مجازي عشق مو تباه کوي!

لیکواله: ډیوه «همت لور»

د برياليتوب  او  وړاندي تلو د مخنوي يو سترلامل د ځوانانو په مجازي عشق بوختېدل دي. له بده مرغه  نن ورځ مجازي عشق په ځوانانو کي د يوې ساري ناروغي په شان خپور او تيت سوى دى او ورځ تر بلي ځوانان په بوختيږي. زياتره ځوانان چي وينې ، په دې ناروغي بوخت وي او د غم او درد په زغملو سره يو ډول خوند ځني اخلي. په حقيقت کي اوس د پخوا په شان پاکه مينه اصلا وجود نه لري.  هر هلک د ښايستې او شتمني نجلۍپه لټه کي دى او هره نجلۍ د شتمن او خانداني هلک په لټه کي ده . ما خو تر ننه څوک

و نه ليدل چي د يوې ړندې يا ګونګۍ نجلۍ سره دي مينه ولري يا دي نجلۍ د يوه ګوډ ، شل يا بې وزلي هلک سره مينه ولري؟! مخکي له دې چي په دې ناوړه لوبه بوخت سئ، د ځان سره فکروکړئ او خپله راتلونکې مه بربادوئ. خپل وخت مه ضايع کوئ، ځکه وروسته ډېر پښېمانه کېږئ.

په ” دريغ از اين مسلمانى“ کتاب کی وايي:

”د پرتګال جاسوسانو غوښتل چي د اندلس ځوانان منحرف کړي او  د هغو تر منځ بېلوالى را منځته کړي. خو دوى د هغه ځاى ځوانان داسي ومومي چي يوه ځوان بل ته ويل : ما د صحيح بخاري کتاب ترتا ښه حفظ کړى دى. او يو بل بيا ويل زه د معادلاتو په حل ترتا ښه پوهېږم. او درېيم ځوان بيا په ډېر وياړ سره ويل په تاسي کي يو څوک حاضر دى چي زما سره د آس ځغلولو مسابقه وکړي؟ کله چي د پرتګال جاسوسان د اندلس د ځوانانو خبري واوري، نو يو بل ته ووايي : راځئ چي بيرته وګرځو، ځکه اوس اندلس ته د داخلېدو وخت نه دى.

هغو جاسوسانو به  هره ورځ د اندلس د ځوانانو مسابقې، افتخارات په شعر او ادب کي اورېدل او دوى به يې تعقيبول . يوه ورځ  دوى د اندلس يو ځوان د ژړا په حال کي وويني. کله چي جاسوسان د هغه څخه د هغه د ژړا علت وپوښتي،  هغه په جواب کي ورته ووايي: ما چي د کومي نجلۍ سره  مينه درلوده ، هغې زه پرېښودم او ولاړه.

د دې په اورېدو سره جاسوسان ژر پرتګال ته ولاړ سي او خپلو مشرانو ته ووايي: اوس اندلس ته د داخلېدو وخت راغلى دى“.

مجازي عشق تاسي ته پرته له بد نامۍ، ماتي، وروسته پاته کېدو او بې عزتۍ څخه بل هيڅ شى نه درکوي.

د عشق، محبت او ميني پر موضوع باندي د ليکل سوو ناولونو له مطالعه کولو څخه ډډه وکړئ. له بده مرغه زياتره نوي ځوانان چي کله  د لومړي ځل لپاره تازه لږ ليک او لوست زده کړي، نو دوى د دې پرځاى چي ديني، مذهبي، اخلاقي او اصلاحي کتابونه مطالعه کړي، د عشقي، جاسوسي او پوليسي ناولونو او د ميني او محبت د کيسو د ويلو سره ډېره لېوالتيا ښيي. زياتره تنکي ځوانان د داسي ناوړو ناولونو په لوستلو سره د ميني او محبت په ناوړه لوبه اخته کيږي، بالاخره يې ژوند تباه  او برباديږي او وروسته بيا د پښېمانۍ اوښکي تويوي.

نن ورځ په بازارونو کي داسي ډېر ناولونه ترسترګو کيږي ، چي نه د ټولني لپاره ګټه لري او نه هم د خلکو په درد خوري. بلکي يوازي د ځوانانو د بې لاري کولو او د هغو د ژوند د تباهى لپاره ليکل سوي او ژباړل سوي دي چي له هغو څخه د زده کوونکو  او ځوانانو ځان ساتل ډېرمهم دي.

اى ځوانه! ته ترمجازي عشق او محبت يو بل سترمسؤوليت لرې، چي هغه اسلامي او شرعي رسالت دى. په دې شيطاني لوبه ځان مه بوختوه او مه په چل او فرېب سره د بل  ژوند بربادوه.ته د هغي ټولني بچى يې چي په زرګونو شهيدان يې ورکړي دي او لا تر نن ورځي پوري دي ټولنه له دې ډول قربانيانو ورکولو څخه خلاصه نه ده. خپل مسؤوليت وپېژنه او له نورو چټي او بې کارو کارونو څخه لاس واخله!!

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د