ټولنیزه برخه

خپل مسؤوليت و پېژنئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب او پرمختګ بل  مهم شرط خپل مسؤوليت پېژندل دي. هر انسان ته ښايي  چي تر هرڅه  دمخه  لومړى خپل مسؤوليتونه و پېژني او تر هغه وروسته دي ځان د ټاکلي کار لپاره مسؤول وګڼي او په هڅي او زيار سره دي ځان د برياليتوب تر پوله ورسوي. هسي خو په نړۍ کي هيڅ  انسان بې مسؤوليته نه دى پيدا سوى او  هر انسان مسؤول دى.په دې اړه لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ •إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا ﴾[ النساء:٤/٥٨]

ژباړه: بې شکه الله تاسي ته حکم کوي چي امانتونه د هغو څښتنانو ته وسپارئ.

په اسلامي شريعت کي د امانت کلمه ډيري معناګاني لري، چي يو له هغو څخه دلته  امانت د مسؤوليت په معنا هم دى. يعني انسان چي په  هره برخه کي کار کوي، لومړى بايد  خپل مسؤوليت وپېژني او په امانتداري سره دي هغه کار پاى ته ورسوي.

که چيري  هر انسان خپل مسؤوليتونه و پېژني او ځان مسؤول وګڼي، نو هغه هيڅ کله  لاسونه په جېبونو کي اچولي نه ګرځي او هر وخت د هغه وجدان  هغه د کار کولو لور ته هڅوي. له بده مرغه زموږ  په ټولنه کي زياتره کسان خپل ځان او مسؤوليت نه پېژني. د هيڅ شي په اړه ځان مسؤول نه ګڼي،  يوازي خوري، څښي، بيديږي او په تفريح  او ټوکو ټکالو کولو سره خپل وخت تېروي.

په دې اړه د اسلام ستراستازي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ قَالَ وَحَسِبْتُ أَنْ قَدْ قَالَ وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي مَالِ أَبِيهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ».

ژباړه: ستاسي  هر يو سرپرست او څارونكى دى. او ستاسي له هر يوه څخه د هغو کسانو په هكله پوښتنه كيږي چي ستاسي تر سر پرستۍ او څارني لاندي دي. واکمن د هغو کسانو څارونکى دى ، چي

د ده تر واک لاندي دي، له هغه څخه د  هغو په  هكله پوښتنه كيږي. خاوند د خپلي كورنۍ څارونكى دى، له هغه څخه د هغه د کورنۍ د غړو  په  هكله پوښتنه كيږي. ښځه د خپل خاوند د كور او كوچنيانو څارونكې ده،  له هغې  څخه  د هغې د کور او کوچنيانو په هکله پوښتنه کيږي. مريى او مزدور د  هغه چا د مال او شتو څارونکى دى چي کار ورته کوي او د هغو په اړه پوښتنه ځني کيږي. زوى د پلار د مال او شتو څارونکى دى او  د هغو په اړه پوښتنه ځني کيږي. نو په تاسي كي هريو څارونكى دى او له ټولو څخه د هغو خلكو په هكله پوښتنه كيږي، چي ستاسي ترڅارني لاندي دي.

ويل کيږي چي شهيد امام حسن البنا رحمة الله عليه ته وويل سوه:

” ته څه وخت بيدېږې؟“ هغه جواب ورکړ:” دعوت او مسؤوليتونه دونه ډېرسوي دي چي خوب ته يې لږ وخت را پرې يښى دى. زما مسؤوليتونه تروخت ډېر دي“ (  ).
د امام محمد  رحمة الله عليه په ژوند ليک کي راغلي دي چي ده

د خلکو په وړاندي دونه ځان مسؤول ګڼى ،  چي شپه او ورځ به يې دين ته د چوپړ وهلو په موخه علم تر لاسه کاوه او نورو ته به يې ښووى. وايي چي د اوړي په موسم کي به يې د ډيري تودوښي له امله تشت ځان ته له اوبو  ډک کړ.کله چي به يې ډېره ګرمي  وسوه،  نو په هغو اوبو به يې ځان لنداوه. ده د خپل مسؤوليت په هکله فرمايلي دي:

” كيف أنام وقد نامت عيون المسلمين تعويلاً علينا؟ وهم يقولون: إذا وقع لنا أمر رفعناه إليه فيكشفه لنا.فإذا نمنا ففيه تضييع للدين“ .

ژباړه: زه څنګه بيدېدلاى سم، په داسي حال کي چي خلک په دې باور بيديږي چي وايي که چيري د کومي ستونزمني مسئلې سره مخامخ سوو، نو هغه به امام محمد ته وړاندي کړو ، هغه به دا ستونزه را حل کړي.که چيري زه هم بيده سم، نو دا به دين ته تاوان وي او د خلکو په حق کي به مي ظلم کړى وي.

نو اى ځوانه ! نن  هم وخت سته خپل مسؤوليتونه وپېژنه او په هڅي او زيار سره کار وکړه. ځکه ته کولاى سې چي د خپل مسؤوليت په پېژندلو سره يو ځل بيا امام محمد او حسن البنا را ژوندي کړې.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x