ټولنیزه برخه

له وزګارۍ څخه ځانونه وژغورئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

تر څو چي مو په وسه وي کار وکړئ او له وزګارۍ څخه ځانونه وژغورئ. ځکه  بې کاري د شيطان  ځاله ده. هرکله چي  بې کاري پیل سي،  نو پوه سئ  چي د ګناه او معصيت دروازې  هم ستاسي پر مخ پرانيزي.  بې کاري نه يوازي دا  چي د يوه ملت د وروسته پاته کېدو لامل ګرځي،  بلکي د ملت فرهنګ او کلتور ته  هم درنه ضربه رسوي. انسان ته ښايي چي که کوچنى کار وي که غټ ، ځان په بوخت کړي. بې کاره ناسته او ګرځېدل، بې ګټي خبري او ټلوېزيون کتل نه يوازي دا چي د چا وخت ضايع کوي، بلکي ستاسي تر څنګ نورو ته هم تاوان رسوي.

بې کاري  همت او جرأت له منځه وړي او انسان د پرمختللي ژوند څخه څو پېړۍ ليري او  وروسته ساتي. انسان بايد لږکار وکړي، خو په پرله پسې توګه يې وکړي. تر بېخي بې کاره اوسېدلو لږ کار هم ښه دى. په دې اړه لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ ﴾ [الاعراف:٧/٢٠٥]

ژباړه: اى پېغمبره! ته خپل رب سهار او ماښام په زړه کي له زارۍ او بيري سره او په کرار ږغ سره يادوه. او د هغو کسانو څخه مه کېږه، چي په غفلت کي لوى سوي دي.

بل ځاى يې فرمايلي دي:

﴿  رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿٨٧﴾ ﴾[التوبه:٩/٨٧]

ژباړه: دوى په دې خوشاله دي چي د بيرته پاته سوو سره اوسي.

بې کاري انسان له خپلي موخي څخه ليري کوي، د هغه ذهن، دماغ ټول په بې معناوو فکرونو او چرتونو بوختوي او پاى يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته کوي. تر بې کاري ښه دا دى چي انسان د کور په کارونو بوخت سي، د بازار په کارونو ځان بوخت کړي، مطالعه وکړي، يو څه وليکي، نورو ته درس ورکړي، کور پاک کړي…. هرکار وکړي، خو ځان دي بې کارۍ ته نه ورکوي.

لوى څښتن تعالى هم انسانان کار کولو ته هڅوي او فرمايي:

﴿ وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴾[ التوبه:٩/١٠٥]

ژباړه: او (اى نبي!) دوى ته  ووايه چي:”تاسي خپلي کړني وکړئ.ژر به  هم الله او هم د هغه پيغمبر او مومنان ستاسي کړني وويني او ژر به (د قيامت په ورځ) هغه ذات ته ور وړاندى کړل سئ چي په لڅو او پټو خبرو(هر څه) مو بشپړ علم لري. بيا به هغه تاسي په هغو کارونو خبرکړي چي تاسي (په دنيا کي)کول(او د هغو له امله به جزا درکړي) “.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَفِي يَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةً، فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَغْرِسْهَا».

ژباړه: که چيري د قیامت ساعت راورسيږي او ستاسي د یوه په لاس کي د خرما کوچنی نیالګی وي، که  کولای سي چي په مځکه کي يې کښېږدي نو کښې دې ږدي.

امام بيهقي رحمة الله عليه د عبدالله بن الزبيررضي الله عنه  څخه روايت کړى دى چي هغه فرمايي:

”په نړۍ کي ترټولو بدترينه شى بې کاري ده“ .

يو شاعر بيا وايي:

اى خردمند سرمتاب از شغل
تا توانى فراغ را مگزين

که به شغل اندر است محنت تن
به فراغ اندر است آفت دين

حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” ان القوة فى العمل“.

ژباړه: ځواک او قوت په کار او هڅه کي دی.

