کابل ښاریان باراني ورځو کې د سړکونو بندښت له ستونزو سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د کابل ښاریان وايي په باراني ورځو کې د حکومت د نه پاملرني له امله سړکونه بندېږي او د دوی ورځنۍ چارې په ټپه لګېږي.

د دوی په خبره په باراني ورځو کې څوک نه شي کولی چې ښوونځيو، خپلو دوکانونو یا هم روغتيايي مرکزونو ته په وخت ورسېږي.

د احمدشاه په نوم یو تن وایي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې باران ورېږي او حکومت پر دې خبر دی چې د ښار کومو لارو کې ډېرې اوبه ډنډ کېږي خو بیا يې هم پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي.

کابل ښار چې لا هم رسمي ښاروال نه لري په باراني ورځو کې يې د مرستې غږ د کورنیو چارو وزارت پورته کړی دی.

کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی پولیس حاضر دي چې ښار کې له خلکو سره لازمه مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې پولیس حاضر دي چې له اوبو ډکو لارو کې ځينې ناروغان تر روغتيايي مرکزونو او د ښوونځيو زده کوونکي تر ښوونیزو مرکزونو ورسوي.

خبرپاڼه کې د کابل ښار څلورمه او لسمه ناحیې يادې شوې چې پولیسو د ولاړو اوبو په منځ کې له خلکو سره مرسته کړې ده.

ياده دې د کابل په ګډون د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې له نږدې څلورو ورځو راهیسې پرلپسې باران ورېدلی، چې تر اوسه يې یوازې له روزګان ولایت نه زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې سیلابونو درې تنه مړه کړي سلګونه جریبه ځمکه يې لاندې کړې او دهراود کې يې د کرنیزې ځمکې په ګډون ګڼ کورونه هم نړولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د