همت وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د دنیا چاري احمده په همت سي
په همت به يې د زلفو سي تارونه

( لوړ درشل احمدشاه بابا رحمة الله علیه)

که آسمان دي د زمري په خوله کي ورکا
د زمري په خوله کي مه پرېږده همت

(حضرت خوشال خان خټک رحمة الله علیه)

همت بلند دار که مردان روزگار
از همت بلند به جائی رسیده اند

(حضرت شیخ سعدي رحمة الله علیه)

هغه کسان چي همت لري، هغوى د نورو په پرتله ډېر ژر د برياليتوب تر مقامه پوري رسيږي. همت د انسان لپاره د برياليتوب او پرمختګ  لومړنى شرط دى. ځکه  هر کله چي څوک د تېرو  پوهانو، عالمانو او برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه کوي،  نو په هغو کي د نورو ښېګڼو تر څنګ همت هم تر سترګو کيږي. ځکه  همدا همت دى چي ډېرکمزوره او خوارکسان يې د اوج او لوړتیا تر لوړي څوکي پوري رسولي دي.

حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه فرمايلي دي:

”خپل  همت محدود او ټيټ مه ګڼه. ځکه پرته له ټيټ همت څخه بل هيڅ شي انسان له کاره نه اچوي“ .

استاد محمد الخضرد همت په اړه فرمايلي دي:

”لوړ  همت خپل خاوند د اوج ترټکي پوري رسوي او د هغه پاملرنه د کارونو تر آخري حده پوري جلبوي“.

يوه شاعر څه ښه ويلي دي:

همت بلند دار که مردان روزگار
از همت بلند به جاىى رسيده اند

اب کم جو تشنگى آور بدست
تا که جوشد آب از بالا و پست

که چيري د رسول الله  صلي الله عليه وسلم سيرت ته متوجې سو ، نو راته څرګنده به سي چي يوازنى شى چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم يې د اسلامي رسالت خپرولو ته او د نړۍ ترګوټ ګوټ پوري رسولو ته هڅاوه،  هغه د رسول الله صلي الله عليه وسلم لوړ همت وو. د هغه همت وو چي هيڅ شي هغه له دې کارکولو څخه نه سوای راګرځولای.

همداراز د ابو بکر صديق  رضي الله عنه  همت وو چي د دوو کالونو په موده کي يې اسلامي خلافت مخته بوتى او تر څنګ يې  مرتدينو ته سخته سزا ورکړه او د هغو په وړاندي ودرېدى.

د رسول الله  صلي الله عليه وسلم د وفات په ورځ ټولو  مسلمانانو خپل  هوښ او حواس له لاسه ورکړي وه،  هيڅوک دې منلو ته چمتو نه وو چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم وفات سوى دى.  ټولو  هيله له لاسه ورکړې وه، خو  ابو بکر صديق  رضي الله عنه د هغو په شان لاس ترزني کښې نه نستى، بلکي د همت  څخه يې کار واخيستى او د اسلامي خلافت د سمبالولو په لټه کي سو.

وايي چي د ځينو پوهانو څخه پوښتنه وسوه چي کوم خلک د حالت له مخي د نورو څخه اوچت دي؟ هغو ورته وويل: ” أعلاهم همة “.

ژباړه: هغه کسان چي همتونه يې لوړ وي.

ويل کيږي چي د لوړ  همت  څښتنان که څه هم ځان کم وګڼي، بيا هم پرمختګ کوي او د اوج  نکتې ته رسيږي. لکه د اور لمبه که هر څونه  هغه راټولوې، بيا هم لوړي خواته پورته کيږي.

علامه ابن قيم رحمة الله عليه فرمايلي دي:

”د هر چا برخه،  درجه او رتبه د هغه د مقام ،  همت او شرافت په اندازه وي او انسان چي هرڅونه شريف، با همته او د منزلت څښتن وي ، د لوى څښتن تعالى سره د ميني، ديدار او د هغو کارونو په کولو کي وړاندي وي، کوم چي د هغه د رضا د لاسته راوړلو لامل ګرځي“.

شيخ احمد بن ابراهيم درعى فرمايلي دي:

”د هغه چا په شان اوسه، چي پښې يې پر مځکه  وي او  همت يې د وزرونو په شان آسمان ته الوتی وي. ځکه هغه څه چي انسانان يو له بله بېلوي ، هغه همت دى  او د هر انسان ارزښت د هغه په همت پوري اړه لري. د هرچا همت چي لوړ وي، د هغه منزلت به هم ډېرلوړ وي“.

اى ځوانه! له همت څخه کار واخله. د بې همتۍ او سر ټيټۍ ژوند ته نورد پاى ټکى کښېږده. يوازي ستا لوړ همت تا د برياليتوب تر پولي پوري رسولاى سي.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د