sharab

دغفلت شراب

د مصر یو وتلی عالم محمد الغزالي رحمه الله وایې : یوه شرابي ته مې وویل ایا خدای ته توبه نه کاږې ؟ هغه په عاجزي ماته وکتل ، سترګې یې له اوښکو راډکې شوې او په غریو نیولې غږ یې راته وویل : ماته دعا وکړه ….

دی وایې ما د دې سړي په حال غور وکړ او زړه مې نری شو ، ماوویل : داژړا یې دپښیماني ده ، هغه اعتراف کوي چې د الله د امرونو په خلاف روان دی ، زړه یې غواړې ځان اصلاح کړي او په اززموینه کې راګیر دی ، له مانه غواړې د خلاصون دعا ورته وکړم .

نوموړی عالم وایې : ما له ځانه سره ویل چې زما حال هم د ده په څیر ده او شاید له ده بدتر وي ، دا سمه ده چې ما شراب څکلې هم نه دي ځکه زه په داسې کورنۍ کې اوسم چې شراب نه پیژنې ، خو ډیره شونې ده چې ما به د غفلت شراب وهلې وي او دالله حقوق به مې نه یې پوره کړې . دا شرابي خو په خپل حال ژاړې او زه او زما په څیر نور خو په خپلو نیمګړتیاو او غفلتونو نه ژاړو ، موږ دوکه شوې یو . نو هغه ته مې وویل : راځه دواړه یوځای دعا کوو :

ربنا ظلمنا أنفسنا وإن لم تغفر لنا وترحمنا لنكونن من الخاسرين . الأعراف : 23 . زموږ څښتنه موږ پر ځانونو تیری کړی ده ، که ته بښنه او مغفرت رآته ونکړې موږ به خامخا له تاواني خلکو نه وګرځو .

موږ باید هروخت په خپل حال وژاړو ، یقینا د غفلت په شرابو ډیر دینداره خلک لګیا دي ، دلته دم او قدم دواړه په حساب دي ، خپلو تقصیراتو او نیمګړتیاو ته باید هر وخت ځیر واوسو . او تل موباید دا لوړه دعا په خوله وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د