افغانستان

ذبیح الله مجاهد: شکست خوړلی دښمن په هیڅ نه ده بند

نن ټکی آسیا: نوموړي په یوه ایمیل کي چي نن ټکی آسیا ته یې را لیږلی ویلي چي دده په نامه یو لیک د روژې د مبارکي میاشتي په مناسبت رسنیو ته لیږل شوی چي هیڅ حقیقت نه لري.

او زیاته کړې: داچې نن ورځ ددښمن استخباراتي ارګان بیا دجعل سازي هڅه کړې ده او زما (ذبیح الله مجاهد) په نامه يو ليک يې چې دروژې په مبارکه مياشت کې دمجاهدینو دعملیاتو دڅرنګوالي په اړه څه پکې ويل شوي رسینو ته له خودساخته جعلي آدرس څخه استولی ، او کوښښ شوی چې ماتې خوړلی دښمن په يوډول سره دځان په مقابل کې دمجاهدینو بریدونه کابوکړي .

او زیاته کړې چي دوی دغه لیک او په لیک کي راغلي خبري په کلکه ردوي، او وايي چي د روژې په مبارکه میاشت کي لکه نور عبادتونه چي زیات فضیلت او اجرونه لري نو په روژه کي د جهاد فضیلت او اجر هم زیاتیږي، او ددوی مجاهدین به په روژه کي خپل جهاد جاري وساتي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چي په افغانستان کي دښمن ماتې خوړلې او خپل د شکست او رسوايي د پټولو لپاره په هیڅ نه دي بند، ځکه یې رسنیو ته وړاندیز کړی چي د هغوی و جعل کاریو ته ویښ واوسیږي، او د دوی سره مخامخ اړیکي ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x