ادبي لیکني

شمشتو خالص بابا فاميليو کې نارنج ګل مشاعره وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): د پېښور شمشتو خالص بابا فاميليو کې د ځايي اوسېدونکو په هڅو نارنج ګل مشاعره وشوه، چې د لروبر شاعرانو په ګډون سلګونو مينه والو په کې برخه واخيسته.

دغه مشاعره ياد کيمپ کې د پنجنشبې په ورځ د وري په دوولسمه نېټه په يوه تعليمي اداره کې د لطف الله خيرخوا او د هغه د همکارانو په ابتکار جوړه شوه..
مشاعره د قاري عبادالله په خواږه اواز کې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د سټيج چارې ساهل افغان ترسره کړې.

د مشاعرې مشر ميلمه خپلواک اشنا و او راز ګل حيران ته د مشاعرې د صدارت وياړ ورپه برخه شوی و.

د غونډې پرانستونکې وينا ليکوال او شاعر لطف الله خيرخوا وکړه، ټولو ګډونوالو او مېلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه، د ليکوال او ژباړن شهيد بشير احمد ريان په حق کې يې د مغفرت دعا وکړه او ورپسې يې د شعر او ادب له مينه والو غوښتنه وکړه، چې د قلم او ادب له لارې د خپل ولس ذهنونه روښانه کړي..

ورپسې احمدالله احمدزي د شعر او ادب په اهميت او ځانګړتيا لنډې خبرې وکړې، او شاعران يې وهڅول تر څو په ټولنه کې د مثبت فکر د خپراوي له پاره کار وکړي..

د کوزې او برې پښتونخوا لسګونو شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينه‌والو په ياده مشاعره کې خپل شعرونه، غزلې او منتخب کلامونه واورول. خپلواک اشنا او څو نورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې شهيد بشير احمد ريان ته د عقيدت پېروزينې وړاندې کړې.

په دغه مشاعره کې فراق اپريدي، عمر عايل، مدثر همراز، شين ګل عاجز، زرشاد ناګهان، او ګڼو نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول..

د مشاعرې رييس رازګل حيران د خپلو خبرو په پيل کې د مشاعرې د جوړونکو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د هجرت په ديار کې بايد افغانان ځانونه پردي ونه بولي، دا يې خپله خاوره خپله سيمه ده او په دې سيمه کې بايد د ځوانانو استعدادونه وغوړول شي او دغه ډول مشاعرې او غونډې جوړې شي..

ښاغلي حيران زياته کړه، دا لومړی ځل دی، چې د خالص بابا کيمپ کې د نارج ګل مشاعره کېږي او د کيمپ له اوسېدونکو يې غوښتنه وکړه، چې دغه ډول ادبي غونډو ته نور هم وخت ورکړي او وخت په وخت د سيمې د شاعرانو او ليکوالانو ادبي او هنري غونډې راوبلي..

مشاعره د مفتي مطيع الله په دعا پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x