د مکې لاره (اوومه برخه)

ژباړه: حامد افغان

زده کړه او مطالعه

زمونږ د کورنۍ له رواج سره سم لومړى ما له ځانګړو استادانو څخه د عبراني ديني علومو ژوره او پراخه زده کړه ترلاسه کړه. دا له دې کبله نه چې زما پلار ډېر دينداری او پرهېزګار و، بلکې دا له دې کبله چې ده له داسې توکم سره تړاو لاره چې يواځې د ژبې په سر د هغو ديني ګروهو منونکي وو چې يو وخت يې د دوى د مشرانو په ژوند باندې ډېره اغېزه لرله. دا عقايد ده په خپل عملي ژوند کې هېڅکله نه و پلي کړي، تردې ځايه چې د ده په اخلاقي فکر باندې يې هم هېڅ اغېزه نه لرله.

له هغو نظرياتو او تمايلاتو سره سم چې په ټولنه کې رواج وو د دين مفهوم له خپل مفهوم څخه لاندې لوېدلى و. اوس د دين له پاره يواځې دوه مفهومه پاتې وو، يا خو د هغه حيثيت ځينې بې روحه رسمونه و چې خلکو د ديني ميراث په توګه په خپلو سينو پورې نيولي وو او يا له سپکاوي ډکه بې پروايي (Cynical lmsouciance) ([2]) چې دا د آزاد خياله خلکو خوى وو، د دوى په اند دين يوه زړه کيسه ګرځېدلې وه چې هغه سړى په خارجي توګه کله د اړتيا او مصلحت له مخې خپلوي، خو په ګوښه کې په هغه باندې په عمل کولو سره شرميږي، ځکه هغه هېڅ عقلي ثبوت نه لري. او نه په هغه کې څه معقوليت ليدل کېږي.

ظاهري نښې ټولې د دې خبرې شاهدي ورکوي چې زما پلار له لومړۍ ډلې سره تړاو لاره. خو کله کله به ما فکر کاوه چې دى دويمې ډلې ته څنګ وهي. خو د خپل پلار او د خپلې مېرمنې د پلار (خسر) له فکرونو سره هغه په ټينګار سره په ما باندې سپېڅلي کتابونه ولوستل، نو زه لا د ديارلسو کلونوهم نه وم چې عبراني ژبه مې په آسانۍ سره لوستلى شوى. او يواځې لوستل نه بلکې په ډېره روانه توګه به مې ويله. له دې پرته له (ارامي) ژبې سره مې هم يوڅه اشنايي پيدا شوه، کېدى شي دا لامل و چې په راتلونکو کلونو کې د عربي زده کړه راته آسانه شوه.

ما د پخواني اصل کتاب مطالعه کړې وو، او د تلمود له متن او شرحې سره بلد وم، هغه مهال ما په ډېر اعتماد او باور سره د بائبل د تلمود او قدس د تلمود په توپير باندې بحث کولى شوى، له دې وروسته زه د (سپېڅلي تارغوم) په شرحه لګيا شوم چې د ربي کېدلو له پاره يو ضروري شرط و.

د يهودي عقائدو د دې مقدماتو له پېژندنې او نورو ټولو ديني معلوماتو سره سره په ما کې ډېر ژر يوډول د تکبر احساس پيدا شو او يا که ووايم د دې ديني معلوماتو په ترلاسه کولوسره په ما کې د تکبر او لويي احساس پيدا شو.

پټه دې نه وي چې زه د اخلاقو د اصلاح د هغو اصولو ډېر پلوي وم چې د يهودو په مذهبي کتابونو کې به ډېر په ټينګار سره بيانېدل. دا راز ما د يهودو انبياوو له هغه لوړ تصور سره هم اتفاق لاره کوم چې دوى د خداى په اړه وړاندې کاوه. خو ما به داسې احساس کاوه چې کوم خداى چې عهد قديم او تلمود وړاندې کوي هغه له رسمياتو او مذهبي غونډو سره له اړتيا زياته دلچسپي لري، زه په دې فکر کې شوم چې دا معبود په غير عادي توګه د يوه ځانګړي قوم (عبرانيانو) د ښه والي او آينده په فکر کې دي.

پخپله د قديم عهد د تکوين کتاب (کتاب پيدايش) د ابراهيم د لمسيانو د تاريخ په لحاظ دا تمايل لري چې خداى د ټولو انسانانو د پالونکي په حيثيت سره نه بلکې د يوې ځانګړې سيمې او لوري د پالونکي په حيث يې وړاندې کړى چې له ټولو قومونو سره د خپل منتخب اوغوره قوم د اړتياوو په لحاظ چلند کوي، که هغوى ښه او نېک وي نو سوبې به ورکوي او که ګمراه او بېلارې وي نو د کفارو په لاس به يې رسوا او ذليله کوي. د دې بنسټيزو نيمګړتياوو په اساس او د (حرميا) په څېر وروستيو پيغمبرانو روحاني ولولې او جذبې ما ته له نړيوال پيغام نه تشې برېښېدې.

