ټولنیزه برخه

ټينګ هوډ، اراده او عزم ولرئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب او پرمختګ بل مهم شرط ټينګ هوډ او عزم کول دي. انسان چي  هر کار کول  غواړي ، تر څو پوري چي د هغه په اړه ټينګ هوډ ونه کړي او پر هغه باندي ونه دريږي، پرمختګ نه سي کولاى.په دې اړه لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ﴾[ال عمران:٣/١٥٩]

ژباړه: او کله چي ټينګه اراده وکړې، نو پرالله توکل وکړه.

کله چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم ته  د پېغمبرۍ ستر مقام ور په برخه سو،  نو  هغه د دې ستري فريضې د ادايني لپاره ټينګ هوډ او عزم وکړ او کله چي د هغه اکا ابو طالب د قريشو په غوښتنه د مال او شتو په بدل کي له هغه څخه وغوښتل چي له دې  کارونو  څخه لاس واخلي، نو هغه مبارک تسليم نه سي، بلکي ورته و فرمايي:

«وَاللهِ يا عَمُّ لَوْ وَضَعُوا الشَّمْسَ في يَمِينِي والقَمَرَ في شِمالي ما تَرَكْتُ هَذا الأَمْرَ حَتَّى يُظْهِرَهُ اللهُ أَوْ أَهْلِكَ دُونَه».

ژباړه: اى اکا ! په خداى مي دي  قسم وي، که چيري لمر په راسته لاس کي او سپوږمۍ په چپه  لاس کي راکښېږدي، څو  له دعوت څخه لاس واخلم،  هيڅکله به د هغو غوښتنه ونه منم ، تر څو  يا خداى  مي  په دې لار کي بريالى کړي يا مي هلاک کړي.

د رسول الله  صلي الله عليه وسلم د ټينګ عزم او هوډ  نتيجه وه چي پاى

د اسلام سپېڅلى دين د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورسېدى او تر نن ورځي پوري مسلمانان په وياړي.

د اسلام په تاريخ کي د امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه د دُرو وهلو پېښه  ډېره مشهوره ده.کله چي امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه ترټينګ هوډ او ارادې وروسته په دې ازميښت کي بريالى سو، نو وروسته به يې ځيني وختونه فرمايل چي خداى دي پر ابو الهيثم باندي رحم وکړي.

يوه ورځ د امام حنبل زوی ورته وويل چي دا ابو الهيثم څوک دى چي ته هروخت دعا ورته کوې؟

امام رحمة الله عليه ورته وفرمايل: ته هغه نه پېژنې؟ هغه ورته وويل: نه. نو  ورته  ويې فرمايل:کومه ورځ چي زه په دُرو باندي د وهلو لپاره راوايستل سوم، نو ما وليدل چي د شا له خوا يو سړى زما لمن کشوي.کله چي ما شا ته وکتل ، نو هغه سړي راته وويل: تاسي ما پېژنئ؟ ما ورته وويل: نه. هغه راته وويل: زه  ډېر نامتو جيب وهونکى غل ابو الهثيم يم. په  دولتي دوسیو کي دا خبره حفظ سوې ده چي زه يې په بېلو بېلو وختونو کي اتلس زره دُرې وهلى يم. خو ما د دې پستي دنيا لپاره د شيطان پراطاعت باندي استقامت او ټينګار وکړ.تاسي خو د دين ديوې ستري موخي او  ارادې لپاره بندي سوي ياست، نو د دُرې وهلو پر مهال د دين لپاره د رحمان له اطاعت او استقامت څخه کار واخلئ. يعني له خپلي ارادې او عزم څخه مه اوړئ.

انسان چي هرکله  ټينګ هوډ وکړي، نو  هرومرو خپلي موخي ته رسيږي يوازي پولادي عزم او اراده انسان د برياليتوب تر پولي  پوري رسولاى سي.

يوه شاعر څه ښه ويلي دي:
لکلٍ الی شاؤ العُلی حرکاتٌ        و لکن قليل فی الرجال ثبات

ژباړه: هر څوک د ستر مقام د لاسته راوړلو لپاره څو ګامه اوچتولاى سي ، خو  هغه څه چي په انسانانو کي لږ دي ، هغه استقامت او ثابت پاته کېدل دي.

