نظــر

په مصرکی د اسراییلو او لویدیز استعمار نظامی کودتا

بسم الله الرحمن الرحیم  
دمصر نظامی کودتا چه د لویدیز او اسراییلو له خوا  پلان شوی او د مصر د ملی او بین لمللی مافیه له خوا رامنځته شوه   په هکله غواړم  د مسلمانانوسره خپل معلومات شریک کړم :

  تاسو ته به  په یاد  او یا به مو  لوستلی وی  یو وخت د ملی او بین لمللی مافیه غړی به  په بازارونو  شارونواو ملکونو  کی  د ورانکارو ،  مخدره موادو قاچاقبرو  او نورو ټولو غیر انسانی کړنو مرتکبینو او کونکو په نوم شتون درلود ولی تل به د څارنی لاندی او په تیښته  کی به  وو چه د وخت  حکومتونو به تعقیبول ، که په لاس به ورغلل  دهغو د بدو کړونو مناسبی جزاګانی به یی ورته اورولی  چه مهار یی کړی .

له بده مرغه د وخت په تیریدو هغوی د زیاتو روپو  او مالی امکاناتو په درلودلو یی حالت نظامی ګنګونو ته بدل شو  چه بیا دغو نظامی ګنګونو دومره قوت بیا موند چه دسیاست په نړی کی ورننوتل حکومتونه یی خپل کړل  ورو ورو  یی د ټولی نړی  سیاسی قدرت تر لاسه کړو اوس وخت کی د نړی  ټول زر زور او تزویر د دوی  په واک کی دی..

    ددغه بین المللی مافیه (چه اوس د نړی سیاسی قدرت  په لاس کی لری) د وخت په تیریدو ، او د نوی تکنالوجی په رامنځته کیدو سره دوی لا ډیر پرمختګ وکړو  ددی هیله یی پیدا شوه چه نړیوال حکومت رامنځته او  په ټوله نړی حکومت تسلط ولری  دی هدف ته د رسیدلو د پاره یی نړیوال ګوند او  نظام رامنځته کړو ،  چه  هغه  د ماسونیزم ( فری میسنری ) ګوند  او د دیموکراسی نظام  دی .   چه ټول دینونه به  د دی دین د رهبری لاندی کار کوی  یعنی  دینونه  له سیاسته فاصله ولری کوم ته چه سکولریزم وایی . .
 مصر کی د اخوان المسلمین قهرمان  اسلامی ګوند د مصر د دیکتاتورو او لاسپوڅو فاسدو ادارو په مقابل کی د مبارزی او جهاد  ډيره سابقه لری او د زمانو په اوږدو کی یی ډيری مالی او جانی قربانی ورکړی او داسلامی  نړی په کچه دوی  د ټول عالم اسلام د پاره  د مشرتابه حیثیت لری پاتی دی نه وی چه د ددی ګوند په رامنځته کیدو کی د افغان سیدجمال الدین کړنو او  لارښوودنو ډیر رول لوبولی دی کله چه زه قاهره  کی ووم د اخوان المسلمین لوړپوړو ورونو یی په ډیر درنښت یادونه کوله  .
  دا ویاړلی  اسلامی ګوند تیر کال په ډیر شهامت او د څو سوه مسلمانانو  په شهادت  د  اول ځل د پاره وتوانیده چه د حسن مبارک دیکتاتور   حکومت تخته نسکوره  او پرځای یی د خلکو  حکومت رامنځته کړی او د رایو په اکثریت یی سیاسی واک تر لاسه کړو کوم چه د دوی د قلابی دیموکراسی شعار هم دا وو  .

 داچه له بده مرغه د مصر په خوا کی   اسراییلو غیر قانونی رژیم  د غرب له خوا  په وچ زور هلته میشت شوی  ( کوم چه  د امریکا او د راتلونکی  نړیوال حکومت نړیوال  پایتخت دی ) نو د پایتخت خواته د اسلامی نظام  شتون د بین المللی مافیه د پاره د  هضمولو وړ خبره نه وه .  د اسراییلو د حفاظت او حمایت د پاره امریکا  په مستقیه توګه  د مصر فوځ  ته  هر کال دوه بیلونه ډالر رشوت  ورکولو چه مصر د فلسطنیانو پلویت  او حمایت ونکړی .  داسراییلو کمزوری   نه یواځی د  نړیوال حکومت رامنځته کولو ته صدمه رسوی بلکه نړیوال پایتخت ته نزدی اسلامی نظام  دخپل استکبار او استثمار د پاره لوی توهین او شرم ګڼی

دا چه  پیله  کی اسلامی انقلاب په ډیر جم و جوش کی وو دوی یی مخه نه شوه نیولی او که د مخه نیولو وسه یی کړی وی   د دوی د دیموکراسی د شیطانی  نظام نوم به خامخا بدنامیدلو ، پس له هغه  چه اسلامی  انقلاب بریالیتوب ته ورسید  او د اخوان المسلمین  اولین ریس جمهور ( ډاکتر مرسی )   د رایو  په اکثریت رامنځته شو .

