نړۍ

تازه خبر: د مصر پوځ ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسی نیولی

Mursi5

د اخوان المسلمین غورځنګ یوه ویاند ویلي چې د مصر ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسي د پوځ له خوا نیول شوی.

احمد عارف زیاتوي چې د مصر پوځ محمد مرسي د خپل مشهور مرستیال عصام الحداد سره یو ځای نیولی، خو دا نه ده معلومه چې اوس په کوم ځای کې دي.

خو د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویل شوي چې دواړه د مصر د پوځي استخباراتو په قرارګاه کې دي.

له بلې خوا د مصري پوځ یو لوړ پوړي چارواکي چې د نوم له ښوولو ئې ډډه کوله فرانس پریس خبري اژانس ته د محمد مرسي د نیول کیدلو خبر تایید کړی.

په اخوان المسلمین کې د (الحریه والعداله) د څانګې یو بل مشر (جهاد الحداد) هم د مرسي نیول کیدل تایید کړي او ویلي ئې دي چې نوموړی دا مهال د دفاع وزارت په دانۍ کې دی.

جهاد الحداد د خپل ټویټر په پاڼه کې لیکلي چې تیره شپه د (رابعه العدویه) په میدان کې د محمد مرسي په پلویانو هغه مهال د ماشین ګنو برید وشو چې هغوی د قیام اللیل یا تهجدو په لمانځه بوخت و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x