abudhabi embassy

په خلیج کي افغان دیپلوماټان د اوروپا د سیاسي پناه په هڅه کي

نن ټکی اسیا ته په لاس ورغلي معلومات څرګندوي ، چې دقطر ددفتر پرانیستي او په ټوله کې د حکومت دوسلوال اپوزیسیون ( طالبانو ) سیاسي ظهور دکرزي دحکومت په سیاسي کړیو کې سخته وارخطايي ګډه کړې ، او ډیری یې اوس په دې هڅه کې دي ترڅو دخپل راتلونکې په اړه لاس په کار شي .

په دې لړ کې په خلیجي هیوادونو کې میشت زیاتره د کرزي دحکومت دیپلوماتان هڅه کوي ، چې خپلې دندې پریږدي ، او اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي .

یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې په دوبۍ کې دافغان قونصل ګرۍ دوهم سکرتر عبدالوهاب غفوري له هغه وروسته خپله دنده خوشې کړې او په نامعلوم لورې تښتیدلی کله یې چې په قطر کې دطالبانو ددفتر د پرانیستې خبر ترغوږ شو ، عبدالوهاب غفوري چې دشمال ټلوالې دقومندان دین محمد جرأت اوښی دی ، د ډاکټرعبدالله له وخته یي دبهرنیو چارو په وزرات کې ددیپلومات په حیث دنده ترسره کوله .

د نوموړي وویل چې ددې تر مخه هم د همدې سفارت څخه څلور دیپلوماټان چي دوه یې د پنجشیر او دوه یې کابلیان وه، په سفارت کي ددندې د پوره کېدو وروسته اروپا ته په سیاسي پناه تللي، چي په هغو کي خالد میرزا امیر پنجشیری لومړی سکرتر او عایشه قریشي کابلۍ لومړی سکرتره هم شامل دي.

 یاده سرچینه زیاتوي چې د عیاض الدین پناهي په نوم یو بل پنجشیری دیپلومات چې په سفارت کې د دریم سکرتر دنده پر مخ ولي هم په تیاری بوخت دی او  احتمال سته چي ډیر ژر به په یوه لوري پښې سپکې کړي

راپور وایي په متحده عربي اماراتو او نوروعربي هیوادونو کې دکرزي دحکومت زیاتره دیپلوماتان لګیا دي ، او خپل بار بستره تیاروي، ترڅو داړتیا په صورت کې کوم اروپایي هیواد یا استرالیا ته ځان ورسوي .

په سفارتونو کي رسمي دندي د افغانستان د وزارت خارجه د چارواکو له خوا په پیسو خرڅیږي، او ځکه چي دا دندي په ډیرو پیسو خرڅیږي، نو سفارتونو ته یوازي هغه څوک لاره مومي چي هغوی زیاتي پیسی ورکوې، چي په هغو کي د وزیرانو، د پارلمان د غړو او نور جګړه مارانو او قومندانانو زامن او خپلوان شامل دي.

دوی چي کله خلیجي هیوادونو کي خپل درې کلنۍ موده پوره کړي، او وخت یې په ختمېدو سي، نو خپل به سفارتي او سیاسي پاسپورټ باندی په اوروپا کي خپل د خوښي هیواد ویزه واخلي، او بیا هلته خپل د کورنۍ سره میشت شي او د سیاسي پناه غوښتونکی سي.

په اوروپا کي میشت یو افغان مهاجر وايي چي ډیر افغانان او غیر افغان مهاجرین داسي هم کوي چي کله هوايي ډګر ته ورسیږي، نو خپل پاسپورټ په تشنابونو کي وسوځوي، او بیایی یی ایرې په کموډونو کي وبهوي، او بیرون راووزي، او د ایمیګریشن چارواکو ته ووايي چي دوی سیاسي پناه غواړي. خو په دې اړه تر اوسه کره شواهد او معلومات نسته چي ایا د سفارت چارواکي هم ددغي لاري څخه کار اخلي که هغوی بل کوم چل لري.

باید وویل شي چي د سفارتونو هغه کارکونکي چي د پنجشیر ولایت دي، هغوی خپل په پاسپورټونو کي خپل ولایت قصدا بدخشان، تخار، پروان یا بل کوم ولایت لیکي، د افغانستان د وزارت خارجې د یوه کارکونکي څخه چي کله نن ټکی آسیا پوښتنه وکړه چي دوی ولي داسي کوي، نوموړي په ډیره معنی داره لهجه وویل چي دې کي د هغوی ډیر چلونه او فایدې دي خو دا یې واضحه نه کړه چي کوم چلونه او څه فایدې دي، او هم یې د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

څه موده وړاندې د جرمني شپیګل انلاین په یوه راپور کې ویلي وو ، چې په اروپایي هیوادونو کې میشت زیاتره افغان دیپلوماتان بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږي ، خو دعربي هیوادونو په اړه دا لومړی ځل دی ، چې ددیپلوماتانو دتيښتې خبر مطبوعاتو ته راوزي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د