نظــر

د مصري فوځ کودتا

    عربي پسرلي د عربي نړۍ لپاره ډیرې لاسته راوړنې درلودې، د ۲۰۱۱ ز کال په لومړیو کې د تونس نه پیل شوی عربي انقلاب مصر ته هم راورسیده، چې د مصر د معاصر تاریخ دریم کوچنی فرعون حسنې مبارک یې راچپه کړ او دیرش کلنه واکمني یې ور ړنګه کړه.

   د مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ وروسته د مصر په تاریخ کې په لومړي ځل ملي، د خلکو په خوښه ټاکل شوی او دیموکراتیک حکومت د تیر ۲۰۱۲ ز کال د جولایي په ۳۰ نیټه رامنځته شو، واک د مصر اخوان المسلمین اسلامي ګوند ته، چې د یو پنځوس فیصدو څخه یې زیاتې رایې ګټلې وې، ورسید،

دې ګوند په خپله اتیا کلنه مبارزه کې په لومړي ځل واک ونیوه، تیر اتیا کلن تاریخ یې په ټکولو، ربړونو، تبعید او وژلو کې تیر شو او د همدې لپاره یې مبارزه کوله، چې دا مبارزه او قربانۍ به حتما یوه ورځ رنګ راوړي.

    کله، چې یې واک تر لاسه کړ؛ نو، له هماغې لومړی ورځې راهیسې یې پر ضد مخالفتونه پیل شول، لاریونونه او اعتصابونه یې پر ضد کیدل، ولسمشر وویل، چې د ۵۰۰۰ ځلې اعتصابونو سره مخ شوی وه، دا ټول لاریونونه د مصر د سیکولرو او نشنلستو ډلو لخوا په لاره اچول کیدل، دوی دا وښوده، چې نه دیموکراسۍ او نه هم د قومپالنې اساسي اصولو ته ژمن دي، دوی د لاریونو له لارې د هیواد نه پرمختګ ښه وځپه، د دیموکراسۍ دا اصل، چې واک او حکومت د اکثریت سره دی، په بشپړ ډول  یې د پښو لاندې کړ او ویې ښوده، چې هیڅ قانون او د اکثریت حکومت نه مني او د منتخب حکومت کړنې یې چلینج کړې.

    لاریونونه د چا په اشاره؟

   اخوان المسلمین او د هغوی نور هم فکره، چې په نورو اسلامي هیوادو کې په مختلفو نومونو باندې فعالیت کوي، لویدیځ یې تل د حکومت او فعالیتونو مخالفت کړی دی، هغوی یې په مختلفو نومونو باندې ځپلي او ټکولي دي او تل یې د هغوی د مخالفو سیکولرو او لیبرالو ملاتړ کړی دی، په مصر کې نشنلست او سیکولر ګوندونه چې د لویدیځ قوي سیاسي او فکري ملاتړ ورسره دی، د هغوی په اشاره یې د اکثریت لخوا ټاکل شوی او دیموکرات منتخب حکومت ړنګ کړ، لویدیځ د هغوی پاڅونونه او د مشروع حکومت ړنګول یې تأیید کړل؛ ځکه، هغوی پوهیږي، چې د مصر حکومت که پاتې شي؛ نو، لویدیځ او  اسرائیلو ته ستر ګواښ پیښولای شي، لکه، څرنګه چې په تیر یو کلن حکومت کې یې د اسرائیلو پر ضد داسې کارونه وکړل، چې اسرائیل یې وار خطا کړي وه، ولسمشر مرسي په یو ځای کې موجود وه او د اسرائیلو په اړه یې د یوې بدې دعاء په پای کې امین وویل او ټول پرې خبر شول، چې دې کار ځینې غبرګونونه راوپارول. ازادې او خپلواکې؟ میډیا هم د مرسي د مخالفینو لاریونونه او خبرونه خپرول، داسې یې ښودله، چې لاریونونه یوازې د ولسمشر د مخالفینو دي، کله چې په قاهره کې د ولسمشر مرسي په ملاتړو باندې ډزې وشوې او د وسله والو لخوا شپاړس کسان  ووژل شول، د بي بي سي انګلیسي ویبپاڼې داسې ولیکل: په قاهره کې د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ نښته کې شپاړس کسان وژل شوي دي.

