ټولنیزه برخه

هرمقام ته څوک په هڅه او هاند سره رسيږي

لیکواله: ډیوه «همت لور»

څوک چي غواړي يوه مقام ته ځان ورسوي او په دې لار کي  هڅه او زيار ونه باسي،  نو دا داسي معنا لري،  لکه د يوه  ناشوني شي په لټه کي چي خپل وخت ضايع کوي. ځکه د هلو ځلو او زيار ايستلو پرته د شي لاسته راوړل امکان نه لري. او څوک چي د يوه  شي د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي، هغه به يې هرومرو ترلاسه کړي.په دې اړه لوى څښتن فرمايلي دي:

﴿  وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ﴾[ النجم :٥٣/٣٩]

ژباړه: او دا چي انسان ته بله بدله او برخه نسته پرته له هغه چي خپله يې تر سره کړي دي او د هغو لپاره هلي ځلي کړي دي.
يوه نامتو مقوله ده چي وايي:

” من طلب شيئاً وجدَّ، وجَدَ، ومن دَق باباً وَلَجَّ، وَلَجَ “.

ژباړه:  هر څوک چي د يوه شي په  لاسته راوړلو پسي وګرځي او هلي ځلي پسي وکړي،  وبه يې مومي. او  هرڅوک چي د چا  دروازه په پرله پسې توګه ور وټکوي، ور ننه به وزي.

له دې امله خو رحمان بابا رحمة الله عليه ويلي دي:

چي غوټې پسي وهې په لاس به درسي

چا ويل چي په درياب کي ګوهر نسته

يوه بل پوه بيا ويلي دي:

” بِقَدرِمَا تتعَنَّى، تنالُ مَا تتمنى“.

ژباړه: ته چي  هر څونه تر لاسه کول غواړې، هغونه به هرومرو تر لاسه کړې.

حضرت عمربن عبدالعزيزرحمة الله عليه وايي:

”يو وخت زما هيله او موخه دا وه چي د اموي خليفه د لور فاطمې سره واده وکړم او  هغه هيله مي بشپړه سوه. او يو وخت مي هيله درلوده چي د مدينې منورې حاکم يا والي سم ، چي  هغه هيله مي هم ترسره سوه او يو وخت مي موخه او هيله دا وه چي د مسلمانانو خليفه سم او لوى څښتن تعالى مي هغه  هيله هم را بشپړه کړه. نن هيله لرم چي لوى څښتن تعالى مي د جنت وړ وګرځوي او جنت ته د رسېدو لپاره هلي ځلي کوم“.

له همدې امله خو شاعر ويلي دي:

وَالجَدُّ يُدْنِي كُلَّ أَمرٍ شَاسعٍ

والجَد يَفْتَحُ كُلَّ بَابٍ مُغَلقِ

ژباړه: هڅه هره ليري  چاره  نژدې کوي. همداراز  هڅه هره تړل سوې دروازه پرانيزي.

سلطان محمد فاتح د هلو ځلو په نتيجه کي د درويشتو کالو په عمر وکولاى سواى  قسطنطنيه فتح کړي . هغه  چي کله د پنځلسوکالو وو، پرآس باندي به سپور په  درياب ګډېدى ، څو د قسطنطنيې د فتح کولو لپاره تمرين وکړي او اته کاله وروسته يې وکولاى سواى چي خپلي موخي ته ورسيږي.

علامه زمخشري رحمة الله عليه د هلو ځلو په اړه فرمايلي دي:

وَ أبِيتُ سَهرَانَ الدُّجَى وَ تَبِيتُهُ
نَوْمـاً وَ تَبْغي بَعْدَ ذَاكَ لِحَاقِـي ؟!

” زه ټوله شپه ترسهاره ويښ يم او ته ټوله شپه په خوب تېروې. بيا هم هيله لرې چي زما مقام ته ورسېږې؟!“.

امام  بخاري  رحمة الله عليه  د څوارلسو کالو  وو  چي د احاديثو د اورېدو  لپاره به خپل استاد ته کښېنستى. يوه ورځ يې استاد وويل چي په اوسنيو کتابونو کي ډېر ضعيف او موضوعي احاديث موجود دي، کاشکي يو څوک پيدا سي چي دا احاديث يو له بله بېل کړي او د صحيح احاديثو يوه ټولګه ترتيب کړي. هغه وخت امام د ځان سره وويل چي دا کار به زه کوم  او پاى يې تر څو کلونو  وروسته وکولاى سواى خپلي موخي ته ورسيږي او دا ډول يو کتاب چي بخاري شريف نوميږي او ترقرآن کريم  وروسته سپېڅلى کتاب دى، ترتيب کړي.

حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” الإجتهاد خير بضاعة “.

ژباړه: هڅه او تلاش تر ټولو غوره پانګه ده.

امام شافعي رحمة الله عليه بيا فرمايي:

بقَدْرِ الكدِّ تُكتَسَبُ المَعَــالي
ومَنْ طَلبَ العُلا سَهِـرَ اللّيالي

تَرُومُ العِــزَّ ثم تَنامُ لَيـلاً
يَغُوصُ البَحْرَ مَن طَلَبَ اللآلي

ژباړه: د زيار او هڅي په اندازه اوچت ځايونه ګټل کيږي. څوک چي اوچت ځايونه غواړي، شپې ويښي تېروي. عزت غواړې او د شپې خوب هم کوې.په بحرکي هغه څوک غوټې وهي ،چي د ملغلرو پلټنه کوي.

سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه پر مسلمانو ځوانانو باندي ږغ کړى دى او ورته فرمايلي يې دي:

” په خپلو زړونو کي د ژوند د وضعي د بدلون هيله بيداره کړئ، لټه او تلاش کوئ، ځکه د دنيا د خوښيو د لاسته راوړلو لپاره يوازي توکل کول کار نه کوي“.

جهد کن جهد کن به کسب اندر

تا نمانى به دست فاقه رهين

يک بضاعت بدان که کسب حلال

يک صناعت بدان که کديمين

عالمانو او پوهانو ويلي دي چي  د موخي او  هدف ځيني شرطونه په لاندي ډول دي:

١. موخه بايد واضح او ټاکلې وي. بې مفهومه او ګنګه نه وي.

٢. موخه بايد پاى ونه لري او د لوى څښتن تعالى د رضا سره سمه وي.

٣. موخي ته د رسېدلو لپاره بايد په زړه کي بېره موجوده نه وي. ځکه هر څوک غره ته په پورته کېدو سره بيريږي. يو عربي متل دى چي وايي:له غره څخه يې پوښتنه وکړه چي ستا  لوړي څوکي ته څوک ختلاى سي؟ هغه ورته وويل: هغه څوک چي د دښتونو لوړي ژوري يې ترشا پرې ايښي وي.

٤. موخي ته د رسېدو لپاره بايد عملي پلان ولرئ.

٥. د کارکولو لپاره بايد هڅه او زيار وکړئ.

٦. بايد هيله او اميد ولرئ او له نهيلۍ څخه ځان وژغورئ.

٧. بايد صبراو استقامت ولرئ.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x