وايي چي يو وخت يو مسلمان زده کوونکى د زده کړي لپاره لندن ته ولاړ سي. نوموړى ډېر دينداره او مسلمان وو. هغه به هره ورځ په سړه هوا کي سهار وختي را کښېنستى او د لمانځه لپاره به يې په يخو اوبو اودس تازه کاوه. هلته  به يوه زاړه سړي  هره ورځ زده کوونکى په داسي حالت کي ليدى .يو څو  ورځي  هغه صبر وکړ، پاى يوه ورځ  زوړ سړى هغه زده کوونکي ته ووايي چي ته دا هره ورځ سهار وختي څه شي کوې؟ زده کوونکى ورته ووايي: ”زما خداى ماته د دې کار کولو  امرکړى دى“. زوړ سړى ورته ووايي: ” ته په دې سړې هوا کي  هره ورځ اودس تازه کوې ، ته کولاى سې چي دا کار وروسته وکړې“. زده کوونکى ورته ووايي:”د لمونځونو وختونه ټاکلي دي، زما دا عبادت وروسته  نه قبليږي“. د دې په اورېدو سره زوړ سړى سر وښوروي او ووايي: ”دا څنګه پولادي اراده ده، په دې سره خو اوسپنه لا ماتيږي!!“.

وايي چي صلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه به فرمايل:

”زه څنګه وخاندم ، په داسي حال کي چي مسجد الاقصى د دښمنانو په لاس کي دى.زه شرمېږم چي لوى څښتن تعالى ما د خندا په حال کي وويني“.

ايوبي رحمة الله عليه  دا خبره له  دې امله کړې ده چي هغه په ژوند کي يوه موخه درلوده او تراوسه پوري هغې ته نه وو رسېدلى.

داکټر احمد زويل  په ١٩٩٩ م.کال  د نوبل د جايزې ګټونکى سو. هغه به په کوچنوالي کي  د خپلي خوني مخته دکتور ليکل او د هغه پلار به تل هغه ته  په دکتور احمد  ور ناري کول. ځکه هغه له کوچنيوالي څخه دا اراده درلوده او هوډ يې کړى وو چي يو وخت به دکتور کيږي او څنګه چي يې اراده او عزم ټينګ وو، پاى د هلو ځلو په نتيجه کي دکتور سو.

عموريه د روم تر ټولو نامتو ښار وو. معتصم بالله دا ښار فتح کړى دى. د دې ښار د فتح کولو لامل  هم ډېر عجب او اريانونکى دى.  ابن اثير رحمة الله عليه  په خپل نامتو کتاب ” الکامل“ کي ليکلي دي  چي يو  وخت معتصم په خپل دربار کي  ناست وو. په دې وخت کي يو څوک راغى او ده ته يې خبر ورکړ چي  په عموريه نومي ښار کي يوه مسلمانه هاشمۍ ښځه د روميانو سره بندي ده. هغه هره ورځ په چيغو چيغو سره خپل مسلمان خليفه معتصم ته نارې وهي.

کله چي معتصم دا خبر واوري، د لبيک په ويلو سره اراده وکړي او د لښکر د چمتو کولو امر وکړي. هغه وصيت وليکي او د خپل لښکر څخه پوښتنه وکړي چي د روميانو تر ټولو نامتو ښار کوم دى؟ هغوى ورته ووايي: ”عموريه د روميانو يو ډېر نه فتح کېدونکى ښار دى  او تر نن ورځي پوري مسلمانان هغې خواته ورغلي نه دي.

ځکه دا ښار د روميانو لپاره تر قسطنطنيې ور تېر دى“. معتصم د لښکر سره يو ځاى د هغه ښار پر لور روان سي او تر پنځه پنځوسو ورځو محاصرې وروسته يې فتح کړي.

اى ځوانه! د يوه کار د تر سره کولو لپاره ټينګه اراده وکړه او بيا يې مخته بوزه. د ټينګ عزم او  ارادې د څښتنانو  نومونه  په تاريخونو او کتابونو کي ثبت سوي دي. ته هم ځان د هغو په ليکه کي راوله.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x