    فوځ کودتا د امریکا په اشاره وکړه

    کله، چې لاریونونه د مصر زیاتو ښارونو ته پراخه شول؛ نو، د ولسمشر د پلویانو او مخالفینو تر منځ په ځینو ځایونو کې جګړې هم رامنځته شوې، چې د مخالفینو لخوا د مرسي په پلویانو باندې ډزې او ګوزارونه وشول، چې زیات اخوانیان یې ووژل، د مصر فوځ ولسمشر ته التیماتم ورکړ، چې په اته څلویښت ساعتونو کې باید مسئله حل کړي، کنه نو فوځ به خپله جوړه شوې طرحه پلي کوي، د التیماتم د پوره کیدو سره، فوځ د امریکا لخوا جوړه شوې طرحه عملي کړه، د مصر په تاریخ کې په لومړي ځل د خلکو په خوښه رامنځته شوی او دیموکرات حکومت یې ړنګ کړ، فوځ ددې پر ځای چې د دیموکراسۍ او د منتخب حکومت ملاتړ وکړي، منتخب حکومت یې ړنګ کړ.

    مصري فوځ د کودتا وروسته مشروع ولسمشر په زور او جبر سره لیرې کړ، واک یې پخواني قاضي عدلي منصور ته وسپاره، د اخوان د ګوند زیات مشران یې ونیول، په هغوی یې د وطن نه د وتلو بندیز ولګوه، یو ځل بیا یې ازادي له منځه یوړه، ازاد مطبوعات یې له فعالیته منع کړل، اخوانیانو پورې تړل شوی او د الجزیرې ځایې تلویزون یې وتړل.

    مصر یې یو ځل بیا د ناصر او مبارک فرعوني دور ته ور ووست، ازادي، خپلواکي او ملي حکومت یې له منځه یوړ.

    کودتا یوازې د امریکا په اشاره او د امریکا لپاره پلي شوه، د کودتا وروسته د امریکا ولسمشر اوباما فوځ ته مبارکي ورکړه او د هغوی دغه اقدام یې قانوني وباله او ویې ستایه.

    د مصري فوځ اصلي ستونزه

   ټول اسلامي هیوادونه یوه ستره ستونزه لري او هغه هم کمزورۍ اقتصاد دی، اسلامي هیوادونه لویدیځ استعمار داسې ځپلي، چې د هغوی نه پیړۍ پیړۍ وروسته پاتې دي او بیا په اسلامي هیوادونو کې د هغوی لخوا رامنځته شوي حکومتونه ټول د هغوی سیاستونه پلي کوي.

   امریکا ډیر غوړیدلی او په کور دننه قوي اقتصاد لري، د نړۍ په اقتصادي بازارونو باندې یې هم کلکه ولکه تینګه کړې، چې دې کار امریکا د نړۍ د ستر اقتصادي ځواک په توګه رامخته کړې ده، امریکا د نړۍ زیاتره هیوادونو سره د هغوی د سیاست او غوښتنو په مقابل کې مرستې کوي، چې اسلامي هیوادونه د خپل کمزوري اقتصاد په وجه د امریکا سیاسي او نظامي مرستو ته زیاته اړتیا لري.

    مصر هم د هغو هیوادونو څخه دی، چې امریکا یې د فوځ سره هر کال ۱،۳ بلیونه ډالره مرسته کوي، سربیره پر دې یې فوځ ته هم ځينې نظامي وسائل ورکوي؛ نو، په دې حالت کې مصري فوځ اړ دی، چې د امریکا غوښتنې ومني او هغه څه چې هغوی یې د پلي کیدو غوښتنه کوي، فوځ یې پلي کړي، که داسې ونکړي؛ نو، امریکا به خپلې نغدي او نظامي مرستې ودروي.
   
زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x