نظــر

د مرسي مظلومانه سقوط اسلامپالو ته عبرت

داسلامي نظام د راوستلو لپاره یوه بله دیموکراتیکه تجربه هم ناکامه وختله ، دمصر سیکولرانو دپوځ په مرسته اسلامپال ولسمشر ډاکټر محمد مرسي چې تر ۵۱ فیصده زیاتو مصریانو رایه ورکړې وه ، راوپرځاوو .

محمدمرسي چې داخوان المسلمین ګوند غړی دی ، ددې لپاره یې یو عمر مبارزه کړې وه ، چې په مصر کې د حسن البناء او شهیدسیدقطب له هیلو سره سم اسلامي نظام راولي ، نوموړي دې هدف ته درسیدو لپاره جمهوري یا دیموکراتیکه لاره غوره کړې وه ، په همدې لاره کې بالاخره بریا ته ورسید، او ټاکنې یې وګټلې ، مګر داچې بیا هم دسیکولرانو په وړاندې ټینګ نه شو او نه یې هم داسلامي نظام په نفع جدي کار وکړای شو ، معلومیږي چې دې هدف ( اسلامي نظام ) ته درسیدو لپاره دیموکراتیکه مبارزه یې بې نتیجې وه .

  تردې وړاندې دډاکټر مرسي په مشرۍ دمصري اسلامپالو غوندې د ترکیې د رفاه ملي اسلامي ګوند ، او د الجزائر  دنجات داسلامي جبهې  دیموکراتیکي هڅې هم کټ مټ له ورته انجام سره مخ شوې وې .

دالجزائر داسلامي نجات جبهې  څوکاله وړاندې دولسمشرۍ  ټاکنې په قاطع اکثریت وګټلې ، مګر کله چې پوځ پوه شو، چې دغه ګوند غواړي په الجزائر کې اسلامي نظام  تاسیس کړي ، منتخب حکومت یې ونړاوو ، او ګټونکي اسلامپال یې  زندانونو ته ولیږل .

په ترکیه کې نجم الدین اربکان هم څوکاله وړاندې ټاکنې وګټلې ، ولې څه موده وروسته دترکیې پوځ  د ډاکټر مرسي غوندې له واکه وغورځاوو .

عام مسلمانان عندالله په دې مأمور دي چې دالله تعالی په ځمکه به الهي نظام برپا کوي ، ځکه انسان ځمکې ته دالله تعالی دخلیفه په حیث رالیږل شوی ، چې باید په ځمکه کې دفساد مخه ونیسي ، او داسماني قوانینو سره سم یوه اسلامي واکمني رامنځته کړي .

متاسفانه  دوروستیو امتحاني پیړیو په دوران کې موږ  په تدریج سره خپلې اسلامي واکمنۍ له لاسه ورکړې ، چې دهمدې بایلات له امله اوس ددرستو مسلمانانو په غاړه دیوه سوچه اسلامي نظام دتاسیس مسؤلیت پروت دی .

دنړۍ دګوټ ګوټ واقعي مسلمانان په دې ارمان او هڅه کې دي ، ترڅو په الهي ځمکه  اسلامي نظام پلی کړې ، دهمدې هدف لپاره مختلفې مبارزې کوې  ، ځیني دوسلوال جهاد له لارې هڅه کوي ، چې دکفر او لادینیت زور مات کړي ، او اسلامي نظام قائم کړي ، خو ډیری نور بیا په دیموکراسۍ کې دشمولیت او انتخاباتو له لارې هڅه کوي ، چې اسلامي نظام راولي .

زه دلته دانتخاباتو په شرعي اړخ خبره نه کوم ، چې آیا عام انتخابات شرعا جواز لري یا نه ، دا د معاصرو علماء ترمنځ معرکة الاراء مسئله ده ، دهند دنیمي وچې یو وتلی دیني عالم او ستر مفسر مفتي محمد شفیع صاحب عام انتخابات جائز بولي ا و شرکت په کې لازم بولي .

یوشمیر نور علماء استدلال کوي چې عام انتخابات شرعي اصل او سابقه نلري ، یوازې نیمه پیړۍ عمر لري ، او له معاصروسیاسي  بدعاتو څخه شمیرل کیږي ،خیر  دابحث په خپل ځای یو اوږد بحث دی .

زه غواړم په دې لیکنه که د ډاکټر مرسي انجام ته په پام سره دا خبره راپورته کړم ، چې که عام انتخابات شرعا جائز هم شي ، آیا په دې لاره کولای شو خپل هدف (اسلامي نظام) ته ورسیږو .

معمولا  که سړی دکوم هدف په خوا دسفر اراده لري ، نو په هغه لاره روانیږي ، چې حداقل هدف ته دوصل کیدو احتمال په کې وي ، که چیرې دیوه لاروي په دې یقین وي ، چې دا لاره زما هدف ته نه ده وصل شوې ، بلکې هدف ته نارسیده په  نیمایي کې قطع شوې ده ، فکر نه کوم چې هیڅ څوک هم په داسې لاره دسفر اراده وکړي ، ځکه په داسې صورت کې به یې سعی او ستړیاعبث وي  او کله به هم هدف ته ونه رسیږي .

