ټولنیزه برخه

هيڅکله مه نهيلي کېږئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

که څوک  غواړي چي  بريالى  سي او خپلي موخي ته ورسيږي ، هغه  بايد  هيڅکله د لوى څښتن تعالى له دربار څخه نهيلی نه سي. ځکه  نهيلی انسان خپلي اصلي موخه ته له رسېدو څخه راګرځوي او د انسان لپاره د بېلا بېلو خنډونو لامل ګرځي. اميد يو داسي توان دى، چي انسان ډېرو سترو سترو مقامونو ته رسوي او کارکولو او هلي ځلي ته يې هڅوي او د انسان روح او ځان ته نشاط او توان بخښي. لوى څښتن تعالى د نهيلۍ په اړه فرمايلي دي:
﴿ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْقَانِطِينَ ﴾[ الحجر:١٥/٥٥]

ژباړه: نو له نهيلو او مایوسو کسانو څخه مه اوسه.

بل ځاى يې فرمايلي دي:

﴿ وَلَا تَيْأَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴾[ يوسف:١٢/٨٧]

ژباړه: او د الله له پېرزويني څخه مه نهيلي کېږئ.بې شکه چي

د الله له لورېيني څخه له کافرانو پرته ( بل څوک) نه نهيلي کيږي.

نهيلي مړانه او شجاعت له منځه وړي. نهيلي انسان خپل موخي ته له رسېدو  څخه راګرځوي. که چيري د رسول الله صلي لله عليه وسلم سيرت مطالعه کړو،  نو راته  څرګنده به سي چي  هغه مبارک د الهي رسالت د سرته رسولو لپاره په  وارو  وارو  د ډېرو ستونزو سره مخامخ سوى دى، خو بيا هم  هيڅکله  نه دى  نهيلى سوى. کله چي رسول الله صلي لله عليه وسلم او ابو بکر صديق رضي الله عنه مدينې منورې ته  هجرت کاوه او  پر لاري د ثور په غار کي پټ سول،  قريش  چي پر راورسېدل، نو ابو بکرصديق رضي الله عنه د بيري احساس وکړ او رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې وويل چي يا رسول الله ! دوى خو تر دى ځايه پوري راورسېدل. خو رسول الله  صلي الله عليه وسلم نهيلى نه سو او ورته ويې فرمايل: خفه او نهيلي کېږه مه زموږ دوو سره درېيم خداى دى. په قرآن کريم کي په دې اړه لوى څښتن تعالى داسي فرمايلي دي:

﴿  إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ ﴾[ التوبه:٩/٤٠]

ژباړه: کله چي يې خپل ملګري ته وويل: مه خفه کېږه ، بې شکه الله زموږ سره دى.

کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات سو، ټولو صحابه وو خپل هوښ او حواس له لاسه ورکړه. د  هيچا زړه دا نه منل چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دي  وفات سوى وي. په داسي اساس حالت کي که چيري ابو بکر صديق رضي الله عنه  نهيلى سوى واى او د نورو صحابه وو په شان په  وير او غم کي ډوب سوی واى، نو څه فکر کوئ چي اسلام به په داسي آساني سره تر موږ پوري را رسېدلى واى؟ ابو بکر صديق رضي الله عنه زړه ته واچول چي صحيح ده چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم وفات سو، خو  هغه  نهيلى نه سو، بلکي نور يې هم د مسؤوليت د ادايني په موخه  ملا وتړل او د نورو د سمبالولو په لټه کي سو او تر رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته يې دا سترمسؤوليت پرغاړه واخيست.

يو شاعرڅه ښه ويلي دي:

هر کرا ياس آمد از چيزى

او از آن چيز گشت مستغنى

باز از بهر جستن آن چيز

نگذرد بر در شريف ودنى

انسان ته ښايي چي هيڅکله نهيلى نه سي. د يوې ستونزي په رامنځته کېدو سره اميد له لاسه ورنه کړي. د لوى څښتن تعالى دربار زموږ او ستاسي تر فکر ډېر لوى دى. دا چي کله به لوى څښتن تعالى زموږ پرمخ  د برياليتوب  او پرمختګ در پرانيزي ، په دې موږ خبر نه يو. د ستونزي په وړاندي خپله اصلي موخه پرېښودل او ماته منل د هدفمند انسان له ځانګړتياوو څخه نه دى.

حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” مَنْ يَئِسَ من شيء استغنى عنه‏ “.

ژباړه: څوک چي له يوه شي څخه  نهيلى سي، ځان له هغه شي څخه بې نيازه ګڼي.

رسول الله  صلي  الله عليه وسلم چي کله طايف ته سفر وکړ، هلته د طايف بدمرغو اوسېدونکو سربېره پر دې چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم بلني ته يې غوږ ونه  نيو، د هغه مبارک د وهلو او له طايف څخه د ايستلو په موخه يې د کلي کوچنيانو ته امر وکړ څو هغه مبارک په ډبرو په وهلو وهلو له طايف څخه وباسي.په روايتونو کي راغلي دي چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ټول وجود په وينو سور اوښتى وو او موچڼي يې له وينو څخه ډکي وې، خو  هغه بيا هم نهيلى نه سو او خپله دنده يې پرې نه ښول او د هغو په حق کي يې د هدايت او خيردعا وکړه.
که چيري هيله او  اميد نه واى، نو فکر وکړئ چي ژوند به څونه تنګ او بې معنا واى. هر چيري چي ستونزي او مشکلات وي، هلته آساني او خوښي هرومرو راځي. له همدې امله لوى څښتن فرمايلي دي:

﴿فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (5) إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا﴾[ الشرح:٩٤/5 – 6]

ژباړه: بې شکه چي د هري ستونزي سره آسانتيا سته،بې شکه چي د دغي ستونزي سره بله آسانتيا هم سته .
په تفسیر یعقوب چرخي کي وايي:کله چي دا آیت نازل سو، رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:تاسي ته زېری درکوم چي يوې سختۍ ته دوې آسانۍ دي. ( ).

شعر:
اذا ضاقت بک البلوی ففکر في الم نشرح
فبعد عسر يسرين اذا فکرته تفرح

ژباړه: کله چي پر تا کړاوونه او مصيبتونه را چاپېر سي او زړه تنګی دي کړي د الم نشرح سوره تلاوت کړه او فکر پکښي وکړه، ځکه چي په هغې کي ويل سوي دي چي تر هري ستونزي وروسته دوې آسانۍ دي.

بل شاعر وايي:

إِشتَدَّي أزمَةُ تَنفَرِجي
قَد آذَنَ لَيلُكِ بِالبَلَجِ

ژباړه: ځان ټينګ کړه! ستونزه به خلاصه سي. شپې دي د سبا راتلو اعلان کړى دى.

امام بخاري  رحمة الله عليه په  بخاري شريف کي يو حديث شريف راوړى دى چي خلاصه يې په لاندي ډول ده:

