ورزش

د نړیوال جام قهرمان به څوک کیږي؟ پریکړه یې نن کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ۲۰۱۶ز کال نړیوال شل اوریز جام پایلوبه نن ماښام د دوه پخوانیو قهرمانانو تر منځ ترسره کیږي، ګټونکی به یې لومړنی هېواد شي چې دوه ځل شل اوریز جام ګټي.

لوبه به د کلکتې په ایډين ګارډنز لوبغالي کې ترسره شي، نننۍ لوبې لپاره ویسټ انډيز خوښ لوبډله ګڼل شوې خو انګلستان هم له پامه نه دی غورځول شوی ځکه له ویسټ انډيز پرته يې په نړیوال جام کې نورې ټولې سیالۍ ګټلي دي.

انګلستان به توپوهنه کې په جیسن روی، جو روټ، جوز بټلر او آین مورګن باندې انحصار کوي او په توپ اچونه کې بیا اسټوکس او کرس جورډن سره بېره معین علي او عادل راشد په څېر ورو توپ اچوونکي لري.

بل لوري ته په ویسټ انډيز لوبډله کې د ډيرو سترګې کریس ګیل ته دي او ټول غواړي چې د انګلستان سره هغه ډول لوبه وکړي چې د نړیوال جام په لومړنۍ لوبه کې یې له دغې لوبډلې سره کړې وه. کریس ګیل په هغه سیالۍ کې د انګلستان په خلاف سلیزه وهلې وه. ویسټ انډيز په دغه لوبه کې ۱۸۳ منډې ډيرې په اسانۍ سره پوره کړلې.

پر دې سربېره جانسن چارلس، لینډل سایمنز، انډري رسیل او مارلن سیمویلز هم ښه ذمه وار توپوهونکي شته دی او که هر یو يې پر میدان ودرید، نو د انګلیس توپ اچوونکو سابه ښه په مالګه کولای شي.

د ۲۰۱۰ز کال د نړیوال شل اوریز جام قهرمانې لوبډلې انګلستان د جنوبي افریقا خلاف په روان نړیوال جام د غره هومره ستر هدف ۲۲۹ منډې پوره کړې، خو وروسته د افغانستان خلاف لوبه کې له یوې سختې سیالۍ وروسته بریالۍ شوه او سري لنکا ته تر ماتې ورکولو وروسته نیمه پایلوبې ته ووتله. نیمه پایلوبه کې یې د نړیوال جام یواځينۍ لوبډلې نیوزیلینډ ته چې په لومړنیو څلورو لوبو کې یې مقابلې لوبډلې ماتې کړې وې په اسانۍ سره ماتې ورکړله.

بل لوري ته ویسټ انډيز بیا په سوپر ۱۰ لوبو کې لومړنۍ درې لوبې په اسانۍ سره وګټلې، خو کیسه هغه مهال ورانه شوه چې افغانستان پر وړاندې یې ماتې وخوړله او افغان توپ اچوونکو د ۱۲۴ لږ هدف څخه ډير قوي دفاع وکړله.

د دغې ماتې وروسته ویسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې د ماتې فکر شاته وغورځولو او د نړیوال جام تر ټولو فیورټ یا ښې لوبډلې هندوستان ته یې په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړله او پایلوبې ته ووتلو.

دواړه لوبډلې تر یوه بریده په قوت کې سره برابرې معلومیږي خو د ویسټ انډيز لوبډله له دې کبله فیورټ ګڼل کیږي چې قوي توپ وهونکي لري او د دې لوبډلې د کپتان په وینا دوی په لوبډله کې ۱۵ میچ ګټونکي لري او هر یو یې که په میدان ودریږي د مخالفې لوبډلې څخه لوبه ګټلی شي.

خو په ویسټ انډيز نیوکه کیږي چې دوی د یو او دوه منډو پر ځای ډير په شپږیزو او څلوریزو اتکا کوي چې ډير کله د مخالفې لوبډلې په زیان تمامیږي او لوبغاړي د شاټونو د وهلو په هڅه کې سوځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x