نړۍ

د مصر فوځ ولس مشر دکتور مرسي له واکه ګوښه کړ

نن ټکی آسیا:  څو شیبې وړاندي د مصري فوځ له خوا د مصر ولس مشر دکتور مرسي له ولسمشرۍ ګوښه کړه شو، او پر ځای یي د ستري محکمې مشر په دنده وګماره، تر څو تر لاتلونکو انتخاباتو د هیواد حکومتي چاري پر مخ بوزي.

وزیر دفاع په خپل بیان کي وویل چي ددې تر مخه فوځ ډیر کوشش وکړ چي د مصري ولس تر منځ دا تفرقه ختمه کړې، او ټول اطراف سره را ټول کړي چي خپل سیاسي شخړي حل کړي، خو ولس مشر دکتور مرسي ونه منل، او هر ځل یې خپله خبره مخکي وبلله.

د وزیر دفاع السیسي وروسته د ازهر مشر شیخ احمد طیب خبري وکړې، او د ولس مشر دکتور مرسي لیري کول یې تر پاته کېدو کم ضرر وباله، او وې ویل چي همدا په شریعت کي قاعده ده چي دوه ضرره سره یو ځای سي نو باید کم ضرر ته پر ډیر ضرر فوقیت ورکړه شي.

ددې وروسته د تواضروس په نامه د عیسايانو بابا خبري وکړې، او وې ویل چي دا تګلاره دوی په مشوره او ګډه سره جوړه کړې، او دوی د مصر د مصلحت لپاره دا کار وکړ، تر څو سیاسي مشکلات حل سي.

په دې غونډه کي نور فوځیانو هم شرکت کړی او د سیاسي ډلو ځینو مشرانو ګډون درلود چي په هغو کي یو هم د ولس مشر مرسي سیاسي مخالف دکتور البرادعي هم شامل وو.

برادعي وویل چي دا تګلاره چي نن د فوځ له خوا اعلان شول، ښه تګلاره ده، او د دې وروسته به د سولي او دوستی پروسه شروع سي.

د مصر فوځ د هیواد دستور الغا کړ، او ولس مشر یی بی واکه کړ، او د ستري محکمې مشر ته یې د ولس مشر ټول واک ورکړ، او اعلان یې وکړ چي د ټولو اطرافو په شمول به د راتلونکو انتخاباتو لپاره وخت ټاکل کیږي.

دکتور مرسي د اخوان المسلمین د سیاسي تنظیم حزب الحریه والعداله سره تعلق درلود، او د هغوی له خوا ولس مشرۍ ته کامیابه شوی وو، او د لومړی ورځي څخه ورسره مخالفتونه ډیر وه، او سیکولر قوتونو نه غوښت چي مرسي په واک کي پاته سي.

د نومړي میاشت لا نه وه پوره چي ټولو سیکولر ګوندونو په ګډه یو مخالف قوت د عیسایانو په ګډون جوړ کړ، او پر ځان یې د جبهة الانقا‍ذ نوم کښېښود، او بیایی د مصر د نوي ټاکل شوي ولس مشر دکتور مرسي په ضد په پراخ او د تشدده ډک لاریونونه لاس پوري کړ، چي نن یو کال وروسته دې ځای ته ورسیدل چي فوځ پر نوموړي انقلاب وکړ، او د واکه څخه یې لیري کړ.

ددې بیان تر مخه مرسي اعلان وکړ چي دی به خپل تر واک او قانوني حیثیت په هیڅ توګه نه تیریږي، او خپل د واک د ساتلو لپاره به تر اخیره کوشش کوي.


په خپل لومړي غبرګون کي مرسي وویل چي دی د فوځ دا بیان نه مني، او نه غواړي چي خپل واک پریږدي، او پر فوځ یې غږ کړی چي د خپلو مشرانو خبره ونه مني، او پر هغوی انقلاب وکړي.

له دې سره سم د مصر نوي واکمنانو د اخوان المسلمین او نورو اسلامي ګوندونو او ټولنو تلویزوني چینلونه بند کړ، چي په هغو کي مصر ۲۵ تلویزون، الرحمة ، الناس او نوري چینلونه شامل دي.

د مرسي حامیانو ویلي چي دا غیر قانوني عسکري انقلاب دی ، چي دوی یی نه مني، او په وړاندي به یې خپل مظاهرو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x