ځانته يو ثابت دريځ غوره کړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب او پرمختګ يو مهم شرط يو ثابت دريځ غوره کول او تر پايه پر هغه باندي پاته کېدل دي. هڅه وکړئ چي په ژوند کي يوه معلومه او نېکه موخه غوره کړئ او بيا  هر وخت پر هغه باندي ټينګ او ثابت پاته سئ. ځيني کسان په ژوند کي ځانته يو ځل يو ډول دريځ غوره کوي، خو د لږ وخت په تېرېدو سره بيا پر بل دريځ باندي ټينګ وي. چي دا هم د انسان د ناکامۍ او شاته پاته کېدو سبب ګرځي.

د استقامت او ثبات په اړه لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ  ﴾[ الانفال:٨/ ٤٥]

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!کله چي (د کفارو) د کومي (داسي) ډلي سره مخامخ سئ (چي ستاسي سره د جګړې لپاره  يې تياري نيولې وي او در سره جنګيږي)، نو (د هغو سره د جګړې لپاره) ثابت قدمه اوسئ (پښې ټينګي کړئ، کلک ولاړ اوسئ او مه ځني تښتئ، بلکي پر دې لوى طاعت باندي چي پاى يې عزت او نصرت دى له زغم او صبر څخه کار واخلئ). او الله ډېر ډېر يادوئ(او د نصرت او پر دښمن باندي
د بري دعاوي ورته کوئ) چي وژغورل سئ(يعني برى درپه برخه سي. رشتيا هم صبر او ثبات او د لوى څښتن زيات ذکر کول په دې دنيا کي پر دښمنانو باندي د بري او نصرت او پر هغه دنيا د لوى څښتن د رضائيت او فوز او فلاح له ډېرو لويو لاملونو څخه باله سي).

په رشتيا سره  هم ډېر کسان سته چي په ژوند کي لومړى يوه موخه او دريځ ټاکي ، خو  وروسته وروسته چي بيا ګورې له هغه څخه اوښتى وي او په بل کار پسې وي. که چيري څوک کوم کار نه سي کولاى يا په ځان کي د هغه د سرته رسولو وس او توان نه ويني، نو د لومړي سرڅخه دي ځانته داسي يو کار پيدا کړي، چي د ده په وسه وي. په ژوند کي  هر کار کول او بيا پرېښودل له يوې خوا وخت ضايع کوي او له بلي خوا موخي ته د رسېدو لپاره خنډ ګرځي او په پاى کي هيڅ هم د انسان لاس ته نه ورځي.زموږ د مسلمانانو لپاره تر ټولو  ښه بېلګه د رسول الله صلي الله عليه وسلم سيرت دى. د هغه  مبارک په سيرت کي د ثابت دريځ په اړه ډېري بېلګې تر سترګو کيږي  چي په مطالعه کولو سره  يې هر څوک کولاى سي چي د هغه په شان ګړنلار غوره کړي.
همداراز که د تېرو پيغمبرانو ژوند ليکونه مطالعه کړو ، نو راته څرګنده به سي چي هغوى په خپل ژوند کي 7

څنګه ثابت دريځ درلودى. د ابراهيم  عليه السلام په اړه لوى څښتن تعالى فرمايلي دي:

﴿ قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ﴿٦٨﴾ قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ ﴿٦٩﴾ وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ ﴿٧٠﴾  ﴾ [ الانبياء:٢١/ ٦٨-٧٠ ] ژباړه: (نمرودیانو يوبل ته ) وويل:  که غواړئ چي څه کار وکړئ ابراهیم  وسوزوئ او د خپلو خدايانو مرسته وکړئ . موږ اور ته وويل اى اوره! پر ابراهيم باندي سوړ او سالم سه. هغو وغوښتل چي ابراهیم په خطرناک چل ول له منځه يوسي، خو موږ هغوی ډېر تاواني خلک وګرځول.

ابراهيم عليه السلام  هغه مهال د ثبات او ټينګ استقامت څخه کار واخيستى او لوى څښتن  هم د هغه سره مرسته وکړه او هغه يې له اور څخه وژغورى.

يوه شاعر څه ښه ويلي دي:

لکلٍ الی شاؤ العُلی حرکاتٌ        و لکن قليل فی الرجال ثبات

ژباړه: هر څوک دا  هڅه کوي چي لوړي درجې او لوړ ځاى ته ورسيږي، خو ثابت قدمي په ډېرو لږو خلکو کي پيدا کيږي.

د اسلام په تاريخ کي د امام احمد بن حنبل  رحمة الله عليه د دُرو  وهلو پېښه  ډېره نامتو ده.کله چي امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه په دې ازميښت کي بريالى سو،  نو وروسته  به يې ځيني وختونه فرمايل چي خداى دي پرابو الهيثم باندي رحم وکړي. يوه ورځ د هغه زوى امام حنبل ته وويل چي دا ابو الهيثم څوک دى چي ته هر وخت دعا ورته کوې؟ امام رحمة الله عليه ورته وفرمايل: ته هغه نه پېژنې؟ هغه ورته وويل: نه. نو ورته ويې فرمايل:کومه ورځ چي زه په دُرو باندي د وهلو لپاره راوايستل سوم، نو ما وليدل چي د شا له خوا يو سړى زما لمن کشوي.کله چي ما شاته وکتل ، نو هغه سړي راته وويل: تاسي ما پېژنئ؟ ما ورته وويل: نه. هغه راته وويل: زه ډېر نامتو جيب وهونکى غل ابو الهثيم يم. په  دولتي دوسیو کي دا خبره ساتل سوې ده چي زه يې په بېلو بېلو وختونو کي اتلس زره دُرې وهلى يم.

خو ما د دې پستي دنيا لپاره د شيطان پراطاعت باندي استقامت وکړ.تاسي خو د دين ديوې ستري موخي لپاره بندي سوي ياست، نو د دُرې وهلو پر مهال د دين لپاره د رحمان له اطاعت او استقامت څخه کار واخلئ. يعني ما د دُرې لپاره باطل پرې نه ښوى تاسي حق مه پرېږدئ او ثابت دريځ غوره کړئ.

اى ځوانه ځانته يو ثابت دريځ  غوره کړه. هرکار ته لاس مه اچوه. يوکار پيل کړه، ترپايه پوري يې ورسوه او په هغه کي ښه وړاندي ولاړ سه.بيا ګوره چي څنګه وړاندي ځې.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د