لقمان حکيم رحمة الله عليه بيا فرمايلي دي:

” إن كانَ الشُّغُلُ مَجهَدَةٌ فَالفَراغَ مَفسَدَةٌ “.

ژباړه: که چيري کار او هڅه د زحمت او توان رامنځته کوونکې ده، نو بې کاري د فساد منبع ده.

په تاريخ کي راغلي دي چي حضرت عمر رضي الله عنه چي به کله کوم مخور سړى وليدى،  نو ژر به يې د هغه  څخه د هغه د کسب او کار په اړه پوښتنه وکړه چي څه کار کوې؟ کله چي به هغه ورته وويل چي هيڅ کار نه کوم، نو بيا به يې له نظره ولوېدى.

امام  ابن جوزي  رحمة الله عليه  د هغو کسانو په اړه چي شپه او ورځ خپل وخت په بې کاري سره تېروي داسي فرمايي:

”ډېر خلک وينم چي په بېلا بېلو طريقو سره خپل وختونه بې کاره تېروي. که شپې اوږدې وي،  هغه په بې هوده مجلسونو او خبرو او يا هم د هغو کتابونو په مطالعه کولو سره تېروي، چي بې ګټي او په مجازي عشق باندي مشتمل وي. او که ورځي اوږدې وي ، هغه په ډېرخوب کولو باندي تېروي  او تر خوب وروسته خپله ورځ د ساحل پر غاړه په پياده تلو يا هم په بازار کي په ګرځېدو سره تېروي. زما په نظر هغوى په بېړۍ کي د ناستو  هغو کسانو په شان دي، چي بېړۍ په ډيري تېزي سره روانه وي او دوى په خپلو خبرو داسي بوخت وي چي  هيڅ د بېړۍ په تېزي نه خبريږي  او په هغو کي ډېر لږ کسان دي چي د وخت په ارزښت پوهيږي او د هغه سفر لپاره چي ډېر اوږد دى چمتو والى نيسي. نو د خداى روى ته وګورئ او د وخت په ارزښت ځانونه پوه کړئ او دا فرصتونه له لاسه مه ورکوئ“.

بل ځاى امام جوزي رحمة الله عليه فرمايلي دي:

”زه د بې کارانو له مجلس څخه خداى ته پنا غواړم“.

د حضرت منصور حلاج رحمة الله عليه  څخه يو چا پوښتنه وکړه چي يو څه نصيحت راته وکړه. هغه ورته وويل:

”ځان بوخت ساته. که نه زمانه به تا په ځان بوخت کړي. يعني بېلا بېلي غوښتني به درڅخه وکړي“.

حضرت ابو بکر صديق به تل دا دعا کول:

”اللهم لا تَدَعْني في غَمْرة، ولا تَأخًذْني في غرة، ولا تَجْعلني من الغافِلين“.

ژباړه: اى الله! ما د ستونزي په وخت کي يوازي مه پرېږده او ما

د غفلت په حالت کي مه نيسه. او ما د غافلو کسانو له ډلي څخه مه ګرځوه.

وايي چي يو وخت يوه سړي ستر عالم ابن جوزي رحمة الله عليه ته وويل: ”راسه يو څو خبري وکړو( يعني بې هوده خبري وکړو)“.

ابن جوزي په جواب کي ورته وفرمايل:”سمه ده خو په دې شرط چي ته به لمرراته دروې(يعني زما لپاره به وخت بيرته را ګرځوې)“.

حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

”زه څه وخت بيده سم؟ که چيري د شپې له خوا بيده سم، نو  د خپل څښتن تعالى حق ضايع کوم او که د ورځي بيده سم،  نو  د رعيت حق نه ادا کوم. نو زه بايد څه وخت بيده سم؟“

له همدې امله عارف نومي شاعر ويلي دي:

به کودکى بازى، به جوانى مستى
به پيرى سستى، خدا را کى پرستى؟

ابن عقيل  رحمة الله عليه يو سترعالم دى چي يو ډېر سترکتاب يې د” الفنون“په نامه ليکلى دى او نوموړى کتاب په اته سوو ټوکو مشتمل دى او ويل کيږي چي ددې په شان کتاب به د آدم له پيدايښت څخه تر قيامته پوري بل څوک ونه ليکي. نوموړي عالم ويلي دي:

