ټولنیزه برخه

د سترو شخصيتونو ژوند ليکونه مطالعه کړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب د لاسته راوړلو لپاره يوه  غوره لار د تېرو سوو سترو شخصيتونو ژوند ليکونه  مطالعه کول دي. تر څو  پوري چي انسان د نورو تېرو سوو عالمانو، پوهانو، برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه نه کړي، د هغو په شان هلي ځلي  ونه کړي ، د  هغو کړنلار  غوره  نه کړي او د هغو په شان خپل  ژوند دپلان سره سم منظم نه کړي، پرمختګ نه سي کولاى. ځکه  هر انسان يوې تجربې او مثبت تقليد ته اړتيا لري او د تېرو  برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه کول، د انسان سره ډېره مرسته کوي.

موږ مسلمانانو ته ښايي چي تر ټولو  لومړى د رسول الله صلي الله عليه وسلم  سيرت مطالعه کړو او په خپل ژوند کي د هغه کړنلار غوره کړو. ځکه هغه مبارک هر څه د لوى څښتن تعالى د وحي سره سم ترسره کول او د قرآن کريم لومړى مفسير وو.

لوى څښتن جل شانه د هغه په اړه فرمايلي دي:

﴿ لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴾[الاحزاب:٣٣/٢١]

ژباړه: بې شکه چي  ستاسي لپاره د  الله په  رسول  کي  د ښو کړنو (ډېره ښکلې او غوره ) بېلګه (نمونه) ده، د هغو کسانولپاره چي د الله  او د آخرت د ورځي هیله ولری او الله ډېر ډېر يادوي.

تر هغه وروسته بايد د هغه د صحابه وو ژوند ليکونه مطالعه کړو. تر هغه وروسته د زاهدانو، عالمانو، پوهانو او داسي نورو ځلاندو څېرو ژوند ليکونه مطالعه کړو.

علامه ابن جوزي رحمة الله عليه فرمايلي دي:

”زه د خپلي زمانې د ټيټ  همتو خلکو څخه له لوى څښتن څخه پنا غواړم،  په هغو کي نه داسي لوړ  همتونه سته چي مبتدي د هغو اقتداء وکړي او نه داسي د تقوى څښتن سته چي سالک د هغو پيروي وکړي. نو د خپلو تېرو  شخصيتونو سيرتونه مطالعه کړئ .

د هغو حالاتو او ژوند ليکونوته  په دقت پام  وکړئ او په یاد ولرئ چي د هغو د کتابونو ويل داسي معنا لري لکه هغو ته چي ګورئ“.

اى ځوانه! د تېرو عالمانو او پوهانو ژوند ليکونه مطالعه کړه او د هغو په شان د همت  او غيرت څخه ډک ګامونه اوچت کړه.

د هغو پر پله باندي پل کښېږده او د خپل هدف پر لور روان سه.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x