ټولنیزه برخه

په ژوند کي يوه موخه وټاکئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

که څوک غواړي چي په ژوند کي بريالى سي او پرمختګ وکړي، بايد د ځان لپاره يوه موخه وټاکي.که انسان هغه موخي ته رسيږي که نه رسيږي،  هغه د ده کار نه دى . خو موخه بايد وټاکئ.ځکه که  انسان په لوړه درجه  څه ترلاسه نه کړي، تر هغه يوه درجه کښته  هرومرو تر لاسه کوي. خو که څوک په ژوند کي هيڅ موخه ونه لري  هغه په ژوند  هيڅ کارته لاس نه اچوي او نه کوم مقام ته رسيږي. انسان چي په ژوند کي موخه لري، نو هغه هرکار په ډېرزيار او اخلاص سره تر سره کوي.

ځکه  هغه يو  هدف لري او غواړي چي تر هغه پوري ځان ورسوي. انسان بايد لومړى يو منزل وټاکي، بيا د هغه پرلور روان سي. پرته له منزل ټاکلو څخه بې هدفه روانېدل انسان  هيڅ ځاى ته نه رسوي. خو له بده مرغه نن ورځ موږ وينو چي ډېر انسانان يوازي خوري، څښي، بيديږ ي  او  نورکارونه تر سره کوي چي دې ته موږ  موخه يا هدف نه سو ويلاى . بلکي  دې ته موږ د ژوند يو جز يا اړتيا وايو.  انسان بايد پرته له دې کارونو څخه يوه ټاکلې موخه ولري. لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴿١١٥﴾ [ المومنون:٢٣/١١٥]

ژباړه: تاسي ګومان کوئ چي  موږ تاسي چټي او بې معنا پيدا کړي ياست او بيا به موږ ته نه راګرځول کېږئ؟

کله چي عبدالرحمن الداخل چي په شاهين قريش نامتو دى، د عباسيانو له لاسه اندلس ته ولاړ سي، هلته ده ته يوه  ډېره ښايسته مينځه د ډالۍ په توګه وړاندي سي. کله چي  دى مينځي ته وګوري، نو ووايي: ”دا پېغله د هر چا په سترګو او  زړه کي ځاى نيسي. او که چيري زه دې ته پاملرنه  ونه کړم او په خپلي موخي پسې ولاړ سم، نو دا به د هغې سره لويه جفا وي او که  هغې ته پاملرنه وکړم، نو د خپل  همت سره به مي جفا کړې وي. د اوس لپاره زه دې پېغلي ته اړتيا نه لرم“. د دې په ويلو سره دى هغه مينځه بيرته د هغې خاوند ته ورکړي او ولاړ سي.

د صلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه په اړه راغلي دي چي  هغه د دې لپاره چي د مځکي له مخ څخه د صليبيانو  د ناپاکۍ سيورى پاک کړي، د اسلام د بري او حمايت لپاره جهاد کولو ته ملا وتړي. د لوى څښتن تعالى سپېڅلې مځکه د صليبيانو څخه پاکه کړي او دا يې د خپل ژوند يوه موخه ګرځولې وه.

دامريکې  او نورو  هيوادونو  په ښوونځیو کي په اوونۍ کي يو ځل  هغو زده کوونکو ته چي عمرونه يې د اوو کالو په شاوخوا کي وي ، د ځينو مهمو مسایلو  لپاره وخت ورکول کيږي . پوهېږئ چي هغه مهم مسایل  څه دي؟ هغه په ژوند کي يوه  ټاکلې موخه درلودل دي.

طبيعي خبره ده چي په دې  عمرکي کوچنيان د موخي مفهوم په ښه توګه نه درکوي. خو د هغو ښوونکي هڅه کوي چي زده کوونکي ته له کوچنيوالي څخه د موخي مفهوم ور وښیي. په اوونۍ کي يوه ورځ د موخي د مفهوم د پوهېدو او د هغه اړوندو مسایلو لپاره ټاکل کيږي، څو د کوچني په ذهن کي د موخي په نامه يو مفهوم ځاى پرځاى سي.

هر انسان ته ښايي چي ژوند د يوې موخي لپاره وکړي. هغه کسان چي پرته له موخي څخه په جېبونو کي لاسونه اچولي ژوند تېروي، هغوى ډېر ژر د نورو په جېبونو هم لاسونه ننباسي. په انګليسي ژبه کي يو متل دى:
((Those who don’t know what they want will fall from anything

ژباړه: هغه کسان چي نه پوهيږي چي دوى څه غواړي، هغوى له هري خوا پاته کيږي.

نو اى ځوانه! فکر وکړه او د ځان لپاره يوه موخه وټاکه او د هغې موخي سره سم وړاندي ولاړ سه او هغې ته د رسېدو لپاره هلي ځلي وکړه. بيا وګوره چي څنګه وړاندي ځې او بريالى کېږې.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

دیری خکلی خبری دی کری، هر انسان باید په ژوند کی یو غت هدف وتاکی، او کوشش وکری چی زان خپل هدف ته ورسوی، مونگ افغانان اکثره هدف نه لرو. زه په پوهنتون کی خپلو شاگردانو ته هروخت همدا خبری کوم چی زانونو ته هدفونه وتاکی، هر کله می کوم یو نه پوشته کری چی ستا هدف په دنیا کی سه شی دی؟ چی ته باید سه شی جور شی؟ نو حیران پاتی شی او زما پوشتنه ورته لگه نا اشنا خکاره شی، دپوشتنی جواب نه لری، دسر په خوزولو راته جواب راکری چی همدا می هدف دی چی سبق… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x