شعـــــرونه

د دار فلسفه: عرفاني

عرفان الله عرفاني

نږدې شوې مو ساحل ته ده بېړۍ
ډېر دی شکر چې وړۍ مو شوه شړۍ

موږ د پاکې تاندې مينې عاشقان يو
مست جنون موماتې کړې دي کړۍ

فلسفه د دار مو مخکې لا ويلې
ځکه نن ورځو خوشحال هسکه غړۍ

د رقيب پرتندي داغ زما د خنجر دی
لا روغ ندی تېرې شوي پرې پېړۍ

که جهان ټول پاړوګر او ښاماران شي
د موسی امساته دي يوه مړۍ

عقيده د وحدانيت مونږه خپره کړه
په خبرو مو کړه پوه ګونګه نړۍ

پر هواره مو ولاړ دي چنارونه
جګ جګ غرونه مو لري غټې څېړۍ

قره قول،پکول سم زېب ورسره نه کا!
( عرفاني ) سره کړي خوند شخه پګړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x