ټولنیزه برخه

پرځان اعتماد وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

پر ځان باندي اعتماد کول، د بري موندلو لومړنۍ دروازه ده. هر څوک چي پر خپل ځان باور او اعتماد لري، هغه هيڅکله د ماتي سره نه مخامخ کيږي او تل ځان د بري تر پولي پوري رسولاى سي. هر انسان بايد لومړى پر ځان اعتماد وکړي، ځکه  که ته پر ځان اعتماد ونه لرې، نو بل به پرتا څنګه اعتماد وکړي؟

پر ځان باندي اعتماد انسان ته يو ډول جرائت او ډاډ ورکړي. انسان اړباسي چي  هر کار ته لاس واچوي. د انسان له زړه څخه بېره او وحشت ليري کوي او بالاخره هغه اړباسي ، څو د برياليتوب تر بريده ځان ورسوي.

مارکوني د راډيو مخترع اعلان وکړ چي هغه يوه داسي وسيله کشف کړې ده ، چي د هغه په مرسته پرته له کومي اړيکي څخه کولاى سي چي پېغامونه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ورسوي. خو څو ساعته لا نه وه تېر سوي چي د هغه ملګري راسي او دى  د درملني لپاره روغتون ته بوزي. خو څنګه چي مارکوني پرځان  اعتماد درلود، نو هغه د خپلو  ملګرو په کيسه کي نه سي او خپل کار ته  نور  هم دوام ورکړي. هغه په ١٨٩٦م.کال راډيو اختراع کړي او په ١٩١٠ م.کال يې وکولاى سواى چي پرته له سيم څخه پېغامونه د ايرلينډ او ارژانټين تر منځ  ولېږي. او دى هغه سړى وو چي په لېونتوب متهم سوى وو.

نو اى ځوانه! پر ځان  اعتماد وکړه، د نورو خبرو ته غوږ مه نيسه. ځکه پرځان باندي په اعتماد کولو سره ته يو ځاى ته رسېږې.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x