ټولنیزه برخه

خو هيله بايد شونې وي

لیکواله: ډیوه «همت لور»

هيله او موخه درلودل د انسان د ژوند د بنسټيزو  اصولو څخه بلل کيږي. هر انسان ته ښايي چي ديوه پلان سره سم، د يوې موخي په درلودو سره ژوند مخ ته بوزي. خو موږ بايد دا هېرنه کړو چي دا موخه او  هيله چي انسان يې په ژوند کي لري او غواړي چي تر لاسه يې کړي، بايد شونې وي او د لاسته راوړلو امکانات يې موجود وي.

د انسان هيله او آرزو  بايد معقوله  ساده او آسانه وي او د انسان د وس سره سمه وي. ترخپل وس او توان لوړه موخه ټاکل ، انسان د مايوسۍ سره مخامخ کوي.

هرچاته ښايي چي د خوبونو له نړۍ څخه راووځي او د حقيقت په  نړۍ کي وګوري چي زه په کومه ټولنه کي ژوند کوم، چاپېريال مي له څه جوړ دى.دلته کوم کار شونى او کوم نا شونى دى. کومه هيله چي زه لرم د هغه د سرته رسېدو امکانات سته که يوازي مي هغه يو خيال پاته کيږي.
حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” إن العمل كَثِر، فانظرْ كيف تخرجُ منه“ .

ژباړه: د کار څانګي ډيري دي ، خو د کار د غوره کولو دمخه خپل توان وسنجوئ، چي د دې کار ترعهدې وتلاى سئ که نه؟
يو شاعر وايي:

اى که جويى عمل همى بنگر

تا ز شاخ عمل چه خواهى چيد

راه اندر شدن همى بينى

راه بيرون شدن ببايد ديد

دکتور عائض بن عبدالله القرنى په خپل کتاب ” نهیلی کېږه مه“ کي ليکلي دي:

” اى انسانه! ستا هيله بايد  معقوله وي، ځکه  هيله په درې ډوله وي: محاله، معقوله او ساده“( ).

يو شاعربيا وايي:

وَلاَ تَكُن عَبْد المُنــى فَالْمُنى
رُؤُوس أَمْوَال المَفَالِيس!

ژباړه: د  هيلو  او آرزوګانو  بنده کېږه  مه. ځکه هيلي د مفلسانو پانګه ده.

انسان بايد د خپل  وس او توان څخه لوړه موخه غوره نه کړي. خپله ټولنه، چاپېريال، کورنى ماحول، استعداد او امکانات بايد تل په  نظرکي  ونيسي. زياتره کسان د خپل وس او توان څخه لوړي موخي ټاکي او کله چي هغه ته ونه رسيږي،  نو بيا د نهيلۍ احساس کوي او تل پرېشانه وي. اړين نه دى چي  هرڅوک دي رئيس جمهور سي، يا وزير سي يا د برق يا راډيو مخترع سي. ډېر کارونه دي چي موږ  او تاسي ته په  نظر نه راځي ، خو  ټولنه ډېره اړتيا ورته لري او  وروسته وروسته هغه کار ډېر شهرت تر لاسه کوي.

وايي چي سليپر بوټونه په ناڅاپي توګه د يوه  موچي له خوا  اختراع سول. کله چي يوه موچي بوټونه جوړول، نو د هغه له لاس څخه رينده وښويده او د بوټ يو کونج  په تېروتنه ځني پرې سو .  موچي د هغه پرې سوي ځاى د پټولو لپاره پر هغه ځاى د چرم يوه ټوټه ونښلول او د دې لپاره چي دواړه بوټونه يو ډول سي،   پر  بل  بوټ يې هم يوه ټوټه چرم  ونښلوى او په دې ډول سره يې دې ډول نوي جوړښت بوټونو ته د سليپرنوم ورکړ. ( ).
نو اى ځوانه! په ژوند کي يوه ساده، آسانه او شونې  هيله او موخه ولره او د هغه لپاره هلي ځلي وکړه . د خوبونو او خيالونو له نړۍ څخه راووزه او د حقيقت په ډګرکي يو ساده کارترسره کړه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x