شعـــــرونه

غزل: رضوان الله اوبرنګ

رضوان الله اوبرنګ

خود یې نو بې شوره زندګي کړې
چا چې بې پېغوره زندګي کړې

ښایي چې له خپل حق نه مې هم سېوا
لږه شانتې نوره زندګي کړې

ومرې غریبۍ دا ستا د لاسه مې
ډېر عمر بې موره زندګي کړې

دام راته د مرګ ایښی حالاتو و
ما پکې په زوره زندګي کړې

چت وي دېوالونه وي او زه یمه
کور کې مې بې کوره زندګي کړې

رضوان الله اوبرنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x