يو وخت درو  نفرو يو ځاى ته سفر کاوه . هغوى د آرام کولو لپاره په يوه غار کي پټ سي. په دې وخت کي ناڅاپه يوه غټه ډبره له غره څخه را ايله سي چي له امله د غار خوله بنده سي او درې نفره په غار کي بند پاته سي. د دې حال په ليدو سره هغوى يو  بل ته ووايي چي موږ  هر يو به د خپلو  نېکو اعمالو په يادولو سره خداى ته دعا وکړو. يو ووايي: يا  الله! ما به د شپې لومړى  خپل مور او پلار ته   شيدې ورکولې، بيا به خپلو کوچنيانو ته ورتلم. خو يوه شپه پرما ناوخته سو او ما وليدل چي دوى بيده سوي دي. ما هم د شيدو پياله ټوله شپه ګرځول او بيده نه سوم. کله چي سهار هغوى را ويښ سول، لومړى مي  هغو ته  شيدې ورکړې ، بيا مي خپلو کوچنيانو ته ورکړې.که ته پوهېږې چي دا کار ما يوازي ستا د رضا لپاره کړى دى،  نو زما د دې نېک عمل له امله دا ډبره ليري کړه. په دې وخت کي  هغه ډبره د غار له خولې څخه لږ ليري سي ، خو بيا هم وتل شونى نه وو.  بيا بل  نفر دعا وکړي چي اى خدايه زما يوه د اکا لور وه چي پر ما  ډېره ګرانه وه . هغه تر ټولو انسانانو ماته ګرانه وه.يوه ورځ ما له هغې څخه يوه غوښتنه وکړه ، خو  هغې ونه منل. بيا يوه ورځ  هغه ماته راغله. ما هغې ته  يو سلو شل ديناره ورکړل ، څو هغه زما هيله را پوره کړي. هغه راضي سوه .خو کله چي زه د هغې سره يوازي سوم، نو هغې ماته وويل چي زه ستا لپاره حلاله نه يم. نو ما هغه پرېښوول په داسي حال کي چي هغه ماته تر ټولي  نړۍ ګرانه وه  او ما له هغې څخه هغه پيسې  هم وا نه خيستې. نو اى الله! که ته پوهېږې چي دا کار ما يوازي ستا د رضا لپاره کړى دى،  نو ته دا ډبره ليري کړه.  د دې دعا په برکت سره ډبره نوره هم ليري سي ، خو  بيا  هم وتل شونى نه وو. بيا درېيم  تن دعا وکړي چي اى الله! ما د يوه کار لپاره مزدوران  نيولي وه، ټولو ته  مي د هغو مزدوري ورکړل يوازي د يوه نفر مزدوري پاته سوه او  هغه کس پرته د مزدورۍ اخيستو څخه ولاړى. ما هم د هغه دا مال په ګټه واچوى، تر دې چي کله چي هغه تر څه مودې وروسته ماته راغى او د خپلي مزدورۍ غوښتنه يې وکړه ، نو ما ورته وويل چي دا اوښان، بزې او مريى ټول ستا دي.  لومړى خو  هغه فکر وکړ چي زه ټوکي کوم، خو وروسته چي پوه سو، نو خپل مالونه يې يو وړل. نو اى خدايه! که چيري دا کار ما يوازي ستا د رضا لپاره کړى وي، نو دا ډبره ليري کړه. نو په دې  وخت کي  هغه ډبره دونه ليري سي چي درې سره په ډېره آساني سره له هغه غار څخه ووځي او ژوندي پاته سي. ( ).
نظامي ګنجوي څه ښه ويلي دي:

به هنگام سختى مشو نا اميد

کز ابر سيه بارد آب سپيد

ابن مسعود رضي الله عنه فرمايلي دي:

”د انسان هلاکت په دوو شيانو کي دى: په نهيليتوب او ځان خوښونه کي. د نهيلۍ معنا خو  څرګنده ده او ځان خوښونه هغه ته وايي چي انسان يوازي له ځانه راضي وي او په خپلو کارونو باندي مغروره سي“.

امام غزالي رحمة الله عليه فرمايلي دي:

”دا چي ابن مسعود دا دوه لامله يو ځاى راوړي دي، دا د دې لپاره چي نېکمرغي تر هغه وخته پوري نه تر لاسه کيږي، تر څو  هڅه او هاند نه وي ورسره. نهيلى انسان هيڅکله د هڅي او هاند څښتن کېداى نه سي. ځکه د هغه په نظر مراد او  موخه تر لاسه کول ناشونى وي. او  هغه څوک چي ځان خوښوي،  هغه بيا په دې باور وي چي ده ډېرتلاش کړى دى او خپلي موخي او مراد ته رسېدلى دى او نور هڅه نه کوي“.

اى ځوانه! تل  اميدواره اوسه او هيڅکله مه نهيلى کېږه . په ژوند اميد او هيله له لاسه مه  ورکوه. ځکه ستوري په توره شپه کي ښه ځليږي او له تورو وريځو څخه تل سپيني اوبه اوري.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x