پرخپلي ځوانۍ او توانمندۍ باور وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

په ژوند کي د برياليتوب د لاسته راوړلو او پرمختګ کولو لومړى شرط، پرخپلي ځوانۍ او توانمندۍ  باور درلودل دي. ترڅو پوري چي يو ځوان خپله توانايي او د لوى څښتن تعالى له خوا ورکړل سوى ځواک ونه پېژني،  هغه پر ځان باور نه سي کولاى. په ځانګړې توګه ځواني چي د ځواک، خوځښت، توان، قدرت او احساساتو دوره ده.

په دې اړه د اسلام نامتو عالم يوسف قرضاوي وايي:

”د ځوانۍ دوره د توان ، شور،  فعاليت دوره ده . ځکه ځوانۍ د انسان نيمى  عمر دى  او  هر شى چي  نيمي ته ورسيږي ، هغه غوره وي. لمر هغه وخت ډېره تودوښه او رڼا کوي،کله چي د ورځي په نيمى کيد آسمان زړه ته ورسيږي“.

څنګه چي ځوانان د انساني ټولني متحرک ځواک باله سي، ځکه نو داسلام سپېڅلى دين تل د ځوانانو له خوا پر منلو سربېره، خپور سوى هم دى. هم دا ځوانان وه چي د تاريخ په اوږدو کي یې تل د دې دين منلو ته وردانګلي او د شيطاني ځواکونو په وړاندي يې د هغه له سپېڅلو ارزښتونو څخه  ننګه کړې ده. که  قرآن کريم ته ځېر سو،  نو راته جوته به سي چي ابراهيم  عليه السلام  هم له ځوانانو څخه يو تن وو چي د بتانو په ماتولو سره يې په نړۍ کي يو اوښتون رامنځته کړ. د هغه زوى اسماعيل  عليه السلام  هم ځوان وو چي د لومړي ځل لپاره يې د لوى څښتن تعالى په لارکي قربانۍ ورکولو ته چمتو سوى وو. اصحاب کهف هم ځوانان وه، چي د طاغوتانو په وړاندي يې د لومړي ځل لپاره خوځښتونه رامنځته کړي وه. موسى عليه السلام هم ځوان وو، چي د فرعون په وړاندي يې مبارزې پيل کړې او پاى يې ماته ورکړه. يوسف  عليه السلام  هم ځوان وو، چي د فساد او فحشا د مخنوي لپاره او د خپل  نفس د ساتني لپاره يې بند قبول کړ، خو د زليخا شومي موخي ته تسليم نه سو  او رسول الله صلي الله عليه وسلم هم ځوان وو چي په څلوېښت کلنۍ کي چي دکمال او ځوانۍ عمردى، په پېغمبري مبعوث سو او د اسلام د سپېڅلي دين د خپرېدو لپاره يې داسي بې ساري هلي ځلي وکړې، چي هڅو ته يې کفار ګوته په خوله پاته دي.

هر څونه  چي قرآن کريم  او  د نړۍ تاريخ مطالعه کوو، راته  څرګنديږي به چي په هر پېرکي لومړى ځوانانو د اسلام د مقدس دين احکامو او تشريعاتو ته غاړه ايښې ده. دا هم جوته سوې ده چي د اسلام په لارکي لومړني هجرت کوونکي هم ځوانان وه. په دار الارقم نومي سيمه کي د اسلام د دين د منلو په تور بنديان هم ځوانان وه. د جهاد په ډګرکي د الله اکبر په  ويلو سره د کفارو په وړاندي د زمريانو په شان جنګياليان او په دې لارکي شهيدان هم زياتره ځوانان وه.

ځوانان وه  چي د اسلام پيغام يې د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسولى دى او په دې لار کي د هغو  همت او غيرت نه مادياتو ماتولاى سواى او نه شاهي تخت او تاج پر شا کولاى سواى. ځوانان وه چي تر هر څه يې ځان د اسلام په وړاندي مسؤول ګاڼه او  خپل ټول ژوند يې د اسلام د چوپړ لپاره وقف کړى وو.

د اسلام له تاريخ څخه  نيولې،  بيا تر نن ورځي پوري په  هره ټولنه کي د همدې ځوانانو له خوا بدلونونه رامنځته سوي دي. همدا ځوانان وه چي د لومړي ځل لپاره يې اسلام منلى دى. ځوانان وه چي جهاد يې اعلان کړى دى. ځوانان وه چي له رسول الله  صلي الله عليه وسلم څخه د زده کړو د تر لاسه کولو  وروسته يې اسلام د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسولى دى. ځوانان وه چي د  هري زمانې د فرعون په وړاندي يې مبارزې کړي دي. ځوانان وه چي د کفري طاغوتانو په وړاندي يې سرښندني کړي دي. راځئ په دې اړه  د قرآن کريم څو آيتونه مطالعه کړو. لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿  فَمَا آمَنَ لِمُوسَىٰ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَىٰ خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿٨٣﴾  ﴾[ يونس:١٠/٨٣]

ژباړه: نو پر موسى د ده د قوم له يو څو تنو ځوانانو پرته بل چا ايمان رانه وړ.(هغه هم) د فرعون او د هغه د قوم د مشرانو له بيري.

