نظــر

افغان مهاجر او د افغانستان د دولت خوب!!

څو ورځې وړاندې مې د نن ټکي اسیا په پاڼه کې د (افغانان برګشته از اروپا) تر عنوان لاندې لیکنه ولوسته چې ښاغلی لیکوال صاحب محمود شینواری لیکلې وه ښاغلی لیکوال د ځینو کورنیو په اړه هم لیکلی وو (سلجوقي او عزیزي) چي په هرات کې ژوند کوي او له اروپا څخه راغلي دي.

په افغانستان کې هر ورځ هغه کورني چي یا پیسې لري یا ښې دندې لري او یا له بهر څخه خپل کور افغانستان ته راستانه شوي وي ډیر دي او هر ورځ همداسي پیښې کیږي، موږ نه یوازي په هرات بلکه د افغانستان په ډیرو سیمو کې هر ورځ د داسي پیښو شاهدان یو چې خلک وژل کیږي او یا تښتول کیږي خو یوازي د غریبو کورنیو غږ تر خلکو یا رسنیو پورې رسیږی ځکه ډیری خلک چې پیسی لري خپل تښتول شوي عزیزان د پیسو په مقابل کې را خوشې کوي.

زه خپل د هرات په یو امنیتي ارګان کي دنده لرم او د دې پیښو شاهد یم چې تقریبا ۲ میاشتې مخکې منځ ته راغلی چې د یاد شو کورنیو یو نارینه هم په کې شهید شو او یوه میرمن ټپي؛ خو تر اوسه په دې اړه څوک نه ندي نیول شوي او نه په دې اړه د پښې وروسته چا تحقیق کړی.

د افغانستان دولت سره تر پایه ټول په فساد کې ډوب دی او که مجرمین ونیول شي وروسته بیرته د پیسو په مقابل کې خوشي کیږي ځکه د داسی کسانو تر شا د هغه چا لاس دی چې د ښاغلي کرزي صاحب په اداره کې لوړې نظامي، پارلماني او یا نورې دندې لري او موږ د داسې پیښو شاهدان یو.

مجرمین چي بیرته خوشي کیږي له کرزي نیولي د پوستې تر مشره پورې ټول لاس پکې لري د ورځي پولیس وي او د شپې غلا کوي چې ښه مثال یی د امریکا ډالۍ (اربیکان دي)

په هلمند کي اربکیان ډیر دي زه خپله څه موده مخکې هلمند ته تللی وم د هلمند د هغه ولسوالیو چي هغه د اربکیان په لاس کي دي د شپې غلا کیږي او یا بیګناه کسان وژل کیږي.

که اربکیان د شپې له خوا له چا سره پیسې پیدا کړي هغه ترې اخلی او یا بوټ ، موبایل او داسي نور اړین څیزونه تر اخلی او که څوک څه ورته ووایی د اربکیانو له خوا د طالب په نامه یا وژل کیږي او یا تر نامعلوم وخت پورې په بند کې پراته وي.

که د افغانستان په داخل کې خلکو ته د کار زمینه برابر شي ځوانانو ښه ته تعلیم او تربیه ورکړل شي او ښه شخصیت ترې جوړ شي ولي به د جنايي جرمونو (غلا، قتل، تښتول او …) په مجرمینو زندانونه ډک وي واقعا دا خبر چې په افغانستان کې ځنې ډلې له هغه کورنیو سره ستونزه لري چې له بهره افغانستان ته راځي او د دښمن په سترګه ورته کتل کیږي ډیر دي په افغانستان کې تر اوسه هم قبیلوي ژوند روان دی که په یو متر ځمکه جګړه وشي؛ کورنۍ دا کوچنۍ ستونزه کلونه – کلونه په مغز کي ساتي او د یو متر ځمکې په سر ډیري کسان د غم په تغر کینوي.

افغانستان ډیر مهاجرین په ایران، پاکستان او اروپا کې لري او متاسفانه هغه مهاجر چي له ایران څخه راځي ټول معتاد وي او دولت هم کومه خاصه پاملرنه نه ورته وکوي؛ خو د هغه مهاجرو څخه ډیر پاملرنه ورته کیږي چې له اروپا څخه راځي ټول فکر کوي چې دا ډيري پیسی لري له دې خبر ندي چې هر ورځ په پټه تګ زموږ څومره افغانان د استرالیا د کبانو خوراک کیږي؟ آیا دا پوښتننه چا کړي چې ولي مهاجر کیږي؟؟؟؟

اي مشرانو نور دی خداي ستاسو دا سوري جیبونه ډک کړي نور خو ستاسو پیسي په بانکونو کې نه ځاییږي د ټول ملت حق تاسو وخوړولو غله ستاسو کسان دي، مافیا ستاسو کسان دي، او ستاسو په خبره بیرته خوشي کیږي الله دې تاسو ته هدایت وکړي او که هدایت نه درته کړي الله مو تباه او برباد کړه چې د افغان دا خوار ولس دې ارمښت ساه واخلي او یوه ورځ ژوند په صلح کي تیر کړي

که هغه لوړ پوړي چارواکي زما لیکنه ولولی چې په فساد ککړ دي نور د پیسو د غلا په ځای د هغه کسانو له پاره چې له خارج څخه افغانستان ته زړه ښه کوي کار وکړي،  باید موږ یی زړه مات نه کړو او په سړه سینه د دوی استقبال وکړو، داسې باید ونشي چې هغه ووژل شي او یا وتښتول شي.

 په دې هیله چي په راتلونکي کي د افغانستان په کوم ولایت کي هیڅ سلجوقي بی پلاره  او یا دې ښاغلی عزیزی په شان د ستونزو سره مخامخ نشي.
 
په پاي کي د نن ټکي اسیا ویب پانې څخه نړۍ مننه چې ټول حقایق له خلکو سره شریکوي او الله دي هغه رسنیو ته هم هدایت وکړي چې د ګوډاګي دولت په ویلو سره رښتیا کم؛ خو درواغ ډير وايي.
 
و من الله التوفیق

الطاف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x