ټولنیزه برخه

د وخت قدر وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب او پرمختګ له شرطونو څخه يو مهم شرط د وخت قدر کول دي. وخت يو داسي ارزښتناکه مرغلره ده، چي که يې څوک په ارزښت پوه سي او ګټه ځني واخلي، نو انسان سترو سترو مقامونو ته رسوي. د وخت ارزښت له دې څخه معلوميږي چي لوى څښتن په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي په وخت او زمان سره قسم اخيستى دى او فرمايلي يې دي:

﴿ وَالْعَصْرِ ﴿١﴾ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿٢﴾  ﴾[ العصر:١٠٣/١-٢]

ژباړه: قسم دى په وخت ( چي د انسانانو د ژوند پانګه ده) چي انسان خامخا په (هلاکت او) تاوان کي دى.

بل ځاى لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَنْ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴾ [ يونس:١٠ /٤٥]

ژباړه: او  هغه ورځ چي ( الله ) دوى را ټول کړي(دوى به داسي ګومان کوي چي ) په دنيا کي مو له (يوه) ګړي پرته درنګ نه دى کړى. دوى په خپلو کښې يو بل پېژني.

که د تېرو عالمانو، پوهانو او د برياليو او نامتو کسانو ژوند ليکونه مطالعه سي، نو د هغو ټولو د برياليتوبونو تر شا يو راز پټ دى، چي هغه د وخت قدر کول دي. هغه کسان د وخت په ارزښت پوه سوي وه او دا يې درک کړې وه چي تر څو د وخت قدر ونه کړي، په ژوند کي هيڅ برياليتوب نه سي تر لاسه کولاى.  همدا د وخت قدر وو چي له هغو څخه امام غزالي، امام رازي، علامه طبري، امام ابو حنيفه، امام مالک او داسي ډېر نور ستوري جوړ سول.

خو ډېرد خواشينۍ ځاى دى چي اوسمهال زياتره کسان په ځانګړې توګه ځوانان خپل ارزښتناکه وخت چي لوى څښتن د روغ صحت او فراغت سره يو ځاى ورکړى دى، په  بې ځايه خبرو، لوبو،

د ټلوېزيون په کتو او په داسي نورو  بې  هوده کارونو تېروي. او  هيڅ د وخت په ارزښت ځان نه پوهوي. د داسي ځوانانو په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

« إِنَّ اللهَ لَيَعْجَبُ مِنَ الشَّابِّ لَيْسَتْ لَهُ صَبْوَةٌ».

ژباړه:په تحقيق سره لوى څښتن تعالى هغه ځوان  خوښوي، چي د هغه سره لهو لعب، جهل او د ځوانۍ د وختو کارونه ته تمایل نه وي او له انحراف څخه ليري وي.
د انسان عمر ډېر لنډ دى چي د سترګو په رپېدو سره تيريږي او د ځوانۍ دوره چي د کار او زيار دوره ده، بيا بيخي ژر تيريږي چي بيا وروسته  د پښېمانۍ پرته بل څه په لاس نه راځي. د عقل په نزد د انسان عمر تقريبا تر اويا کلونو ډېر نه دى. لوى څښتن چي څه انسانان پيدا کړي دي، په هغو کي يې ځينو  ته لکه نوح  عليه السلام ته نهه سوه پنځوس کاله عمر ورکړى دى. نورو ډېرو انسانانو ته يې د شپېتو کالو په شاوخوا کي عمرونه وکړي دي. چي دغه عمر ډېر ژر د باد غوندي او د سترګي په رپېدو سره تيريږي. په دې اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

« أَعْمَارُ أُمَّتِي مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ، وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ ».

ژباړه: زما د امت عمرونه د شپېتو او اويا کلنو تر منځ دي. ډېر لږ خلک به تردې ډېرعمرونه لري.

يوه شاعرپه ډېر ارمان سره ويلي دي:

الا لَيتَ الشّبابَ يَعُودُ يَوْماً

فأُخبرَهُ بمَا فَعَلَ المَشيبُ

ژباړه: اى کاش يوه ورځ ځوانۍ بيرته را وګرځي، څو هغه خبره کړم چي زړښت څه راسره وکړه!

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ ».

ژباړه: پنځه شيان تر پنځو شيانو دمخه غنيمت وګڼه: ځواني تر زړښت دمخ. روغتيا ترناروغۍ دمخه. شتمني ترمسکنت دمخه. فراغت تربوختيا دمخه او ژوند ترمرګ دمخه.

که چيري د انسان عمر شپېته کاله وي او  هره ورځ اته ساعته په خوب کي تېر کړي، نو  د هغه شل کاله په خوب کي تيريږي. پاته سوه څلوېښت کاله، په دې کلونو کي يې اتلس کلونه دکوچنيوالي دي.په  پاته دوه ويشت کاله کي يې څو کاله د زړښت دي چي په دې حساب يې ډېرلږکلونه د ځوانۍ دي او  هغه هم د باد په شان ژر تيريږي.يو شاعر څه ښه ويلي دي:

وأيامُ الحَداثَةِ فاغْتَنِمْهَا
أَلا إِنَّ الحداثةَ لا تَدُومُ

ژباړه: د خپل کوچنيوالي او نويځوانۍ شپې او  ورځي غنيمت وګڼه. خبر اوسه چي دا ورځي او شپې د تل لپاره نه دي.

ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي:

زه په هيڅ شي دونه نه يم پښېمانه سوى، څونه چي په دې پښېمانه کېږم چي د يوې ورځي لمر ډوب سي،  زما عمر ورسره کم سي، خو عمل مي پکښي ډېر نه سي.

