fbpx

يوه ټاکلې پرېکړه وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

هر انسان ته ښايي چي د برياليتوب د لاسته راوړلو لپاره او يو مقام ته د رسېدلو لپاره يوه ټاکلې او دقيقه پرېکړه وکړي او بيا د هغې پرېکړي سره سم مخته ولاړ سي. تصميم نيول د بري لومړى شرط دى. پرته له تصميم نيولو څخه انسان هيڅکله کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي:

” کله چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم وفات سو، نو ما يوه انصاري ته وويل چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم وفات سو. د هغه صحابه خو تر اوسه پوري ژوندي دي. راځه چي ولاړ سو او له هغو څخه د رسول الله صلي الله عليه وسلم  احاديث تر لاسه کړو او د شرعي احکامو او مسايلو په اړه پوښتني ځني وکړو. هغه انصاري راته و ويل چي د دونو سترو سترو صحابه وو په موجوديت کي به څوک زما او ستا څخه پوښتني وکړي؟ کله چي ما وليدل چي هغه زما سره په دې خبره کي هم نظره نه دى، نو ما خپله پرېکړه وکړه او روان سوم. هر چيري چي به مي واورېده چي يو چا له رسول الله  صلي الله عليه وسلم  څخه حديث اورېدلى دى، هلته به ورتلم او هغه حديث به مي ځني اورېدى او په دې توګه مي ډېراحاديث راټول کړل. ځيني وختونه چي به د يو چا په حضور کي حاضرېدم. کله چي به خبر سوم چي هغه آرام کوي، نو له خوبه به مي نه راکښېنوى، بلکه د  دروازې سره به ورته ناست وم، تر څو چي به خپله را کښېنستى.کله چي به هغه راکښېنستى، ماته به يې و ويل: ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم د اکا زوى يې، ولي دي ځان ته تکليف ورکړ. ماته به دي خبر راکړى واى، زه خپله تاته حاضرېدم. ما به په جواب کي ورته وويل چي نه زه زده کوونکى يم، بايد خپله په علم پسي ولاړ سم.

ما په دې ډول ډېر احاديث سره راټول کړل.تر دې چي ډېر علم مي تر لاسه کړ. تر هغه وروسته به خلکو ماته رجوع کول. وروسته به زما د هغه ملګري چي زما سره په دې کار کي ملګرى نه سو، په ما باندي حسدکېدى او ويل به يې چي دا ځوان تر ما هوښيار وو“.

د  همدې ټينګي پرېکړي  او  هلو ځلو پايله وه، چي عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما  د ”بحر العلوم“،”حبر الامة“، ” امام رباني“ او داسي نور لقبونه د ځان کړل.

اى ځوانه! مخکي له دې چي يو کار ته لاس واچوې، لومړى پرېکړه وکړه او بيا تر پايه پوري پر هغه پرېکړه باندي ودرېږه او په اخلاص او صداقت سره يې پاى ته ورسوه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د