ټولنیزه برخه

تاسي تر هيچا کم نه ياست!

لیکواله: ډیوه «همت لور»

ځان  تر نورو هیڅکله کم او ټيټ مه ګڼئ. هيڅکله د کمۍ او تحقير احساس مه کوئ . او داسي مه ګڼئ چي تاسي تر نورو کم ياست يا تاسي کوم کارونه چي نور تر سره کوي،  نه سئ تر سره کولاى. لوى څښتن تعالى  هر انسان ته د فکر او کار کولو صلاحيت او توان ورکړى دى، دا نو په انسان پوري اړه لري چي څوک له خپل فکر څخه څنګه کار اخلي. لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۗ ﴾[ الرعد:١٣/ ١١]

ژباړه: په تحقيق سره الله تعالى په يوه قوم کي بدلون نه راولي، ترڅو چي هغوى په خپلو ځانونو کي بدلون نه وي راوستلى.

او رسول الله صلي الله عليه وسلم بيا فرمايلي دي:

«كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ »( ).

ژباړه: د  هر کوچني زېږېدنه پر فطرت باندي وي. بيا يې مور او پلار له هغه څخه يهودى يا نصرانى او مجوسى جوړوي.

ويل کيږي چي  مقام او  منزلت د  هر چا په خپل لاس کي دى. که چيري  څوک ځان ستر وګڼي،  هغه ستر کيږي او که ځان ته ارزښت ورنه کړي، هغه به هرومرو خواريږي.

حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” يَا مَعْشَرَ الْقُرَّاءِ، ارْفَعُوا رُءُوسَكُمْ ، لَا يَزِيدُ الْخُشُوعُ عَلَى مَا فِي الْقَلْبِ “ ( ).

ژباړه: اى پوهانو! سرونه مو پورته ونيسئ ( ځان د اهل دنيا په وړاندي خوارمه ګڼئ) ځکه عاجزي په زړه کي وي،  نه د سرپه ټيټولو کي.

سمه ده چي اوسمهال  زياتره کسان نورو ته د هڅوني پر ځاى د کمۍ احساس ورکوي، نه غواړي چي څوک پرمختګ وکړي، وړاندي ولاړ سي يا په ژوند کي بريالي سي، خو کله چي څوک تاسي ته  ووايي چي ته دا کار نه سې کولاى، تاسي په جواب کي ورته و واياست چي زه دا کار کولاى سم او په کولو سره يې ورته ثابته هم کړئ.يوه شاعر څه ښه ويلي دي:

إذا أنْتَ  لم تَعْرِفْ لِنَفْسِك حَقَّها
هَوَاناً بِها كانَتْ على النَّاسِ أَهْوَنَا

ژباړه: که  چيري ته ځان حقير وګڼې، او خپل حق ونه پېژنې، د نورو په وړاندي به ډېرحقير سې.

په ظاهري بڼه هيڅ انسان تر بل  برتري نه لري. لوى څښتن تعالى ټول انسانان يو  ډول پيدا کړي دي .کله چي انسان پيدا سي، نو هغه د مور په نس کي داکټر يا پروفيسرکيږي نه، بلکي وروسته وروسته په هڅه او زيار سره يو مقام ته رسيږي. د خلکو خبرو ته غوږ مه نيسئ، يوازي خپل توان  او استعداد په نظرکي نيسئ.که چيري تاريخ مطالعه کړو، نو وبه وينو چي ډېر عالمان، پوهان او داسي نور بريالي کسان په لومړي سرکي عادي انسانان وه، خو وروسته وروسته سترو مقامونو ته رسېدلي دي.

په ”بستان المحدثين“کتاب کي راغلي دي چي امام مزني د امام طحاوي رحمة الله عليه استاد وو. يوه ورځ امام مزني دطعنې په توګه امام طحاوي رحمة الله عليه ته و وايي:”په خداى مي دي قسم وي، چي ته هيڅ ځاى ته نه رسېږې“.

