ټولنیزه برخه

د درکړل سوو نعمتونو شکر ادا کړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

که چيري انسان متوجې سي، نو  وبه ويني چي لوى څښتن تعالى هغه ته څونه بې شمېره  نعمتونه  ورکړي دي. د انسان د بدن هر غړى د لوى څښتن تعالى له خوا يو ستر نعمت دى. برياليتوب ته د رسېدو يو مهم شرط دادى چي انسان د څښتن تعالى د نعمتونو شکر ادا کړي چي لوى څښتن تعالى ده ته د کار کولو لپاره لاسونه، پښې ، عقل ، فکر، هوښ او ډېر نور بې شمېره  نعمتونه ورکړي دي.

د اورېدو لپاره يې غوږونه ورکړي دي، د ويلو لپاره يې ژبه ورکړې ده،  د فکرکولو  لپاره يې دماغ ورکړى دى…په دې اړه څښتن تعالى په خپل سپېڅلي کتاب کي فرمايلي دي:
﴿ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴾[ الرحمن:٥٥/١٦]

ژباړه: نو( اى انسانانو او پيرانانو) د خپل رب کوم،کوم نعمت درواغ ګڼئ.

انسان بايد  هر وخت قانع او صبور اوسي. پرته له تلواره څخه بايد  هرکار په کراره سره، خو په پرله پسې توګه مخته بوزي. ډېر انسانان دي چي هر څه کول يې زړه غواړي، خو له بده مرغه دوى له هغو نعمتونو څخه چي لوى څښتن تاسي ته درکړي دي ، بې برخي دي. هيڅکله بې ځايه ګيلې مه کوئ. ډېرشکايتونه مه کوئ، خپل کارکوئ او شکر ادا کړئ.

په يوه حديث شريف کي راغلي دي:

«عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ:الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ».

ژباړه: ابن عباس وايي چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: دوه نعمتونه دي چي  ډېرى خلک د هغه په اړه تېروتلي دي ( هغه يې ضايع کړي دي او ګته يې نه ده ځني اخيستې) هغه روغتيا او فراغت دى.

يو عالم فرمايلي دي:

”هيڅکله مي له زمانې څخه ګيله نه ده کړې او د آسمان له حکم څخه خسته سوى نه يم .خو  يو وخت کله چي مي دواړي پښې لڅي وې او د بوټونو رانيولو وس مي نه درلودى، ډېر خفه وم.په دې وخت کي د کوفې يوه مسجد ته ننوتم .  هلته مي يو سړى په داسي حال کي وليدى ، چي له دواړو پښو څخه بې برخي وو . هغه ګړى مي د لوى څښتن د راکړل سوو نعمتونو شکر ادا کړ.

ځوانانو ته لوى څښتن تعالى يو ستر نعمت ورکړى دى چي هغه ځواني ده. ځکه د ځوانۍ دوره د توان، خوځښت او ځواک دوره ده، چي انسان په دې دوره کي  ډېر سترسترکارونه تر سره کولاى سي او ډېر ژر خپلي موخي ته ځانونه رسولاى سي. هر انسان بايد د لوى څښتن له خوا د ورکړل سوي ځوانۍ شکر ادا کړي.ځکه که
د ځوانۍ عمر تېر سي، بيا نه راګرځي. په دې اړه يوه شاعرويلي دي:

الا لَيتَ الشّبابَ يَعُودُ يَوْماً
فأُخبرَهُ بمَا فَعَلَ المَشيبُ

ژباړه: اى کاش يوه ورځ ځواني بيرته را وګرځي، څو  هغه خبره کړم چي زړښت څه راسره وکړه!

دا شاعر بې چاره خو لا د ځوانۍ په ارمان دى، خو که چيري د زياترو برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه کړو، نو راته څرګنده به سي چي په هغو کي ډېر معيوبه کسان دي چي سترو سترو مقامونو ته رسېدلي دي.

ابن سيده  ” المخصص“  نومى کتاب په داسي حال کي تاليف کړى دى،  چي ړوند وو. د هغه کتاب اوولس ټوکه دى او  هر ټوک يې شاوخوا درې سوه مخونه لري. د ده په شان ډېر نور بريالي کسان سته چي پر معيوبتوب سربېره يې همت له لاسه نه دى ورکړى او سترو مقامونو ته رسېدلي دي.

اى ځوانه! ته خو  شکر د هر ډول نعمتونو څخه برخمن يې.لوى څښتن تعالى  تاته هغه څه درکړي دي، چي زياتره نورکسان ځني بې برخي دي.پاڅه !کار وکړه او د لوى څښتن تعالى شکرادا کړه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x