ټولنیزه برخه

د طعنې په اورېدو مه خوابدي کېږئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د پرمختګ  او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پرخبرو او طعنو غوږ نه نيول دي. ځکه په دې  نړۍ کي خلک  هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅوني پر ځاى ، د ترخو او کږو لغازونو په استعمالولو سره يو بل ته طعنې ورکوي. خو  بايد تل په ياد ولرئ چي زياتره نامتو کسان همدغو ترخو، سختو خبرو او طعنو سترو مقامونو ته رسولي دي. د چا د طعنې له امله مه نهيلي کېږئ. بلکي هغه د ځان لپاره عبرت وګڼئ او د هغو پر ضد نور هم خپلي موخي ته  د رسېدو لپاره هلي ځلي وکړئ. له  همدې امله خو ويل سوي دي چي پر ثمر لرونکي وني باندي تل د خلک هجوم وي او په ډبرو يې ولي.

او د ژوند تر ټولو د خوښۍ شېبې  هغه وخت وي ، چي تاسي هغه کار تر سره کړئ چي خلکو به درته ويل چي ته د دې کارکولو وړتیا نه لرې.

په ” بستان المحدثين“کتاب کي راغلي دي چي امام مزني د امام طحاوي رحمة الله عليه  استاد وو. يوه ورځ امام مزني د طعنې په توګه امام طحاوي  رحمة الله عليه ته و وايي:” ته والله که هيڅ ځاى ته ورسېږې“.

تر  هغه وروسته امام طحاوي رحمة الله عليه د ابو جعفر بن ابي عمران حنفي رحمة الله عليه په درسي حلقه کي داخل  سي او په خپلو هڅو او زيار سره د فقهي په علم کي ځانګړى مهارت پيدا کړي. او د امامت لقب د ځان کړي.

زياتره وختونه د ځينو خلکو طعنې د دې لامل ګرځېدلي دي چي د انسان څخه ستر او نامتو کس جوړ کړي ، خو دا کار  هغه کسان کوي چي د چا په بده خبره او  طعنه  باندي ژر عکس العمل ښکاره نه کړي، بلکي ځان ته متوجې سي او کومه  نيمګړتيا چي په ځان کي لري، د هغه د بشپړولو هڅه وکړي.

د امام غزالي  رحمة الله عليه په اړه راغلي دي چي کله د زده کړو تر بشپړولو وروسته بيرته خپل  هيواد ته ستنېدى، پر لاري غله پر پېښ سول او د ده د کتابونو بسته يې ځني واخيسته. امام چي دا حالت و ويني، نو ورته و وايي :”په دې بسته کي زما د کتابو پرته بل هيڅ شى نسته. دا کتابونه ستاسي په درد نه خوري، خو زما په کار دي. ما  څو کاله د دې پر ويلو تېرکړي دي“.  غله  چي د امام خبري واوري،  نو بيرته بسته ور وغورځوي او ورته و وايي:” د داسي علم ګټه څه ده چي کتاب ځني ليري کړې، بيا يې هيڅ شى په مغزکي نه وي؟!“.

وايي چي تر هغه وروسته دې طعنې پرامام داسي اغېزه وکړه، چي نوموړي به هره مهمه علمي مسئله حفظول او پاى سترامام ځني جوړ سو.

شيخ خالد ازهري د الازهر په پوهنتون کي کارکاوه. ده به په پوهنتون کي د شپې له خوا  څراغونه لګول . يوه شپه دى په داسي حال کي چي په لاس کي يې د څراغونو  غوړي وه، په پوهنتون کي روان وو چي ناڅاپه په لار کي يو سړى پروت وو او د ده له لاس څخه غوړي پر هغه توى سي. هغه سړى ډېر په غوسه سي او په پسخندي لهجه  ورناري کړي او ورته ووايي:” اى د ازهر پوهنتون استاده!“ د هغه سړي دا کلمه ډېره خوښه سي او ورته ووايي: زما دي په خداى قسم وي، زه هرومرو استاد کېږم. ويل کيږي  چي څو کاله لا نه وه تېرسوي چي له هغه څخه د الازهرپوهنتون استاد جوړ سو.

اى ځوانه! ځيني وختونه طعنې زموږ او ستاسي په خيروي.د کږو لغازونو په اورېدو مه خفه کېږه، بلکي خپل کار کوه او په ياد لره چي پر ثمرلرونکي وني باندي تل د خلکو هجوم وي.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خنيف

ديوه همت لور: ليكني دي ديري خكلي كري, خو جي كندهاري لهجه دي وركي نه واي استعمال كري, زكه لوستونكي ورسره به تكليفيزي, جي ساده او اسانه بشتو خاصتا دننكرهار دخلكو بشتو باندي جي ليكل شواي واي نو لوستل به يي اسان ول. دا زما نظر دي نوره ستا خوشه. او بله دا جي تيره زمانه بايد به يو اندازه استعمال شي, تا به زينو زايو كي تغير وركري, تيري زماني نه حال زماني ته او بيا تيري زماني ته اوريدلي يي, جي لوستونكي ته هم مشكل بيدا كوي, دمثال به توكه: د امام غزالي رحمة الله عليه په اړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x