fbpx

د نن کار سبا ته مه پرېږدئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. سبا داسي کلمه ده چي انسان ژر تېر باسي  او ډېر ژر يې  بيرته پښېمانه کوي. که متوجې سو نو راته څرګنده به سي چي د عالمانو او پوهانو په قاموس کي هيڅ  د سبا کلمه  نه موندل کيږي ، او د بدمرغو او شاته پاتو  کسانو قاموس د سبا له کلمې څخه جوړ وي. ځکه پرته له لوى څښتن  څخه بل  هيڅوک نه پوهيږي چي سبا به څه کيږي؟ هر څونه  چي مو په وسه وي، د نن کار همدا نن پاى ته ورسوئ.او سبا ته يې مه پرېږدئ.

شاعر څه ښه ويلي دي:

لا تقلْ في غدٍ أتوبُ لعل
الغد يأتي وأنت تَحتَ الترابِ

ژباړه: مه وايه چي سبا توبه کاږم، ښايي سبا راسي او ته تر خاوري لاندي يې.

په دې اړه حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

” لا توخر عمل يومک الى غدک“.

ژباړه: د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. او بيا يې د هغه په ادامه فرمايلي دي:

” فإنكم إذا فعلتم ذلك تداركت عليكم الأعمال،فلم تدروا بأيها تأخذون، فأضعتم!“ (    ).

ژباړه: ځکه که د نن کار سبا ته پرېږدې ، نو سر پر سر به تاته ډېرکارونه پيدا سي  او هغه وخت بيا نه پوهېږې چي کوم يو ترسره کړې. په  نتيجه کي مجبوره کېږې چي يو څه کارونه پرېږدې.

يوه شاعر بيا څه ښه ويلي دي:

ولا أدخّر شغل اليوم عن كسل

إلى غدٍ إنّ يوم العاجزين غدُ

ژباړه: د نن کار د ټمبلۍ له امله سبا ته  نه ذخيره کوم، ځکه سبا ورځ د کمزورو  او له کار څخه د عاجزو کسانو لپاره ده.

ويل کيږي چي حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه د خپل خلافت په وخت کي  فرمان صادر کړ چي   د نن  ورځي کار بايد سبا ته پاته نه سي. حضرت عمر رحمة الله عليه ته عرض وسو  چي اى امير المومنينه! دا چي د هري ورځي کار په  هم  هغه ورځ سرته ورسول سي  ډېر دروند او ستړى کوونکی تماميږي،که يې يو څه بلي ورځي ته پاته سي خير دى ،  هيله ده چي په دې برخه کي لږ د آسانتيا څخه کار واخلئ. حضرت عمر  رحمة الله عليه جواب ورکړ: کله چي په تاسي باندي د يوې ورځي د کارونو تر سره کول ډېر درانه تماميږي او دا هيله کوئ چي لږ د آسانتيا څخه کار واخلم، نو که د دوو ورځو کار پر تاسي باندي پاته سي، په دې صورت کي بيا څه کوئ؟ لنډه دا چي د مامورينو غوښتنه يې ونه منل او په دې باندي يې ټينګار وکړ چي د نن ورځي کار بايد سبا ته پاته نه سي.

قيل لرجل سلب ملکه: ما الذى سلبک ملکک ؟ قال: دفع عمل اليوم الى غد‌.

ژباړه:  وايي چي يو پاچا  ته چي پاچاهي يې له لاسه ورکړې وه ، وويل سول: ” کوم لامل  وو  چي ستا  څخه پاچاهي ولاړه؟“ هغه ورته وويل:” ما به د نن ورځي کار سبا ته پرېښوى“.

ماندم که خار از پاکشم محمل نهان شد از نظر
يک لمحه غافل بودم و صد ساله راهم دور شد

د نن کار سبا ته پرېښول ډېرتاوانونه رامنځته کوي او تل د پښېمانۍ لامل ګرځي. وايي چي ژوليوس امپراطور د هغه خط په ويلو کي چي ده ته لېږل سوى وو، ځنډ وکړ. خو کله چي د روم د مشرانو مجلس ته حاضرسو ، هلته يې د خط د ځنډېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شاه ولى الله رحمة الله عليه فرمايلي دي:

” يجب عليه ان لا يوخر ما لا بد منه الى غد“ .

ژباړه: د مسلمانانو پر مشر واجب دى چي د نن ورځي  د اړتيا کار سبا ته پرې نه ږدي.

اى ځوانه! پام کوه چي د سبا کلمه دي تېر نه باسي، ځکه ډېر ستر کسان د سبا پر کلمې د باور کولو په نتيجه کي پښېمانه سوي دي. هر څه چي کول غواړې،  همدا نن يې تر سره کړه. له همدې امله خو شاعر ويلي دي:

من نمى گويم زيان کن يا بفکرسود باش

اى ز فرصت بى خبر در هر چه باشى زود باش

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د