 د ډاکتر مرسی  د پاره یو کال کافی نه وو چه نظامی سکولریست جنرالان یی ( لکه ترکیه  کی  چه  اردو ګان  لیری کړل ) لیری کړی وی ، د هغه ملحدو او  سکولریستو جنرالانو سره په مفاهمه د اسراییلو او امریکا په واسطه  ( چه څه سکولریست ایزمیان  وو او څه یی به بیه رانیول ) ، په مصر کی  د مظاهرو کولو دستور ورکړی شو داسی معلومیږی چه د دی قوماندی مشری یی  البرادی ملحد ته  ( اټکل کوم ) ورکړی شوی وه . فوځ د مظاهرو د چوپولو  پرځای مظاهرو ته نوره هم وده ورکړه ، دا د مظاهره چیانو د وخت د ضایع کیدو وخت نه بلکه د ډالرو جوړولو وخت وو (هر یوه مظاهره چی ته په ګیډیو ډالر ورکړی شوی وو )، فوڅ ددی پرځای چه له مرسی څخه بخښنه وغواړی چه د غیر قانونی مظاهرو مخه  یی  ونه شوه نیولی، په ډیره بی حیایی او سپین سترګی سره اعلان کوی چه  که په ۴۸ ساعتونو کی  مرسی د خلکو غوښتنی تر سره نه کړی نو له قدرته به یی ګوښه کړی

 دا مسلامت امیزه مظاهری نه بلکه استخدام شوی مظاهری او  د  لویدیزله خوامخکی له مخکی پلان شوی   کودتا وه   لکه مشرف چه د لویدیز په مشوره او پلان   په نواز شریف ( چه خلکو ټاکلی وو ) غیر قانونی کودتا وکړه او یا په الحزایز کی له ټاکنو وروسته غیر قانونی کودتا  رامنځته شوه   او یا  په  فلسطین او ترکیه  کی  د لویدیز له  خوا (د  دوی  د خپلی  قلابی دیموکراسی  په  خلاف )  دا  ډول غیر قانونی  کوداتا ګانی  رامنځته  شوی  .

  فلسطین کی  د حماس د اسلامی  ګوند د رایو اکثریت خپل کړو داچه د  غرب په خوښه نه وو  د حماس ګروپ یی په دهشت کرو واړوو د سختو شکنجو او محاصرو لاندی یی ونیوه   په  الجزایر کی چه له ټاکنو وروسته د لویدیز د پلویانو له خوا ورباندی  کودتا وشوه او هغه خوځښت یی د خاورو سره خاوری کړو ، همد ارنګه په ترکیه کی یی د  ناکامی کودتا وسی او هڅی وشوی اردوګان ونیول  اوس یی  ورته استانبول کی تخریب کارران پیدا کړیدی  چه  د غرب  په واسطه تمویل ، بجهیز او رهبری کیږی او  دهغو  میدیا  یی شهرت زیاتوی

محترمو ورونو د مار ، لړم او یا له څیروونکو حیواناتو څوک ګیله کوی چه ولی خلک چیچی او یا خوری  .  د بین المللی مافیه او نړیوال استثمارګرو هم دا  فطری خصلت دی چه خلک غلاموی او استثماروی او حتی د غلامولو او استثمارولو  وخت کی  اندک  مقاومت هم  خلاف ورزی   او هغو  ته دهشت ګر وایی  هر دول ظلم او وحشت ته ترحم وایی . د  نننی مافیه چه د نړی سیاسی قدرت او ټول امکانات یی په واک کی دی او د نړی ظالمان   ورسره په  ماسونیستی ګوند کی ګدون  او د نړی مظلوم خلک د برچی او ډالرو  په زور له ځان سره  یو  او په  فقر او ایزمونو  یی ور له مغزونه پریمنځلی دی

د افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریه ، سودان ،  یمن ، سومالیا او او دنړی په هر کنج او کنار کی چه څه پیښ شوی او پیښیږی  ټول د دوی د لاسونو محصول  او د پلانونو برخه ده دوی رامنځته کړی  اوکه کوم  یو تصادفا را منځته شوی دوی یی په  خپله ګته  څرخوی.