” اوس زه  اتيا کاله عمر لرم ، خو  د  همت، عزم او د وخت څخه د ګټي اخيستو په اړه داسي يم، لکه د شلو کالو چي وم“.او ويلي يې دي:

”زه ستاسي په شان ډوډۍ  نه خورم“. (يعني وخت نه لرم چي ستاسي په شان ډوډۍ وخورم). هغه ته وويل سول چي تاسي څنګه ډوډۍ خورئ؟ هغه وويل: ”زه پر وچه ډوډۍ اوبه شیندم، تر څو د اوړو په شان پسته سي او بيا يې ژر ژرخورم، څو وخت مي بې ځايه تېر نه سي“.

مسلمانانو په دې ډول پر نړۍ حکومت کړى دى. فکر وکړئ موږ او تاسي د دوى په شان څونه کارونه کړي دي؟

له بده مرغه بايد ووايو چي نن ورځ زموږ  ډېرځوانان په بې کاري کي شپې سبا کوي. ځوانان د دې لپاره چي وخت يې تېر سي، د شپې تر ناوخته پوري په لاپو شاپو، پتو او بې ګټو خبرو تېروي او د ورځي تر نهو او لسو بجو پوري په خوب تېروي او تر هغه وروسته  هم په بې کارو کارونو کولو سره خپل ارزښتناکه وخت عبث ضايع کوي.

امام شافعي رحمة الله عليه فرمايلي دي:

”صَحِبْتُ الصُّوفِيَّةَ، فَمَا انْتَفَعْتُ مِنْهُمْ إِلَّا بِكَلِمَتَيْنِ:  سَمِعْتُهُمْ يَقُولُونَ: الْوَقْتُ سَيْفٌ. فَإِنْ قَطَعْتَهُ وَإِلَّا قَطَعَكَ.وَنَفْسُكَ إِنْ لَمْ تَشْغَلْهَا بِالْحَقِّ، وَإِلَّا شَغَلَتْكَ بِالْبَاطِلِ“ .

ژباړه: ما يو څه وخت د صوفيانو سره تېرکړى دى. د هغو سره په ناستي زه په دوو خبرو پوه سوى يم، يو دا چي:وخت  د توري په شان دى تاسي  هغه قطعه کړئ (په يوه کار يې اخته کړئ)، که نه هغه به تاسي (د وزګارۍ په حالت کي) له منځه يوسي. او بل دا چي د خپل  نفس ساتنه بايد وکړو. ځکه که چيري تاسي  هغه په ښه کار بوخت نه کړئ، نو هغه به تاسي په يو بد کار اخته کړي.

ښځي مو خپل  ډېر وخت د يو بل په غيبت کولو، بې معنا مجلسونو  او يا په ټليفون کي په حال ويلو او چاى څښلو تېروي. نارينه مو خپل ډېروخت د فېسبوک په کتلو، د يو بل په غيبت کولو، په دکانوکي په چاى څښلو او  داسي نورو  بې ګټو کارونو تېروي. اوس نو تاسي  فکر وکړئ چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم امت بايد خپل وختونه په داسي کارونو تېرکړي ؟ اسلامي امت  په دې ډول پر نړۍ حکومت کړى دى؟ صحابه وو په داسي کارونو کولو سره د نړۍ ترګوټ ګوټ پوري اسلام رسولى دى؟

اى ځوانه! د وخت قدر وکړه او  د اسلام لپاره په منظم چوپړ بوخت سه. تاسي دا مه هېروئ چي  د رسول الله صلي الله عليه وسلم امت ياست او تاسي ته اسلام په امانتي توګه سپارل سوى دى. بسته په سوو سوو کلونو مو خوب وکړ، نور د غفلت له خوبه را پاڅئ او د اسلامي خلافت په لټه کي ځانونه لوړو پړاوونو ته ورسوئ.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x