ټولنیزه برخه

اى ځوانه!

لیکواله: ډیوه «همت لور»

لږ فکر وکړه ! لومړى پر دې بېچاره هيواد باندي د روسانو سرو لښکرو دخپلو شومو موخو د پلي کولو لپاره يرغل وکړ. بيا  انګليس او اوس هم دا بې چاره ولس د امريکې تر ښکېلاک لاندي راغلى دى. په کوم  هيواد کي چي له يوې خوا د پرديو يرغلګرو  له خوا په بېلا بېلو پلمو يرغل سوى وي او له بلي خوا يې د هيواد د ځوانانو ذهنونه، فکرونو، اخلاق او عقايد منحرف سوي وي او اصلي اسلامي هويت او ديني مسؤوليتونه ځني هېر سوي وي، نو د هغه بې چاره ولس به څه حال وي؟؟؟

د دې  هر څه په وړاندي ته يو لوى  مسؤوليت لرې چي بايد تر سره يې کړې.خو له بده مرغه نن موږ  وينو چي ځوانان مو څه کوي؟ په څه بوخت دي؟ کوم مسؤوليتونه يې تر سره کړي دي؟ د اسلام د ننګي اوخپراوي لپاره يې څونه  هلي ځلي کړي دي؟ د خپل ستر لارښود  صلي الله عليه وسلم  د دفاع لپاره يې څوني سر ښندني کړي دي. د ولس د هوسايى او نېکمرغۍ  لپاره يې څوني قربانيانۍ ورکړي دي؟ د ولس دپرمختګ لپاره يې څوني شپې په ويښو تېري کړي دي؟

د کونډو او يتيمانو د اوښکو د وچولو لپاره د کفر په وړاندي څونه جنګېدلي دي؟ د يوه اسلامي اوښتون لپاره يې څونه فکرونه کړي دي؟ دا  هر څه  هغه وخت کيږي کله چي مو ځوانان په کوڅو کي د ښځو او نجونو د زورولو پر ځاى، ځان داسلام او ولس د چوپړ لپاره وقف کړي. دا  هر څه هغه وخت کيږي، کله چي مو هغه اته زره ځوانان چي د ترجمانانو په نامه د  امريکايانو چوپړ کوي د امريکايانو پر ځاى  د خپل  مسلمان ولس د دفاع لپاره ځانونه وقف کړي. دا هغه وخت کيږي، کله چي مو په علم او پوهي پسوللي ځوانان يوازي د خپل جېب د ډکولو په اړه نه، بلکي لږ څه هم د اسلام او مسلمانانو او د دې ولس په اړه فکروکړي. دا هر څه هغه وخت کيږي،کله چي مو ځوانان د نڅا او سندرو ويلو پرځاى د اسلامي، اصلاحي او اخلاقي خپرونو د خپرولو لپاره هلي ځلي وکړي، او دا هر څه هغه وخت کيږي،کله چي مو ځوانان لومړى ځان وپېژني او بيا د خپلو مسؤوليتونو په اړه فکروکړي.

په پاى کي مو لوى څښتن ته دعا ده، چي نور د دې کړېدلي او خوار ولس بچيان د غفلت له خوبه راويښ سي او خپل دوست او دښمن وپېژني او د هغو تر پېژندلو وروسته خپل مسؤوليتونه درک کړي او د هغو د پلي کولو لپاره هلي ځلي پيل کړي. او يو ځل بيا د اسلام تېر برم رانوى او ژوندى کړي.او په ولس کي مو يو ځل بيا سيد جمال الدين افغاني، ميرويس خان  نيکه، احمد شا بابا، پېغله ملاله او نور د اسلام او ولس قهرمانان را ژوندي سي. او دا خوار او ژړېدلى ولس يو ځل بيا د پردو له منګولو وژغوري او په ولس کي مو د يوه اسلامي او افغاني خلافت رپى پورته سي.آمين يا رب العالمين.

ستاسي خور

ډېوه « همت لور»

همت ټاټوبى،کابل

د ١٣٩٣ لمريز کال د لېندۍ ١٠مه

—————-

یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ.

دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

غواړم پرمختګ وکړم خو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x