افغانستان

په کندهار او رزګان کي چاودنو تر شل زیات پولیس وژلي

نن ټکی آسیا: په کندهار او روزګان ولایت کي دوه جلا جلا چاودنو تر شل زیات پولیس وژلي دي، او ګڼ شمېر ملکيان هم مړه او ژوبل شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم نن د جمعې په ورځ (7-5-2013) د کندهار ولایت د سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک په ویش سیمه کي چیري چي د پاک افغان دوستۍ په نامه دروازه جوړه ده، هلته د پولیسو مرکز ته نیژدې چاودنه شوې چي له کبله یې د ځايي چارواکو په وینا تر 16 زیات کسان وژل شوي دي، چي اکثره یې پولیس دي، او یو شمېر ملکي وګړي هم په مړو او ټپيانو کي شامل دي.

بل خوا نن د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کي هم د پولیس په کنډک کي دننه چاودنه شوې چي له کبله یې د رسمي سرچینو په قول 12 تنه پولیس وژل شوي دي، او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د رزوګان ولایت د والي ویاند عبد الله همت رسنیو ته ویلی چي په مړو او ټپيانو کي پولیس، افسران، او قومندانان شامل دي.

دکندهار او د روزګان د دواړو چاودنو په اړه چارواکو ویلي چي سرښندونکی برید وو، خو ددې شواهد یې هم نه دي وړاندي کړي او نه هم ازادو سرچینو ددوی دا دعوی تصدیق کړې، او نه طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

باید وویل شي چي ډیر کله پولیس خپل د نا اهلی د پټولو لپاره ادعا کوي چي سرښندونکی برید باندي شوی، خو داچي حقیقت څه دی، نه یې بیا چا پوښتنه کړې، او نه داسي یو اداره سته چي په دې اړه تحقیقات وکړي.

بلخوا نن د هلمند په ولایت کي هم یوه مشهوره سمبولیکه ښځينه پولیسه د اسلام بي بي په نوم د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوي.

تر اوسه ددې پيښو پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x