ټولنیزه برخه

د نورو تقليد مه کوئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د نورو تقليد مه کوئ .  هر څه چي په ځان کي لرئ، په هغه د عمل جامې واغوندئ. لوى څښتن تعالى هيڅ انسان بې استعداده نه دى پيدا کړى. هر انسان ته يې يو  هنر ورکړى دى، نو ولي موږ د نورو پېښې وکړو؟ د هرانسان په وجود کي  يو نوښت ايښول سوى دى،خو توپير دادى چي موږ او تاسي هغه نه پېژنو او د هغه څخه کار نه اخلو.

د آدم  عليه السلام  څخه نيولې بيا تر نن ورځي پوري د هيڅ انسان د ګوتو  نقش يو ډول نه دى، نو څنګه امکان لري چي د دوو انسانانو خويونه او عادتونه به يو ډول وي؟ په دې اړه لوى څښتن فرمايلي دي:

﴿ وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ  ﴾[الروم:٣٠/٢٢]

ژباړه: او د هغه له نښانو څخه د آسمانونو او مځکي پيدايښت او ستاسي  د ژبو او ستاسي د رنګو نو بېلوالى دى.په باوري توګه په دې کي د پوهو خلکو لپاره ډيري نښانې دي.

خپل شخصيت له لاسه مه ورکوئ. ځکه  هر انسان چي د بل پېښه کوي، هغه په حقيقت کي خپل شخصيت له منځه وړي. له خپله ځانه يو نوى شى رامنځته کړئ. له بده مرغه  نن ورځ موږ او تاسي وينو چي ځوانان مو د نورو منفي تقليد کوي او په فخر سره  هغه ته د موډ  او فېشن نوم ورکوي. موږ بايد د لوېديځوالو منفي اړخونه د ځان نه کړو، بلکي د هغو مثبت اړخونه و څېړو. ولي دې ته نه ګورئ چي المان د ستري جګړې وروسته بيا څنګه پر پښو ودرېدى او څنګه يې ژر کارونه او فعاليتونه پيل کړل. جاپان زموږ  سره يو ځاى آزادي تر لاسه کړې ده ، هغه څنګه دونه پر مختګ وکړ او موږ تراوسه پوري لا پر هغه حال پاته يو؟

وايي چي يو ځل حضرت عمر رضي الله عنه يو ځوان په بازار کي وويني چي په ډېر ناز او کرشمه سره پر لاري روان دى. حضرت عمر رضي الله عنه ژر هغه ته ووايي: ” ته  ناروغه يې؟ “ ځوان جواب ورکړي: ” نه“. حضرت عمر رضي الله عنه ورته ووايي:” زه دا نه خوښوم او له دې څخه راضي نه يم چي د رسول الله  صلي الله عليه وسلم د امت ځوانان او نارينه داسي پرلاري ولاړ سي“.

سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه پرمسلمانو ځوانانو ږغ کړى دى او په خطاب کي يې ورته فرمايلي دي:

”لومړى خپل کور جوړ کړئ. ظالم او مستبد واکمن د واک له ګدۍ څخه ليري کړئ.  له خپلي غاړي د غلامۍ طوق وباسئ. او د تقليد څخه ځان وساتئ“.

ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي رحمة الله عليه ځوانانو ته په خطاب کي لارښوونه کوي او وايي:
”زلميان بايد خپل ځانونه وپېژني او له هر ډول ملي غرور او مباهاتو څخه دي ډډه وکړي. ځکه قومي، ملي، ټولنيز غرور او نخوت انسان له خپل اوسني موقف له پېژندني څخه ليري ساتي او نه يوازي د نن او سبا ورځي له چارو څخه يې غافله کوي، بلکي د نابودۍ کندي ته يې لاهو کوي. او اشاره رسوي چي ګڼ شمېر د زده کړي او تعليم خاوندان د غرور او ځان نه پېژندلو په مصيبت مبتلا او دنني مدنيت د ظواهرو په تقليد کي ډوب دي“ .

کله چي په ١٣٣٠ هـ. کال چي د ١٩١٢ ل .کال سره سمون خوري، د بالقان جګړه پيل سوه. بالقان د عيسوي هيوادونو سره يو ځاى سو او غوښتل يې چي پرترکيې يرغل وکړي. په  هغه وخت کي خالده اديب  چي  د ترکيې يوه ستره سياسي پوهه او اديبه تېره سوې ده  او په علمي او  ادبي  ډګر کي يې سترنوم ايستلى دى، ځوانانو ته په خطاب کي داسي ويلي دي:

” تاسي تر اوو  سوو کلونو  پوري يو فاتح قوم واست. آيا تاسي دا ذلت زغملاى سئ، چي د اسلام پر وروستي دار الحکومت باندي دکفارو ولګه ټينګه سي؟ او ستاسو د مندو، خوندو او لوڼو عزت په خطر کي ولويږي؟

ولاړ سئ ! او  نړۍ ته وواياست چي په ترکانو کي اوس هم نفس سته او هغوى هيڅ وخت د غلامۍ طوق په غاړه کي نه سي اچولاى“.

اى ځوانه! د نورو پېښې پرېږده له ځانه يوه نوې کړنه رامنځته کړه. د نورو په منفي تقليد کولو سره خپل اصليت او شخصيت له منځه مه وړه. پاڅه! له خپل استعداد څخه کار واخله او نور ستا پېښې او تقليد کولو ته اړ باسه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x