  دا نوی خبره  نه بلکه  د حق او باطل هغه جنګ دی چه د بشری ژوند له اوله  شروع شوی او  تر قیامته به دوام لری صرف د زمانی ، ځای او  د انسانی ټولنیز جوړښتونو له مخی یی خلک ، ابزار او پلانونه  بدلیږی  رابدلیږی . صرف دومره توپیر  چه د نفوذ ساحه یی د پخوا په نسبت ډیره پراخه ده پخوا به یو څو ملکونو یا براعظم کی وو مګر اوس یی د نفوذ ساحه ټوله نړی رانغښتی ده .

که د الله ج اراده د دجال د راتګ وخت  وی  مونږ څه نه شو کولی دا به د د ژوند اخرنی کلونه وی زمکه او د زمکی ژوند به مخ په ختمیدو وی او که هغه وخت نه وی زه باور لرم چه افغانستان کی لا د ماتی سره مخامخ دی او د ظلم دا تیاری شپی به ډیر ژر رڼا کیږی .

 داچه دوی ولی منظم او مونږ غیر منظم یو دوی ډیری مرحلی مخکی له مخکی تر سره کړی چه هغه زمونږ د سیاسی قدرت اخستل او  ایزمی  لاسپوڅو ته یی هغه  قدرت ورکول د ی  هغوی ته یی دستور دادی چه مونږ غریب او ناپوهه وساتی طبیعی ده څوک چه غریب او ناپوهه وی  هغه به  ښه صحبت او سالم عقل هم ونه لری..

 دوهمه مرحله کی دوی زمونږ ټولنیز جوړښتونه د څیړنی او تجزیی لاندی نیسی اوسربیره  په موجوده  قومی یا مذهبی جوړښتونو نوی ایزمی جوړښتونه هم ور اضافه  کوی زمونږ تولنه نه یواځی په قومونو او مذهبونو بلکه د خلکو ترمنځ  نوی ایزمی قومونه  جوړ کړی چه د کور دننه لا د اختلافاتو لړی پیل شی  .

 دغه وخت دی چه یو د بل د منځه وړلو د پاره له  بین لمللی مافیه  مرسته او راهنمایی غواړی چه وروسته بیا دغه رهنمایی په رهبری بدله شی  لکه د کرزی د اداری په شان دا ملی مافیه د بین المللی مافیه سره وتړل شی چه د فزیکی بدلون څخه یی کیمیاوی بدلون ته واړوی چه ټول عمر د هغه ټولنی خلک غیر متجانس او دشمنی کی وی د دیموکراسی   په نوم  هر ډول انسانیارزښتونه  او اسلامی اخلاق محوه شی خلک ماده پرست او انسانی عواطف په حیوانی انعکاساتو واوړی.

دا چه نن صبا مصر کی څه روان دی  مونږ ور پکی پوره ۱۲ کلونه تیر کړل او دا چه څومره به نور دوام وکړی .، دا مظالم چه په مصر ، افغانستان ، عراق او دنړی په نورو مظلوم هیوادونو که روان دی  په امریکا او اروپا کی له دی څو ځلی  بدتره دی   هم طبقاتی نظام دی چه   یوه برخه سرمایه داران  په نهه نوی نادارو خلکو حکومت کوی او استثماروی یی صرف  د استثمار کیفیت  یی بدل دی هلته خلک په استثمار نه پوهیږی ، زمونږ خلک په دی خو پوهیږی چه دوی مونږ غلاموی او  استثماروی . زمونږ ملکونو کی چه د دوی عسکر جنګیږی دا د هماغه غریبانو  بچی دی چه د  خپلو کورنیو د  ژوندی ساتلو  په خاطر افغاانستان او عراق ته راځی مونږ او ځانونه  وژنی  ( د استثمارګرو د ګټو د پاره )  کله چه بیا خپلو ملکونو ته ستانه  شی او له دوی څخه عسکری فشار لیری شی خپلو کړنو او وژنو ته یی نظر شی  لیونی شی ځینی ځانونه ووژنی او ځینی یی د څارنی او دایمی درملنی لاندی وی  او یا یی  له خلکو جلا ساتی چه د دوی د جنایاتو قیصی نوروخلکو ته ونه کړی.   ومن الله التوفیق

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x