همداراز د اصحاب کهف په اړه لوى څښتن تعالى په قرآن کريم کي فرمايلي دي:

﴿  نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى ﴿١٣﴾ ﴾ [کهف:١٨/١٣]

ژباړه: موږ  په رشتيا سره تاته د دوى کيسه کوو. بې شکه چي دوى داسي ځوانان وه ، چي پرخپل رب يې ايمان راوړى وو او موږ دوى ته لارښوونه زياته کړه.

د ابراهيم عليه السلام په اړه لوى څښتن جل جلاله فرمايلي دي:

﴿  قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ ﴿٦٠﴾ ﴾ [ الانبياء:٢١ /٦٠]

ژباړه: (ځينو خلکو) وويل: موږ   اورېدلي دي چي یوه ځوان چي ابراهیم ورته وايي دغه بتان په بدو یادول.

له پورتنيو سپېڅلو آيتونو څخه څرګنديږي چي په هره زمانه کي ځوانان  د خپل توان او قدرت په درلودلو سره د کفر او باطل په وړاندي جنګېدلي دي او په پرله پسي توګه يې مبارزې کړي دي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم دعا کړې وه چي:

«اللَّهُمَّ أَعِزَّ الْإِسْلَامَ بِأَحَبِّ الرَّجُلَيْنِ إِلَيْكَ، بِعُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ أَوْ بِأَبِي جَهْلِ بْنِ هِشَامٍ ».

ژباړه: اى ربه! له عمر بن خطاب او ابو جهل بن هشام څخه هر يو چي تاته ډېر نژدې او غوره وي ، د هغه په مرسته اسلام ځواکمن کړې.

رسول الله  صلي الله عليه وسلم دا دعا ځکه د عمر بن خطاب رضي الله عنه او ابو جهل په اړه کړې وه، چي هغوى په هغه وخت کي ډېر ځواکمن ځوانان وه.او کولاى يې سواى چي په خپل توان او قدرت سره اسلام ځواکمن کړي.

همداراز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ».

ژباړه: د لوى څښتن تعالى په وړاندي ځواکمن مومن ترکمزوره مومن غوره دى او په هريوه کي خير دى.

د اسلام د تاريخ تر څنګ که د اروپا تاريخ مطالعه کړو، هلته هم په زياترو  هيوادونو کي د ځوانانو له خوا اوښتونونه رامنځته سوي دي. د بېلګي په توګه: د فرانسې اوښتون، د المان اوښتون، د روسيې اوښتون او په داسي نورو اروپايي هيوادونو کي هم ځوانانو اوښتونونه رامنځته کړي دي.

د اخوان المسلمين د ګوند بنسټ ايښوونکى حسن البنا رحمة الله عليه دوه ويشت کلن ځوان وو چی د دغه ګوند بنسټ يې کښېښود. په نړۍ کي د اسلامي ویښتابه رامنځته کوونکى هم ځوان  سيد جمال الدين افغان رحمه الله وو. د روسانو، انګليسانو او نورو کفارو غرور هم دې ځوانو مجاهدينو مات کړى دى.په ميوند کي د کفارو په وړاندي د مسلمانانو د غيرت او ولولو راپارونکې هم پېغله ملاله وه.

د اسلام په تاريخ کي راغلي دي چي کله اسامه بن زيد رضي الله عنه  د نولسو کالو سي،  رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه د لښکر مشر وټاکي او  هغه هم يو داسي لښکر وو،  چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ډېرستر ستر صحابه پکښي موجود وه . رسول الله صلي الله عليه وسلم د اسامه د شخصيت په اړه فرمايلي دي:

هغه د لښکر د مشر تابه لپاره پيدا سوى دى.يعني د مشرتابه وړتيا لري.

همداراز سلطان محمد فاتح د درويشتو کالو په عمر وکولاى سواى چي قسطنطنيه فتح کړي. نو اى ځوانه! ته  هم يو ځل  بيا کولاى سې  چي د نړۍ د خلافت واګي ترلاسه کړې او پر نړۍ حکومت وکړې، خو په دې شرط چي خپل ځواک او توان وپېژنې او په اخلاص او صداقت سره په عمل کي کار وکړې.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د