يوه بل شاعر بيا ويلي دي:

بَادِرِ الفُرْصَةَ وَاحْذَرْ فَوْتَهَا
فَبُلُوغُ الْعِزِّ فِي نَيْلِ الفُرَصْ

ژباړه: له وخت څخه ژر ګټه واخله او د هغه د تېرېدو څخه وبېرېږه. ځکه عزت او شرف له وخت څخه د سمي ګټي اخيستو په صورت کي پيدا کيږي.

هر انسان ته ښايي چي  خپل تېر وخت تل په ياد ولري. چي له تېرو کلونو راهيسي تر اوسه پوري ما  څه وکړل. څه مي ترلاسه کړل. هغه عمر څنګه ژر را باندي تېر سو. که چيري دا د ځوانۍ عمر هم داسي تېرکړم، نو وروسته د زړښت دوره پيليږي. چي په هغه وخت کي انسان هيڅ کار نه سي کولاى  او نه يې د کولو حوصله لري. ځکه د زړښت په پيلېدو سره حوصله کميږي، بدن کمزورى کيږي، د سترګو ليدکميږي، ناروغۍ ډيريږي او داسي نوري ستونزي رامنځته کيږي.

د ” متاع وقت اور کاروان علم“  نومي کتاب مؤلف په خپل کتاب کي

د وخت په اړه ليکلي دي:

” حقيقت دا دى چي وخت ضايع کول يو ډول ځان وژنه ده. توپير دا دى چي ځان وژنه څوک د تل لپاره له ژوند کولو څخه بې برخي کوي. او د وخت ضايع کول تريوه محدود وخته پوري له ژوندي انسان څخه مړى جوړوي.که چيري انسان  هغه شېبې، دقيقې، ساعتونه او ورځي چي په غفلت او بې کارۍ  سره تيريږي حساب کړي، نو د هغو شمېر به څو مياشتو ته، بلکي څو کلونو ته ورسيږي.

که چا ته و ويل سي چي ستاسي له عمر څخه لس کاله عمر لږ کړل سو، نو هغه به ډېرسخت خفه سي. خو همدغه انسان په خپله په بې کاره  ناسته سره خپل عمر بربادوي، اما د خپل عمرپه دغسي له منځه تلو باندي بيا هيڅ نه خفه کيږي.

که چيري متوجې سو، نو راته څرګنده به سي چي نوي سلنه خلک په دې نه پوهيږي چي د خپل عمر ډېره برخه چيري او څنګه تېروي. او هغه کسان چي خپل لاسونه يې په جېبونو کي اچولي وي او په کوڅو کي ګرځي، ډېر ژر به خپل دغه لاسونه د بل په جېب هم ننباسي.که تاسي خوښ ياست يا غمجن، له تکليف او درد څخه د ژغورني يوازنۍ لار خپل وخت بې ځايه نه تېرول دي“.

وايي چي يوه سړي څو  ټوټې يخى لمرته ايښى وو او نارې يې وهلې چي راسئ دا را څخه رانيسئ، زما سرمايه له منځه ځي.

د انسان عمر هم د همدې يخي د ټوټو په شان دى، چي په ډېره چټکۍ سره اوبه کيږي او له منځه ځي.

هر انسان ته ښايي چي د مهال وېش سره سم خپل ورځني کارونه تر سره کړي. ځکه په دې سره هيڅ کله د انسان وخت نه ضايع کيږي او کارونه يې هم په برياليتوب سره پاى ته رسيږي او د خستګي احساس هم نه کوي.

که متوجې سو ، په  نړۍ کي د انسان د برياليتوب ترشا د نورو رازونو ترڅنګ يو راز د وخت قدرکول دي او له بې ځايه ناستي ولاړي، ډېرو  بيدېدو، ټلوېزيون کتو، انټرنيټ او فيسبوک کتو، او بې معنا ډېرو خبرو کولو او خوړولو څخه د ځان ژغورل دي.

حافظ ابن حجر عسقلاني  رحمة الله عليه د شمس الدين اصفهاني رحمة الله عليه په اړه ليکلي دي:

” ده به د دې بيري څخه لږ ډوډۍ خوړل چي په ډېر خوړلو سره د طبيعي غوښتني اړتيا پيدا کيږي. او تشناب ته په تلو سره يې وخت ضايع کيږي“.

ويل کيږي چي شهيد امام حسن البنا  رحمة الله عليه ته وويل سوه:” ته څه وخت بيدېږې؟“ هغه ورته وويل:”دعوت او مسؤوليتونه دونه ډېرسوي دي چي خوب ته يې لږ وخت ټاکلى دى  او اوس زما مسؤوليتونه تروخت ډېرسوي دي“

امام ابن عقيل حنبلي رحمة الله عليه فرمايي:

”  که چيري مي ژبه د علم له مذاکرې او سترګي مي د مبالغې څخه ولويږي، بيا هم د خپل  عمر يوه شېبه بې کاره نه تېروم. او که چيري پر ځاى پرېوتم، بيا هم د خپل فکر او خيال څخه کار اخلم“.

نو اى ځوانه! که غواړې چي خپل سرنوشت ته بدلون ورکړې او نور له دې سرټيټي ژوند څخه ځان خلاص کړې، د وخت قدر وکړه. لوېديځوالو  د وخت قدر زموږ  څخه زده کړى دى، خو اوس موږ بيده يو او هغوى د خپلي  هري شېبې څخه ګټه پورته کوي او  پر موږ له بېلا بېلو لارو حملې کوي.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x