که څه هم د دې لومړني درس او مطالعې پايله زما د موخې او نيت په خلاف راووتله. او د دې په ځاى چې ما د خپلو پلرونو او نيکونو دين ته ورنږدې کړي نور يې هم ورنه ليرې کړم. خو زه ډېر ځله سوچ کوم چې د دې دين که هرډول شکل و خو د يوه دين په حيث يې په راتلونکو کلونو کې له ماسره د يوه ريښتیني دين په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړه، له يهوديت نه نااميده کېدلو په ما دا اغېزه ونه کړه چې کوم بل ځاى د روحاني حقائقو پلټنه پيل کړم د (لا ادري) Agnostic چاپېريال په اغېز کې زه هم په هغه لاره روان وم چې نور ملګري پرې تلل او هغه دا چې بايد په عملي توګه له يوه داسې قانوني دين نه ځان وساتل شي چې په هغه کې يواځې په اصولو او قواعدو، اعمالو او رسمونو باندې زور اچول کېږي. او څرنګه چې زما دين زما له پاره د بنديزونو او امرونو يو ځنځير و له دې کبله ما له هغه نه په ليرې کېدلو کې څه ستونزې ونه ليدلې. دې ديني مسائلو او فلسفې پوښتنو تراوسه پورې زما فکر ځان ته نه و متوجه کړى. زما موخې هماغه وې چې زما همځولو ځوانانو لرلې چې هغه د کارځواک، جوش او ولولې، پرمختګ او په سر لوبې کول وو.

د کال (١٩١٤م) په وروستيو کې چې ستره جګړه پيل شوې وه نو ما داسې وانګېرله چې اوس زما د خوبونو د تعبير وخت رارسېدلى دى. هغه مهال زما عمر څوارلس کاله و، زه له مدرسې نه وتښتېدم، خپل نوم مې بدل کړ اود اسټريا په فوځ کې برتي شوم، زما ونه زما له عمر نه زياته وه، ځکه يې په ما داتلس کلن ځوان ګومان وکړ او په فوځ کې يې ځاى راکړ. دا ځکه چې په فوځ کې د برتي کېدلو له پاره اتلس کاله عمر ضروري و، خو ښکاره خبره ده چې زما په لاس کې د سپاهي ډنډه نه وه، پايله دا شوه چې زما پلار د پوليسو په مرسته زما په پيداکولو کې بريالى شو او زه يې په ذلت او سپکاوي له ځانه سره په ويانا کې خپل کور ته بوتلم چې دا څه موده مخکې زمونږ کورنۍ په ويانا کې استوګنه غوره کړې وه. خو څلور کاله وروسته زه د دويم ځل له پاره په استريايي فوځ کې داخل شوم، هغه مهال ما د فوځي پرمختګ او لوړ حيثيت خوب ليدل پرې ايښي و او د ځان د خپلواک کېدلو له پاره د بلې لارې په لټه کې وم. په هر صورت، زما له برتي کېدلو څو اونۍ وروسته انقلاب راغى، د استريا پاچاهي ختمه شوه او له دې سره جګړه هم پاى ته ورسېده.

د لومړۍ نړيوالې جګړې له پاى ته رسېدلو وروسته تقريباً تر دوه کاله پورې زه د ويانا په پوهنتون کې وم او له کومې پابندۍ پرته مې د فلسفې او د فنونو د تاريخ زده کړه کوله، خو له دې علومو سره زما زړه نه لګېده، ځکه په دې وچه او نګه پوهنيزه لاره کې زما له پاره هېڅ جذابيت نه و، زما مينه او غوښتنه دا وه چې زه بايد د پوهې او علميت په رڼا کې ژوند مطالعه کړم او خلکو چې د ځان ساتنې او آرام غوښتنې له پاره مصنوعي کلاوې په ځان راګرځولې وې له هغو سره زما نه لګېده. ما غوښتل له دا ډول بنديزونو پرته د ژوند سينې او زړه ته ورننوزم. زه د واقعيتونو او کائناتو د هغه روحاني نظام په لټه کې وم چې د هغه په شته والي باندې ما يقين لاره. خو دا مهال زه د هغه ادراک نه شم کولاى. دا آسانه نه ده چې په څو تورو کې تاسو ته ووايم چې هغه مهال له روحاني نظام نه زما موخه څه وه؟ په دې کې هېڅ شک نشته چې زما په زړه کې دا خيال نه دى راغلى چې زه هڅه وکړم څو په دې مسئله باندې د نګه ديني اصطلاح په حيث ځان پوهه کړم، که رښتيا ووايم زما دا ذهني پرېښاني او دماغي ګډوډتيا ما په خپل لاس ځان ته نه وه پيدا کړې، په حقيقت کې دا د ټول نسل حيراني او پرېشاني وه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.