افغانستان

رولاغني د مهاجرینو په اړه له اشرف غني سره مخالفه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني د مهاجرینو په اړه د خپل مېړه له نظر سره مخالفت ښودلی دی.

اشرف غني دوه ورځې وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو چې اروپا ته تلونکو مهاجرینو سره هېڅ همدري نه لري او پرې یې غږ کړی و چې بېرته هېواد ته وګرځي او د هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.

د اشرف غني دغو څرګندونو توند غبرګونونه وپارول او د ټولنیزو رسنیو فعالانو پر ولسمشر نیوکه کوله چې ولې خپل بچیان چې په امریکا کې اوسیږي افغانستان ته نه راغواړي.

د اشرف غني لبناني الاصل مسیحۍ مېرمن رولاغني د خپل مېړه له نظر سره مخالفت ښودلی او ویلي يې دي چې اروپا ته مهاجر شوو افغانانو سره خواخوږي لري.

هغې زیاته کړې چې افغان مهاجرین اروپا ته د ښه ژوند لپاره تللي دي خو هلته بې سرنوشته دي.

رولا د اشرف غني د حکومت څخه چې په فعالیتونو يې توندې نیوکې کیږي دفاع کړې او ویلي يې دي چې تر هغه وروسته چې د ملي وحدت حکومت پر کار پیل کړی دی، ډيری کارونه یې کړي دي.

«هغو کسانو چې په حکومت کې یې د کار فرصت د لاسه ورکړی دی، ډیری یې دا اوازې خپروي چې حکومت بقا نه کوي».

مېرمن رولا غني په داسې حال کې د حکومت له کارونو څخه دفاع کوي چې ملګرو ملتونو ویلي وو که د افغانستان ملي وحدت حکومت د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې پاتې شي نو دوی به دا یوه بریا وبولي.

په وروستیو کې د بي بي سي یوې سروې ښودلې وه چې ۶۹ سلنه خلکو د ګډ حکومت د راتګ سره د نوور کلونو په پرتله د ژوند د خرابېدو ویلي وو. دغې سروې کې ۸۱ سلنه خلک د حکومت او ۷۶ سلنه د اشرف غني له کارونو مطمئن نه وو.

پر حکومت بې باوري، اقتصادي او امنیتي وضعیت خرابوالي ډيری خلک دې ته مجبور کړي چې هېواد پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x