تر  هغه وروسته امام طحاوي رحمة الله عليه د ابو جعفر بن ابي عمران حنفي رحمة الله عليه په درسي حلقه کي داخل سي او په خپلو  هڅو او زيار سره د فقهي په علم کي ځانګړى مهارت پيدا کړي او د امامت لقب د ځان کړي. نوموړي د حديث، تفسير، عقيدې او نورو علومو په اړه ډېر کتابونه ليکلي دي چي ډېر مشهوره دي.

په يوه روايت کي راغلي دي چي امام ابو حنيفه رحمة الله عليه ابو يوسف رحمة الله عليه  ته په خطاب کي وفرمايل:

” ته غبي وې، خو ستا هڅو او زيار ته له نورو څخه بېل کړې“.

د علامه تفتازاني رحمة الله عليه په اړه راغلي دي:

” دى د زده کړي په لومړيو  وختونو کي  ډېر کمزورى وو. د عضد الدين په درسي حلقه کي تر ده غبي زده کوونکى نه وو. خو ده به د علم د لاسته راوړلو لپاره ډېره هڅه کوله. ډېر کتابونه به يې مطالعه کول. يوه شپه دى يو سړى په خوب و ويني  چي ورته وايي: زما سره د تفريح لپاره راځه. دى ورته  و وايي: زه تر ډېرو هلو ځلو وروسته هم درس نه سم زده کولاى، نو ستا سره تفريح کولو ته څنګه ولاړ سم؟ هغه سړى ولاړ سي، تر څه مودې وروسته بيا ورته راسي او هغه هيله ځني وکړي. خو دى بيا له تلو څخه انکار وکړي. درېيم ځل چي بيا هغه ورته راسي، نو و وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم ته غوښتى يې.کله چي دى دا خبره واوري، نو ژر پورته سي او لڅي پښې د هغه سره رهي سي. دوى له ښار څخه دباندي ولاړ سي.که ګوري چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو سره د يوې غټي وني تر سيوري لاندي ناست دى. رسول الله صلي الله عليه وسلم  ورته و وايي: ما څو ځله ته را وغوښتې، خو ته رانه غلې؟ هغه ورته و وايي: اى رسول الله! زه نه پوهېدم چي تاسي ما غواړئ. بيا دى رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د خپل ذهن د کمزورۍ په اړه يادونه وکړي. رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايي: خپله خوله خلاصه کړه. رسول الله صلي الله عليه وسلم  خپلي ناړي د هغه په خوله کي ورتو کړي او هغه ته دعا وکړي. د دې سره سم لوى څښتن هغه ته ذهانت ورکړي.تر دې وروسته کله چي دى خپل استاد ته ورسي،  نو هلته څو مسئلې ورته حل کړي. نور زده کوونکي د دې په ليدو فکر وکړي چي دا مسئلې به بې معنا او غلطي وي، خو د ده استاد پوه سي او ورته و وايي: اى سعده! نن تا د پخواني سعد څخه ډېر توپير کړى دى“.

دا هغه کمزورى زده کوونکى وو، چي لوى څښتن وروسته د ده د زحمت او هلو ځلو په نتيجه کي د ده پر مخ د علم دروازه پرانيستل او ده د شپاړسو کالو په عمر” تصريف زنجاني“ کتاب شرح کړ. تر هغه وروسته يې د ”مطول“ په شان ارزښتناک  کتاب مطالعه کړ. بيا يې د ”مختصر المعاني“ کتاب ”شرح تلخيص“، ”تلويح“، ”شرح توضيح“، ”شرح عقايد“، ”تهذيب المنطق“ او داسي نور کتابونه شرح او وليکل“ .