تجربو ته په پام سره زما په نظر په دیموکراسۍ کې دشمولیت او انتخاباتو له لارې داسلامي نظام برپا کول ،دوه اساسي موانع لري ، لومړی داچې دا احتمال خورا کمزوری دی ، چې اسلامپال جریان دې ، عام انتخابات وګټي، ترڅو یې په بنسټ اسلامي نظام راولي ، ځکه په عامو انتخاباتو کې حساب په اکثریت باندې کیږي ، په داسې حال کې  چې کله په ټولنه کې دښه او بد ، دین پال او دنیا پال ترمنځ موازنه کیږي ، نو همیشه ښه خلک او دین پال کم وي او دنیاپال زیات وي .

دې حقیقت ته الله تعالی هم بیا بیا اشاره کړې ده الله تعالی په قرانکریم کې بیا بیا فرمایلي ، چې ستاسو (لږ)خلک نصیحت قبلوونکي ، شکرګذاره یا دنورو حسنه اخلاقو درلودونکي دي ، دغه راز فرمایي چې (اکثره) خلک نه پوهیږي .

دهمدې ټولنیز حقیقت له امله خو په هغو اسلامي هیوادونو کې چې  جمهوري نظامونه لري ، سوچه اسلام پالې ډلې همیشه له غوڅ شکست سره مخامخ وي ، او که دمصر یا ترکیې غوندې کوم اسلامي ګوند یې ګټي هم نو مجبور دي چې ډیره اتکاء به دنیایي شعارونو او پالیسیو باندې وکړي ، ترڅو دټولنې  اکثریت دنیاپال قشر رایه ورکړي .

 دوهم مشکل دادی چې که چیرې دمصر ، ترکیې او الجزائرغوندې اسلامي ډلې یوځل واک ته ورسیږي هم ، نه شي کولای داوږدې مودې لپاره خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي ، ځکه نن سبا داعلام او نړیوالتوب په دوران کې چې عامه اذهان ترډیره دغربي میډیایي یرغل په ولکه کې دي ، غربیان په خپلو تبلیغاتو  او دداخلي لاسپوڅو سیکولرانو څخه په استفاده ډیر په اسانه کولای شي ، اسلامي واکمنۍ ته دپای ټکی کیږدي .

د مصري اسلام پال ډاکټر مرسي واکمني ددې لپاره ښه مثال دی ، له کومې ورځې چې دغه مسلمان سیاستوال واکمنۍ ته ورسیده نو غربي مطبوعاتو ورسره  دښمني شروع کړه ، دتیر کال له شعبان راهیسې ترنن پورې به داسې لږ ې ورځې تیرې شوي وي ، چې غربي مطبوعاتو دې له مصر څخه دنارامۍ ، قتل قتال ، مظاهرو او تاوتریخوالي راپورونه نه وي ورکړي ، په داسې حال کې چې په دې موده کې په مصر کې واقعا کوم فوق العاده بحران موجود نه وو ، خو غربي مطبوعاتو هڅه کوله ، داسلام پالوواکمني په دروغو  بحراني ، جنجالي او ناکامه معرفي کړي ، دهمدې لپاره خو یې هرې وړې مظاهرې ته  هم خورا پراخ انعکاس ورکاوو ، ترڅو یې دعامه مصریانو اذهان  واکمن مرسي ته په بله واړول ، او په دې مهال سیکولر پوځ ته هم فرصت په لاس ورغی ، ترڅو داسلام پالو قانوني واکمني په ډیره اسانۍ چپه کړي .

زما په نظر خو دا ټول حقائق او تجارب ثابتوي ، چې واقعا اسلامي نظام ته درسیدو لاره دومره اسانه او هوسا نه ده ، لکه دمصري اخوانیانو غوندې یو شمیر اسلامپالې ډلې یې چې په اړه فکر کوي .

ددې لپاره چې یوه واقعي  ، پایدار او تلپاتي اسلامي نظام ته ورسیږو ، باید دمسئلې عمق ته فکر وکړو ، چیرته چې غیراسلامي قوانین  عملا حاکم وي ، آیا موږ کولای شو ترسیوري لاندې یې داسلامي نظام تصور وکړو ، چیرته چې پوځ ، قضا او ټول دولتي قوانین اوبنسټونه  په غیراسلامي طریقه رامنځته شوي او پاییدلي وي ، آیا موږ کولای شو ، په یوه ساده  معامله او مداخله سره ددې ټولو موانعو له شتون سره سره واقعي اسلامي نظام راولو ، معلومه خبره ده چې ځواب منفي دی .

اسلامي خوځښتونه باید نور په دې پوه شي ، چې داسلامي نظام دنفاذ په وړاندې پرتې ستونزې  بنسټیز حل ته اړتیا لري  .

دا که دزور ، دعوت ، انقلاب او بلې هرې لارې څخه ممکن وي ، خو اسلامي نظام باید له  بنسټه راپیل شي ، داسلامي نظام  په وړاندې پراته  واقعي موانع باید وپيژندل شي او دله منځه وړلو چاره یي وشي ، له دې پرته یوازې  په انتخاباتو کې دشرکت تجربه او منډې ترړې له دې پرته چې داسلام پالو وخت او انرژي  ضایع کړي فکر نه کوم چې بله هیڅ نتیجه هم ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x