ادبي لیکني

ادب مو ژوند روح مو اسلام دی

رحمت الله حکیمي

ژوند چې بې مرامه شي دمرګ غیږې ته لویږي ، مرګ چې بې مرامه وي دجهنم غیږې ته لویږي حقیقي ژوندهغه دی ، چې دابدي ژونددپاره دژوندکولو وخت انسان ته په ګوتو ورکړي داچې ادب دانساني ژوند اړینه اړتیا ده ، ځکه همدا ادب دی ، چې دبشر جوړونې ، انسان جوړونې ،معنویت جوړونې او ټولنې جوړونې خواږه لري خو داهله شونې ده ، چې ادب مو داسلام مبارک دین په رنده صیقل اومهذب شوی وي که داسې نه وي نو پورتنی کړنې نشي تر سره کولای ، داچې موږ همداسې صیقل شوی اومهذب ادب غواړو نو ویلای شو چې ادب مو ژوند دی .

داچې روح انسان ته هغه الهي ورکړه ده ، چې دژوند مفهوم له ځانه سره وړي نو که داسې روح دانسان په جسد کې وچلیږي چې داسلام درڼې لارې دنسیم څخه رابیل شوی نه وي یو کس ته ژوند نشي وربښلای ، انسان اختیارمند دی ، چې خپل روح داسلام درڼې لارې دنسیم دبادونو څخه ځان ته جوړوي که دتاترین له زهرجن بوی څخه که په ژونديوکې دتزکیه شوی ، داسلام په مبارک دین مجلل شوي روح وچلیږي هله ویلای شو چې ژوند مو روح دی هسې که سرسري فکر وکړو هر څوک پوهیږي چې واقعاً بې روحه ددې دنیا ژوندنشته خو که روح دپورتنیو ځانګړتیا په لرلو سره دانسان زړه ته ورننوتی نه وي هغه نه ژوند دی او نه ژوندی .

طبعي ده ، چې دژوند دار مدار یو منظم سیستم دی ، چې شېبه پرشېبه دتقدیر دپریکړې په اساس فعالیت تر سره کوي ، ژوند بې مرامه دمرګ معنا لري ، دژوند دپاره هغه وخت ټینګ مرام ټاکلای شو چې روح مو داسلام دسرشاره دریاب له نسیم سره ملی وي که دژوند ټول نظام یومنظم سیستم وګڼو نو ددغه سیستم دښه فعالیت دتر سره کولو دپاره یوې قوې ته اړتیا ده ، چې داقوه اسلام ده نوپه پای کې ویلای شو چې روح مو اسلام دی .

په ادب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x