افغانستان

هرات: تښتول شوي ۱۵ ماین پاکان خوشې شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): په هرات کې د هیلو ټرست ماین پاکۍ موسسې تښتول شوي ۱۵ کارکوونکي خوشې شول.

دغه ماین پاکان د جمعې په ورځ /وري ۱۳مه/ د هرات په کهسان ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو تښتولي وو.

د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې یاد کسان د کهسان ولسوالۍ یوې سرحدي سیمې ته د ماین پاکۍ لپاره تلل چې په «شبش» نومې سیمې کې وتښتول شول.

د یادو ماین پاکانو د تښتونې ۲۴ ساعته پوره کېدو سره امنیتي چارواکو د نوموړو د خلاصون خبر ورکړ.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ادعا کړې چې دغه ماین پاکان د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په مشرۍ ترسره شويو عملیاتو کې خوشې شول.

احمدي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي چې د هیلوټرسټ موسسې ماین پاکان د امنیه قومندان سره یوځای هرات ښار ته د ستنېدو په حال کې دي.

تر دې وړاندې د هرات ولایت چارواکو ویلي وو چې ماین پاکانو ته د ځاني خطر له کبله دوی عملیات نه کوي او کوښښ کوي چې د قومي مشرانو له لارې دغه کسان خوشې کړي.

په ۲۰۱۴ز کال کې هم د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ څخه یوځايي ۶۳ تنه ماین پاکان د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا تښتول شوي وو چې د ۷ ساعتو وروسته خوشې شول.

د هیلوټرسټ موسسه د ۲۰۰۶ز کاله راهیسې د هرات په څلورو ولسوالیو کې فعالیت کوي او تمه ده چې تر ۲۰۱۸ پورې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اوسمهال په افغانستان کې تر ۱۵ زیات د ماین پاکۍ موسسې کار کوي چې نېږدې ۸۰۰۰ کارکوونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x