نړۍ

يوه مسلمانه کورنۍ له امريکايي الوتکې وشړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا يونايټيډ هوايي شرکت الوتکې عملې يوه مسلمانه کورنۍ د امنيتي ستونزو په تور له الوتکې کوزه کړې ده.

دغه کورنۍ عربي الاصله مسلمانان دي او له شيکاګو واشنګټن ته روانه وه. دغه کورنۍ وايي، چې د الوتکې عملې دوی سره «وحشي توکميز چلند» کړی او له ياد شرکته يې غوښتنه کړې، چې له دوی بښنه وغواړي.

د کورنۍ مور د هغې صحنې ويډيويي انځور اخيستی، چې د الوتکې پيلوټ د امنيتي ستونزو په بهانه دوی له الوتکې کوزوي.

د يونايټيډ هوايي شرکت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د پېښې اصلي لامل دا و، چې دغه الوتکه کې د ماشومانو لپاره خوندي څوکۍ نه وې او بله الوتکه کې دغې کورنۍ ته د تلو اجازه ورکړل شوې او بښنه يې هم ترې غوښتې ده.

د يونايټيډ ايرلاين د عملې دغې کړنې د ټولنيزو شبکو  د فعالانو غبرګونونه راپارولي او  د څو ساعتونو په ترڅ کې له دوو ميليونو زياتو کسانو د يادې مسلمانې کورنۍ له لوري خپره شوې ويډيو کتلې او له ۳۸ زرو زياتو کسانو شريکه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x