
ولسمشرۍ ماڼۍ فیسبوک کاروونکو ته ګواښ کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د بیان د ازادۍ له شعار سره په څنګ کې ولسمشرۍ ماڼۍ د فیسبوک د کاروونکو پر وړاندې زغم له لاسه ورکړ او هغوی يې وګواښل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې د فیسبوک پر کاروونکو غږ شوی چې د بیان له ازادۍ دې «ناسمه» ګټه نه اخلي او په ارګ پورې دې ناسم مکتوبونه نه منسبوي.
دغه خبرپاڼه چې لهجه يې تنده ښکاري وروسته له هغه خپرېږي چې په خواله رسنیو کې ولسمشر ته منسوب مکتوب خپور شوی چې پکې د ملا محمد عمر مجاهد د مرګ ورځ رخصتي بلل شوې او هغه ته د شهید لقب ورکړل شوی دی.
په دې خپره شوې خبرپاڼه کې چې ارګ يې په دویمه خبرپاڼه کې جعلي بولي راغلي: «د طالبانو کرامو او پاکستان په غوښتنه د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ته د بشري حقونو شهید لقب ورکول کېږي او د مړینې ورځ يې عمومي رخصتي اعلانېږي.»

د ارګ وروستۍ خبرپاڼه کاږي چې دا ډول خبرپاڼې خپرول یو غیر اخلاقي او غیر قانوني چاره ده چې له ترسره کوونکو سره به يې قانوني چلند وشي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ځينې فیسبوک کاروونکي د ارګ په خپرو شویو خبرپاڼو کې ګوتې وهي او په لوی لاس د خلکو ذهنونه ګډوډوي.
په فیسبوک کې دا خبرپاڼه وروسته له هغه خپرېږي چې ولسمشر پخواني جنګسالار عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت شهید لقب ورکړ.
دشنام دادن وتوهین شخصیت ازادی بیان نه بلکه ضعف اخلاقی بشمار میرود
که حقیقت همدا وي چې دې کل مرغ جان مردار مزاری ته دا لقب ورکړی وي نو په حقیقت کې ملا عمر شهید دی.
دوهم تفاوت دادی چې د هغوی مړي به انشاالله جهنم ته ځي او دا به جنت ته.
احمد