
د شهيد بشير احمد روح ته ډالۍ
حکمت الله حاکمي
له پوهنتون نه فارغ نه شو په ستم شهيد شو
ورباندې جوړ خاورين مزار شو په تورتم شهيد شو
د فراغت جشن پرې جوړ نه شو اجل واخيسته
وو ډيرو زړونو ته محبوب او محترم شهيد شو
يو څو ژباړلي کتابونه يې يادګار پاتې دي
هغه څښتن د ليکوالۍ او د قلم شهيد شو
ټول ټولګيوال ورڅخه خوښ وو او په بيلتون يې خفه
وو اخلاقي او د زخمي زړونو مرهم شهيد شو
ما حاکمي يې چې د مرګ غمجن خبر واورېده
په هغه دم شومه غمجن غمجن په غم شهيد شو