره يې په  نړۍ کي يو اوښتون رامنځته کړ. د هغه زوى اسماعيل عليه السلام هم ځوان وو چي د لومړي ځل لپاره د لوى څښتن تعالى په لارکي قربانۍ ورکولو ته چمتو سوى وو. اصحاب کهف هم ځوانان وه ، چي د طاغوتانو په وړاندي يې د لومړي ځل لپاره خوځښتونه رامنځته کړي وه. موسى عليه السلام هم ځوان وو، چي  د فرعون په وړاندي يې مبارزې پيل کړې او پاى يې ماته ورکړه. يوسف عليه السلام هم ځوان وو، چي د فساد او فحشا د مخنوي لپاره او د خپل  نفس د ساتني لپاره يې بند قبول کړ، خو د زليخا شومي موخي ته تسليم نه سو. او رسول الله  صلي الله عليه وسلم هم ځوان وو چي په څلوېښت کلنۍ کي چي  د کمال او ځوانۍ عمر دى، په پېغمبرۍ مبعوث سو او د اسلام د سپېڅلي دين د خپرېدو لپاره يې داسي بې ساري  هلي ځلي وکړې، چي کفار ګوته په خوله ورته پاته دي.

هر څونه چي قرآن کريم او د نړۍ تاريخ  مطالعه کوو، راته څرګنديږي به چي  په  هر پېرکي لومړى ځوانانو د اسلام د سپېڅلي دين احکامو او تشريعاتو ته غاړه ايښې ده. دا هم جوته سوې ده چي د اسلام په لار کي لومړني هجرت کوونکي هم ځوانان وه. په دار الارقم نومې سيمه کي د اسلام د دين د منلو په تور بنديان هم ځوانان وه.

د جهاد په ډګرکي د الله اکبر په ويلو سره د کفارو په وړاندي د زمريانو په شان جنګياليان او په دې لارکي شهيدان هم زياتره ځوانان وه.رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

« لا تزولُ قَدَمَا عبدٍ يومَ القيامةِ حتَّى يُسألَ عن أربعٍ عَن عُمُرِه فيما أفناهُ وعن جسدِهِ فيما أبلاهُ وعن عِلمِهِ ماذا عَمِلَ فيهِ وعن مالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وفيما أنفقَهُ ».

ژباړه: د قيامت په ورځ به د هيڅ بنده پښې له خپله ځايه پورته  نه سي، تر څو چې د څلورو شيانو پوښتنه ځني ونه سي: له عمر څخه به يې پوښتنه وسي چي په څه کي يې تېر کړی وو، او د بدن په اړه به يې پوښتنه وسي چي په څه کي يې په کار اچولی وو. او د علم په اړه به يې پوښتنه وسي چي څونه عمل يې په کړی وو او د مال په اړه به يې پوښتنه وسي چي له کومه يې پیدا کړی وو او پر څه يې لګولی وو.

حقيقت  هم دا دى چي ځوانان د نورو په پرتله ډېر مسؤوليتونه لري ، داځکه چي يوه ټولنه تر نورو  ډېرځوانانو ته هيلي او اميدونه لري. نو که يو ځوان لومړى ځان او بيا خپل  مسؤوليتونه وپېژني او د تېرو اتلانو، مجاهدينو، عالمانو او د احساس د څښتنانوکړنلار خپله کړي، هلي ځلي وکړي، زيار وباسي ، نهيلى نه سي او  هغه شرطونه او اصول چي انسان تر برياليتوب پوري رسوي، په نظرکي ونيسي. نو ان شاء الله ډېر ژر به له دې نهيلۍ، خستګۍ ، ناکامۍ او ترنګلي حالت څخه ووزي او يو ځل بيا به د اسلام سپېڅلى رپى د الله اکبرپه ويلو سره د نړۍ په ډېرو ځايونو کي پورته سي  او ټول مسلمانان او افغانان به د يوه اسلامي او ملي وحدت او د سوکالۍ د رپي تر سيوري لاندي، د اسلامي عدالت په رڼا کي ژوند کول پيل کړي. لوى څښتن جل جلاله دي ډېرژر دا حالت په موږ و ويني. آمين.

په درنښت

ډېوه « همت لور» همت ټاټوبى، کابل

د ١٣٩٣ لمريز کال د لېندۍ ٨مه

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x