پروفيسر البرټ انشټاین( ١٩٥٥- ١٨٧٩ م.کال)، په شلمه پېړۍ کي  د ساينس په برخه کي يو لوى انقلاب رامنځته کړ. خو د هغه د ژوند پيل  ډېر ساده وو . ويل کيږي چي تر درې کلنۍ پوري هغه خبري نه سواى کولاى.  تر نهه کلنۍ پوري  هغه د نورو کوچنيانو په شان يو عادي کوچنى وو. د ښوونځي په دوره کي يو ځل  هغه له ښوونځي څخه ايستل سوى دى، ځکه د ده استادان په دې اند وه چي د ده د کمزورۍ او ټمبلۍ اثر پر نورو زده کوونکو اغېزه ونه کړي. خو تر هغه وروسته دى  هلي ځلي او  هڅه پيل کړي  او پاى هغه ستر مقام ته ورسيږي چي نور کسان په  ډېرتکلیف سره ور رسېدلاى سي. تر هغه وروسته  هغه ډېر نامتو سي،  هغه به زياتره وختونه تر نيمو شپو پوري په خپل کار بوخت وو . په ١٩٣٣م. کال، د هټلر په حکومت کي هغه له جرمني څخه ولاړ سي . هټلرحکم وکړي چي هرچا که ماته
د  البرټ سر راوړى،  هغه ته شل زره مارکه په انعام کي ورکوم. په هغه وخت کي دا ډيري پيسې وې. خو  نوموړي د خلکو په زړونو کي داسي ځاى نيولى وو چي هيڅوک دې کار کولو ته چمتو نه سي.

علامه جاحظ د عربي ژبي يو  ډېر نامتو او ستر اديب تېرسوى دى.

د ده په اړه راغلي دي چي  د نوموړي سترګي له کوچنيوالي څخه کږې وې او  ډېر  بد رنګه  وو. ويل کيږي چي يو  وخت خليفه متوکل غوښتل چي دى د خپلو زامنو لپاره د ښوونکي په توګه وټاکي، خو کله چي هغه وويني، نو بيرته له خپلي پرېکړي څخه واوړي.

وايي چي يوه  ورځ ده ته يوه ښځه راسي او ورته ووايي:” تاسي يو ځل زما سره بازار ته ولاړ  سئ، زه په يوه مسئله کي بنده پاته يم چي هغه يوازي ستاسي په مرسته حلېداى سي“. کله چي جاحظ د هغې سره بازار ته روان سي،  نو هغه ښځه د يوه انځور ګر دکان ته ودريږي او دکاندارته ووايي:” د ده په شان“. د دې په ويلو سره هغه ښځه ولاړه سي. جاحظ چي دا حالت وويني،  نو ډېر پرېشانه سي چي خدايه! دا څنګه مسئله وه چي زما په ليدو سره او د ده په شان ويلو سره حل سوه؟! جاحظ د هغه دکاندار څخه د نوموړي مسئلې په اړه پوښتنه وکړي او په ډېر  ټينګار کولو سره دکاندار ورته ووايي: ” دې ښځي ماته ويلي وه چي د شيطان يو انځور ورته جوړ کړم. نو ما هغې ته وويل چي ماته د شيطان يو انځور را وښيه، څو  هغه ډول يې  درته جوړ کړم. نو  هغې نن ته راوستې چي ماته د ده په شان  انځور را جوړ کړه“.

خو جاحظ د دې  هر څه په ليدو سره نهيلى نه سي او نه د کمښت احساس وکړي، بلکي په پرله پسې  هڅي او زيار سره  په شعر او ادب کي د آسمان د ستوري په شان وځليږي. او د دوو سوو په شاوخوا کي کتابونه وليکي چي په هغو کي” البيان و التبيين“، ” کتاب الحيوان“ او ”کتاب البخلاء“ ډېر نامتو او بې ساري دي.

اى ځوانه! ته تر هيچا کم نه يې. ته اوس هم تر نورو ډېرتوان ، عقل ، فکر، استعداد، وړتيا او ځواک لرې. پاڅه! او د لوى څښتن تعالى له خوا درکړل سوى استعداد او وړتيا  ټولي  نړۍ ته  څرګنده کړه او دا هر څه په عملي توګه په ثبات ورته ورسوه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x