ټولنیزه برخه

پر لوى څښتن توکل وکړئ

لیکواله: ډیوه «همت لور»

که غواړئ چي بريالي سئ او وړاندي ولاړ سئ، نو په هرکار کي د ټولو پورته ذکر سوو شرطونو ترڅنګ، پر لوى څښتن تعالى باندي توکل وکړئ. ځکه پر لوى څښتن  اعتماد او توکل کول، د برياليتوب او پرمختګ اساسي شرط دى. د توکل په اړه لوى څښتن فرمايلي دي:

﴿ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا  ﴾[ احزاب:٣٣/٣]

ژباړه: او پرالله توکل وکړه، او الله د وکيل په توګه بس دى.

همداراز بل ځاى يې فرمايلي دي:

﴿وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴾[ مائده:٥/٢٣]

ژباړه:پرالله ډاډه اوسئ،که تاسي مومنان ياست.

بل ځاى يې بيا فرمايلي دي:

﴿  وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ ﴾ [ الطلاق:٦٥/ ٣]

ژباړه: او هغه ته له هغي لاري چي (په خپله) ګومان نه کوي، رزق ورکوي.او څوک چي پرالله توکل وکړي،  همدا (الله) ورته بس دى.

حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي:”ابراهيم عليه السلام هغه وخت ﴿ حسبي الله ونعم الوكيل ﴾ويلى وو، کله چي دى اورته واچول سي.

کله چي د احد په غزا کي رسول الله  صلي الله عليه وسلم ته وويل سول چي دښمن يو لوى لښکر برابر کړى دى،  له هغه څخه وبېرېږئ. نو په دې سره د مسلمانانو ايمانونه نور هم ځواکمند سول“.

خو د يادوني وړ ده  چي يوازي توکل کول هم کفايت نه کوي. انسان بايد د توکل تر څنګ هلي ځلي هم وکړي. يوازي په بې کاره کښېنستلو سره او پرالله تعالى توکل کولو سره هم کار نه کيږي.

يو وخت يو  صحرايي د رسول الله  صلي الله عليه وسلم په خدمت کي حاضر سي او خپل اوښ د مسجد په دروازه کي پرته له دې کي ويې تړي، دغسي ايله کړي په دې ګومان چي توکل يې وکړ او هغه يې پر لوى څښتن تعالى وسپارئ. د دې په ليدو سره رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته وفرمايي:

«اعْقِلْهَا وَتَوَكَّلْ ».

ژباړه: اوښ دي وتړه، او پر الله توکل وکړه.

د توکل معنا دا ده چي پر الله تعالى باندي يو څوک باور وکړي او تر هلو ځلو وروسته کار پر الله تعالى باندي وسپاري. خو دا په دې معنا نه دى چي انسان لاس تر زني کښېني او پرلوى څښتن باندي توکل وکړي. دا د دار الاسباب نړۍ ده . د هر شي لپاره لوى څښتن يو سبب پيدا کړى دى. انسان بايد د يوه کار د لاسته راوړلو لپاره لومړى  هڅه وکړي، زيار وباسي، لاس او پښه ووهي، بيا دي  هغه کار پر لوى څښتن  وسپاري. که چيري خير وو لوى څښتن هغه کار هرومرو ترسره کوي او که خير پکښي نه وو، نو بيا په هغه خداى تعالى ښه پوهيږي.

سيد جمال الدين افغاني  رحمة الله عليه پر مسلمانانو ځوانانو باندي ږغ کړى دى او ورته فرمايلي يې دي:

” په خپلو زړونو کي د ژوند د وضعي بدلون هيله بيداره کړئ. لټه او تلاښ کوئ، ځکه د دنيا د خوښيو د لاسته راوړلو لپاره يوازي توکل کول کار نه کوي“.

اى ځوانهۤ! لومړى يوه موخه وټاکه، د هغې لپاره هلي ځلي وکړه، بيا يې پر لوى څښتن  باندي  وسپاره. هغه وخت بيا وګوره چي څنګه وړاندي ځې او څنګه دي هر کار برکت کوي.

رحمة الله على الماضيين کلهم الى يوم الدين.

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x