افغانستان

هرات: ناڅرګندو وسله‌‌والو ۱۵ ماین پاکان تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): د هرات په کهسان ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د هیلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې ۱۵ کارکوونکي تښتولي دي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جیلاني فرهاد ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال د هیلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۵ کارکوونکي له څلور موټرو سره یوځای د کهسان ولسوالۍ د شبش له سیمې تښتول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه کسان ناڅرګندو وسله‌والو تښتولي دي.

د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي مسوول په وینا تر دې دمه د ماین پاکانو د تښتولو لامل نه دی څرګند خو د هرات ولایت امنیتي چارواکو د ماین پاکانو د خلاصون لپاره تحقیقات پیل کړي دي.

د هیلوټرسټ موسسې مسوولینو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x